د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۸ مه

د ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ خبرتیا تر لاسه کړه چې د پيژندل شوي سیاستوال او د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پخوانې ویاند تورنجرال محترم دولت وزیري مور بې بې چې ، مهربانه میرمن وه او کشر ورور  سیف الله چې ، د خوګیاڼو شورا د مهمو مشرانو له جملې څخه ؤ دواړو ځانونه حق ته سپارلې دي .

انا لله و انا الیه راجعون

محترم وزیري چې د یوه وتلې ملي سیاستوال په توګه تل د هېواد په ملي سترو مسألو کې څرګند او وطنپالونکی دریځ خپل کړی او د افغانستان د ترقۍ ملي ګوند هر وخت د هغه د روښانه دریځ ستاینه کړي ، نن د خپلې مرحومې مور بې بې او د خپل خداي بښلې ورور د ناببره مړینې له امله د کورنۍ د غړو او خپلوانو سره د غم په تغر ناست دی .

دا شیبه د وزیري صاحب او د هغه د دردمنې کورنۍ له پاره سخته او د نه هیریدلو لحظه ده .

د ګوند دارالانشأ د محترم دولت وزیري او د هغه د ورور سیف الله سیاسي ، ټولنیزو او خیر غوښتونکو هلو ځلو ته د قدر په سترګه کتلې او ګوري او له دې امله ، د وزیري صاحب د مور بې بې او مرحوم ورور د مغفرت له پاره د الله تعالی دربار ته د دوعا او بښنې لاسونه لپه کوي .

دارالانشأ په داسې حال کې چې د مرحومینو مړینه نه جبران کېدونکې او بې وخته ضایعه بولي ، خداي ج ته خواست کوي چې د متوفا برکتونه د وزیري صاحب د کورنیو په غړو کیږدي او ورته عوضونه ورکړي .

د دومره ستر غم په پيښيدو سره موږ ټول د وزیري صاحب او د هغه د کورنۍ تر څنګ ودریږو چې د مهربان خداي له خوا په هغه او کورنۍ فضل وکړي او رسیدلی درد اسانه شي .

په پاي کې یو ځلې بیا مرحومینو ته د مغفرت او وزیري صاحب او کورنۍ ته یي د زړه د صبر او د  عاجل تسلیت دوعا کوو .

امین

عبدالحی مالک    د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ م د سلواغي ۸ مه

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په خیبر پشتونخوا کې ، د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین د غیر قانوني نیوني او تښتوني په وړاندي کلکه اندیښنه ښيي او د پاکستان پولیسو او استخباراتو دا غلچکی او ډارن عمل په سختو ټکو غندي !

منظور پښتین په پاکستان او سیمه کې د بیان د ازادۍ ، د انساني حقوقو د ورکړي او په مرموز ډول د پښتونخوا د اګاه قشر د وتلو سیاستوالو ، دیني عالمانو ، فرهنګیانو ، د قوم مشرانو او د پشتون ژغورني غورځنګ د غړو او مینه والو د بې درکه کېدو او وژل کېدو د مخنیوي له پاره د سوله ایزي مبارزي بیرغ رپاند ساتلی دی .

د غورځنګ د پيل له ورځې څخه تر اوسه په منظور پښتین او ملګرو یې د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا زیات تورنه لګول شوي ، د غورځنګ فعالان نیول شوي ، په بیلابیلو پلمو د هغوي لاري ډپ شوي او په شهادت رسول شوي دي .

د غورځنګ نور مشران لکه محسن داوړ او علي وزیر چې پارلماني مصؤنیت لري هم د پاکستاني پوځ د زورونو او نیونو له توطيو څخه بچ پاتې شوي نه دي ، تر یوي مودي زندانې او کړول شوي .

د پې ټې ایم د مشر منظور پښتین د غیر قانوني نیوني له امله په ټول پاکستان ، پښتونخوا او نړۍ کې د اعتراضونو د کولو ، د سترو غونډو جوړولو او پراخو لاریونونو را ایستلو لړۍ په بې ساري ډول پيل شوي .

د نړیوالي بښني عمومي سازمان ، د افغانستان او نړۍ د یو شمیر لارښوونکو څخه نیولي بیا ټول سوله خوښوونکی بشریت د منظور پښتین نیول او تښتول په غټو ټکو غندي او د هغه د بې له ځنډه خوشي کېدو جدي غوښتنه کوي .

د ګوند دارالانشأ د هېواد ، د سیمي او نړۍ په سوله خوښي بشریت ، مدني سیاسي ټولنو ، خپلواکو شخصیتونو غږ کوي چې د پاکستان په پوځي او استخباراتي کړیو زور واچوي چې منظور پښتین او د هغه نور نیول شوي ملګري روغ رمټ له زندانونو ازاد کړي او له دې وروسته د ستم لاندي ولسونو په تیره بیا پښتنو د سوله ایزو مبارزو د روان بهیر په وړاندي خنډونه جوړ نه کړي .

په درناوي

عبدالحی مالک

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

دافغانستان ملي ترقي گوند

سويډن  شورا

20200115

نن د سويډن په شاهي هېواد کې د دافغانستان ملي ترقي گوند فعالينو غونډه در لوده .

 د غونډې پېل کې محمداقا منشي د هېواد په سياسي نظامي حالاتو دگوند په کار فعاليتونو رڼا واچوله د غونډې اجند

 د رايو په يوالي سره تاييد شوه.داجندا غوره ټکي په هيواد کې د جمهوري رياست ته ټاکنو،دسولی اړوند،د گوند جاري کار فعاليت.

د اجندا په ټولو برخو ويناوی وشوی د ملگرو وړانديزونه اواو پوښتنې ياداشت شوی په هره برخه کې د ملگرو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول،

 په پای کې ملگرو ته نویلار ښونې چی له مرکزه را غلي وی  دوی ته وسپارل شوی.

 غونډه د پوره ملگرتوب فضا کې پای ته ورسيده.

 محمداقا شيرزاد

ناروی کی تر لږ ځنډ وروسته د افغانسان ملی ترقي ګوندی سازمان جلسه دایره شوه

 

 جلسی د روتینی اجندا تر څنګ په مالی او تشکیلاتی برخو کی د پریکړو تر څنګ  دنوی او همفکره ملګرو د جنبش  په ملاتړ کی د دوکتور شیرباز ځدران تر مشری لاندی دمشرتابه هیت دجوړونکو هڅو پر هر اړخیزه توګه له ملاتړه ډاډ ورکړ او غونډه د ملګرتوب په صمیمانه فضا کی پای ته ورسیده *

 میرویس امیری په ناروی کی د افغانستان ملی ترقي ګوند د سراسری سازمان  منشی  !

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

 

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ م کال د لیندۍ ۱۵ مه

د ګوند دارالانشأ په زیاته خواشینۍ خبرتیا تر لاسه کړه چې د افغانانو ، په تیره بیا د ننګرهار د خلکو یو مهم دوست ډاکټر ناکامورا ، چې د ژوند ډيره برخه یې د خلکو د ژوند د ښه والي ، په سمسورو باغونو او پټيو د سپيرو دښتو د اړولو ، د افغانانو د روغتیا او خوړو د بسیایني او یو لړ نورو ټولګټو هلو ځلو کولو ته وقف کړي وه ، د افغانستان د ابادۍ ، سمسورتیا او د انسانیت دوښمنانو له خوا په ډيره ناځوانۍ او بې رحمۍ دندي ته د تګ پر مهال د جلال اباد ښار کې د خپلو ساتونکو سره یو ځاي د ترهګریز برید په ترځ کې ووژل شو .

د ډاکټر ناکامورا روح دې ښاد وي !

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د ډاکټر ناکامورا وژنه ډير ستر بشري ضد جنایت بولي او هغه په سختو ټکو غندي . ځکه هغه د جګړه ایزو فعالیتونو پر ځاي افغانانو ته نه هیریدونکي اقتصادي ، ټولنیز ، روغتیایې او نور انساني خدمتونه کول چې په یادولو یې هر افغان او بشرپال نړیوال ویاړ کوي . د افغانستان په تیره بیا د ننګرهار د ابادۍ او پر ځان د بسیا کېدو له پاره د ناکامورا پيل کړي او پر سر رسیدلي پروژو زیات افغانان د جګړي له لیکو را جلا کړل څو په خپل مټ حلاله مړۍ ډوډۍ د خپلو کورنیو له پاره پيدا کړي .

ترهګر او د هغوي سیمه ایز او نړیوال ملاتړي چې یوازې انسان وژنه او مدنیت ورانونه پيژنې نه شي کولی د ناکامورا او د هغه د ملګرو په وژنه افغان او نړیوال بشرپال له خپلي سپيڅلې انساني لاري را وګرځوي .

زموږ ګوند چې شوی بشري جنایت په غټو ټکو غندي ، ناکامورا ته د درناوي په نیت د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې

د اوبو لګولو هغه پروژه چې ناکامورا په ننګرهار کې پيل کړي وه او ډيره برخه یې سرته رسیدلي ده د هغه په نامه ونومول شي .د هغه جنازه په ځانګړو مراسمو د یوه جګ پوړي پلاوي په ملتیا ، د یوه غوره پيغام سره ابایي خاوري ته ولیږدول شي .له نړیوالو بشري او ډیپلوماټيکو ټولنو سره د سلا مشورو کولو له لاري د ناکامورا د قاتلینو او د هغوي د ملاتړو د موندلو او په سخته سزا د هغوي د رسولو هلي ځلي پيل او چټکې کړي .د هغو بشرپالو بهرنې کارپوهانو د امنیت خوندي ساتلو له پاره چې ، افغانانو ته د هېواد دننه د انساني مرستو د رسولو چوپړ کوي ، کلک امنیتې تدبیرونه ونیول شي .

د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د ناکامورا مړینه د افغانستان او نړۍ له پاره ستره ضایعه بولي ، په پيښ شوي غم کې له هېوادوالو او د جاپان د دوست هېواد له خلکو سره ځان شریک بولي او د ترسره شوي جنایت مرتکبینو ته د سختې سزا د ورکولو غوښتنه کوي .

ډاکټر ناکامورا د افغانانو دوست ؤ .

افغانان به تل د ناکامورا انساني خدمتونه په یاد ولري

عبدالحی مالک

 د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس