محمدالله صافی
د بحث د پیل په موخه، دوه سواله را مینځته کول اړین دي
ـ د شوروي لښکرو «حضور» په افغانستان کې د جهادي مشرانو، عالمانو، پیرصاحبانو له خوا «اشغال» وبلل شو، د ح د خ ا دولت کافر وګڼل شو او د جهاد فتواوې ورکړشوې، نو ولې د امریکې د لښکرو «حضور» د هماغه جهادي مبارکو شخصیتونو له خوا مرسته وبلل شوه او لا نظامي تړون يې هم ورسره امضا کړ؟
ـ د طالبانو مشران او د پاکستان جماعت العلما وايي چه افغانستان د امریکې له خوا «اشغال» دی، دولت ګوډاګی او کافر دی او جهاد فرض دی، نو ولې بیا د افغانستان د علماوو شورا او مقدس، پخواني جهادي عالمان د دې حکمونو پخلی نه کوي او امریکایان دوستان بولي؟ سپړنه (شرحه)
د زبرځواکونو، د پیړیو پیړیو ناوړه خاصیتونو څخه، د ستراتیژیکو، سیاسي، نظامي، اقتصادي پلانونو د پلي کولو په موخه نوروهیوادو ته لښکرې استول او نظامي هډې ځای په ځای کول دي. خو هر نفوذ او تیری په کوم هیواد کې، د رقیب هیوادونو له خوا د غښتلي تبلیغاتي غبرګون سره مخامخ کیږي.
د بیلګې به توګه، د شوروي په مقابله کې پاکستان، امریکې او سلو نورو هیوادو د آزادۍ او د اسلام د شعارونو سره خورا قوي تبلیغاتي کمپاین پیل کړ. د جنګ مدیریت د امریکې سي آی اې او پاکستان د آی اس آی په لاس کې وو، د تبلیغاتو لارښوونې اود جهاد فتواوې د پاکستان جماعت العلما او د ایران اخوندانو ورکولې. د مجاهدینو مشرانو د «وطن اشغال دی» او «اسلام په خطرکې دی» د شعارونو په مرسته، چه د افغانانو دپاره عنعنوي او عقیدوي ارزښت لري، د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ.
په دې ډول د «اشغال» کلمه د پاکستان د دولت له خوا د یوې اغیزناکې تبلیغاتي وسیلې په توګه وکارول شوه! د پاکستان تبلیغات فی سبیل الله نه وو. د آی اس آی جنرالان ملیونران شول، پاکستان آباد شو. په مقابل کې، افغانی دولت مات شو، ولس دیو جنګي دوزخ نه بل ته غوځار شو.
راوروسته اولس کلوکې، چه امریکا زمونږ خاورې ته لښکرې راوستې، خپلې هډې يې ځای په ځای کړې، پاکستان ډبل رول ولوبوی. د امریکې نه يې پیسې اخیستې چه د تروریزم سره مبارزه کوي، او طالب جنګیالیو ته يې وسلې، پناه ځای، قوي تبلیغات او انتحاري برابرول. دا چه د اوباما اداره، په پټه کې په دې لوبه کې ورسره شریکه وه که نه؟ دا جلا بحث دی، خو د پاکستان د تبلیغاتو پخوانی ماشین بیا فعال شو او په افغاني دولت باندې يې د «اشغال » د مزدورانو او دکفر تورونه ، لکه څلویښت کاله پخوا، ولږول . د پاکستان د جماعت العلما مبلغانو، د هند دیوبند مدرسې او د مصرجامع الازهر د اسلامي مرکز شاګردانو د اشغال ضد مبارزه او د مقدس جهاد فتواوې اوچته کړې. زمونږ خوار ولس، چه د مجاهد مشرانو، د ظلم، غصب او لوټماریو څخه په تنګ راغلي وو، او د امریکایانو ړندو بمباریو دردولي وو، را وپاریدل، د کلیو او بانډو خلک د طالبانو ملا تړلي شول.
اوس، د سولې پرسر، د پاکستان نوې تجارت پیل شوی. د سولې مذاکراتو ته « د طالبانو حاضرول»، پاکستان د پاره د نوو مالي مرستو او د نړیوال صندوق ملیاردونو ډالرکریدیت ته لیاره خلاصوي. د«طالبانو د حاضرولو» لوړه، د پنجابي چارواکو سره د طالبانو تړاو ثابتوي. هیله ده، چه مکرمو طالبانو د پاکستان سره، د جمهوررییس رباني په شان، پټ ملا ماتونکی قراردادونه نه وي امضا کړی!
په پای کې درنو افغاني روښان اندو، لیکوالو ته په درنښت وړاندیزکیږي، چه په خپلو څیړنو کې د پاکستان ناولي نیتونه او غرضي پلانونه د پامه ونه غورځوي. م.صافی. ۲۹/۱۱/۱۳۹۷ (۱۸/۲/۲۰۱۹)
Category Archives: مقالات
له پلمو پرته رښتيني سوله
حکيم روان
سوله د جګړه ځپلی افغان ولس طبيعی حق دی . ۴۰ کاله دا ولس له امن او سوله ايز ژوند څخه په مختلفو نومونو ، پلمو او بهانو محروم شوی دی .
په ډاګه بايد وويل شي چې ګاونډيو هيوادونو او نړيوالو د افغانی خائينانو په مرسته افغان ولس له سولې ، امن او ژونده محروم کړی دی .
– سرې لښکرې په افغانستان کې نه وې ، د شهيد محمد داؤدخان د واکمنۍ په مهال په پاکستان کې د ګوتو په شمېر افغانانو لکه ګلبدين حکمتيار ، برهان الدين ربانی ، احمدشاه مسعود د دين څخه د دفاع په نوم د پاکستان د آی-اس-آی سره په ګډه د افغانستان پر ضد جګړه « جهاد » پيل کړ.
– که مرحوم داؤدخان د سرطان له کودتا د مخه انتخابی حکومت، پارلمان او د هيواد د اساسی قانون دموکراتيکو ارزښتونو ته درناوی کړی واي او ذ سياسی ډلو له هغې جملې اخوانيانو د قانون په چوکاټ کې د فعاليت حق ساتل شوی وای او داؤدخان د حذف له سياست کار اخيستی نه وای او هر څه يې د يوې ديکتاتوری قربانی کړی نه وای ، د افغانستان د خلکو په برخليک به ددې ناوړه افغانی ضد او انسانی ضد لوبو شاهدان نه وای .
– کله چې د خلکو دموکراتيک ګوند د يوه نظامی پاڅون له لارې په غير قانونی توګه سياسی واک انحصار کړ، ټول دموکراتيک ارزښتونه يې له پامه وغورځول . پر سياسی ډلو ، ټپلو يې بنديزونه عملی کړل او ټول يې د خپلې برنامی د اصولو پر خلاف حذف کړل ، د افغانستان پر ضد جګړې ته يې چې ګاونډيانو او تالی څټو يې لا د مخه پيل کړي وه ، په لوی لاس نور هم زور ور وباښه .
– کله چې سرې لښکرې راغلې ، د افغانستان پرضد ناروا جګړه د « روا جګړې » مقام ته وخته .
– په دروغو به ويل کيده چې د سرو لښکرو د موجوديت سره جګړه تړلی ده ، د سرو لښکرو په وتلو سره به جګړه ختمه ، سوله او امن به راوګرځي . لکه نن چې طالبان وايي . خو سرې لښکرې ووتې ، جګړه نه يواځې ختمه نه شوه ، نور يې هم ځکه زور واخيست چې پاکستان ، ايران او روسيې د خپلو ګټو سيالی پيل کړه . روسان په دروازه ووتل ، خو په کړکی د يو شمېر خائنانو په ملګرتيا د احمدشاه مسعود-دوستم –محقق يا شمال ائتلاف په نوم بيرته داخل شول . د ګاونډيانو افغانی ضد موخې پاتې شوې . ځکه جګړې دوام وموند . مالومه شوه چې د جګړې اصلی او خوځوونکی علت د ګاونډيانو ناروا موخې وې او داخلی نانځکې يې د هغه موخو له پاره استعمالولې .
– د طالبانو واکمنی د منځنی آسيا د هيوادونو طبيعی زيرمو ، تيلو او ګازو ته د امريکا د لاسرسي پايله ده . امريکا غوښتل د ترکمنستان تيل او ګاز د افغانستان له لارې د ځان له پاره پاکستان ته ورسوي . ايران هم سترګې ورته سرې کړی وې . د بريداس او يونيکال د کمپنيو بزکشۍ به د هر چا په ياد وي امريکا سعودی د ايران پرضد د طالبی پروژې حمايت ته تشويق کړ. پاکستان خو لاس تړلی مريې وو
په دې توګه طالب د يوې خارجی پروژې په توګه رامنځته شو. طالب پوهيده چې هيڅ افغان ، طالب د واکمنۍ وړ نه بولي . ځکه يې د اعليحضرت محمد ظاهرشاه د راوستلو ډنډوره غږوله . طالب او مجاهد د پاکستان له خوا روزل شوی تروريستان وو او د ټولو نورو تروريستانو په څېر د نړۍ د تروريستانو وروڼه وو . طالب د مولوی نبی ډله ده . ځکه د مجاهد او طالب د واکمنيو په مهال افغانستان د عربو، ايغور، چيچن ، ازبک او تاجيکی تروريستانو ميلمستون وو . د سپتامبر د يولسمې بريد اصولا بايد په آی-اس-آی کی طرح او د القاعدې مشر بن لادن عملی کړی وي .
– طالب د افغانستان د خلکو او هيواد دومره غمخوار وو چې د يوه بن لادن د پاره يې امريکايي بريد ته اجازه ورکړه . طالب د تروريسم په تاريخ کې د بی مسؤليتی او بی رحمی ريکارډ ټينګ کړ. د امريکا په بريد او له هغه وروسته طالبانو د خپلو انتحاری بريدونو او جګړو په جريان کې په لکونو بی ګناه افغانان ووژل .
– د سولې خبرې : طالب پوهيږي چې : هغه جنګ چې دوی يې کوي د جنايتکارانو ، وژونکو او مافيايي کړيو په ګټه او د افغانستان د بی ګناه ولس په زيان دی . د دې جنګ له برکته د ګوتو په شمار کسان مليونران کيږی او مليونونه انسانان له يوې ورځې بلې ته هر څه حتی ژوند د لاسه ورکوي . خو طالب د دې سره سره جنګ ته اړم دی . کوم دين طالب ته ددې جنګ جواز ورکولای شی ؟
– طالب څه غواړي ؟ طالب امتياز غواړي . دا امتياز چې په هر قيمت تماميږي . دوی دوهم وار داخلی جنګ او د کابل تباهی ته تيار دي . ځکه اردو ، پوليس ، انتخابات ، پارلمان، حکومت او هر هغه څه چې د «اشغال» په سيوره کې منځته راغلی دی نه منی . مانا بل داخلی جنګ !!! دا هم شو د طالب اسلام ؟
– طالب پوهيږي چې د افغان حکومت حذف کول يانې څه ؟ د طالب حذفول يانې څه ؟ يانې د جنګ دوام ! مانا دا چې طالب په دې کار سره د جنګ او د امريکايي او ناټو د عسکرو د حضور دوام غواړي . افغان حکومت طالب نه حذف کوي . مانا دا چې حکومت سوله غواړي .
– طالب جنګ ګټلای نه شي ، کندوز او غزنی ښه درسونه وو . طالبانو زيانونه ورسول او بی رحمانه وژنې يې تر سره کړې ، خو د افغان وسله وال پوځ په وړاندې يې يوه ورځ هم ونه ساتلی شول او طالبان يې په منډه له دې ځايونو واايستل . طالبان او پلويان يې درواغ وايي چې پنځوس سلنه خاوره يې په لاس کې ده . دا درواغ د آی-اس-آی له خوا تنظيميږي . په علاقه داريو او کليو کې د بی وسلې خلکو برمته کول د څو کسو وسله والو په واسطه کومه معجزه نه ده !
– طالب افغان حکومت ګوډاکی بولی ، که څه هم انتخابی دی . طالب پروژه د افغانستان انتخابی حکومت ته د ګوډاکی خطاب کوي ، صرف نظر له خپل ګوډاګيتوبه ! که طالب فکر وکړی ، طالب د ګوډاکي ګوډاکۍ دی.
که نن امريکائيان د ډيرو نورو سپين سترګيو په شان ، دا سپين سترګی هم وکړي چې د طالب په شان د افغانستان د خلکو په لاس ته راوړنو پښې کيږدي او طالب ومنی ، طالب به د امريکا مستقيم ګوډاکۍ شي او د امريکا د پوځي هډو د شتون له پاره به سل شرعی فتواګانی صادرې کړي . هغسې لکه چې د طالب ملاتړو ، د قطر امير او د سعودی خادمينو شريفينو چې د امريکايي پوځي هډو د شرعی کيدو د پاره شرعي فتواګانې را ايستلی دي .
طالبانو ! د حذف کولو له تباه کوونکو پاليسيو او پلمو لاس واخلئ ، ژر تر ژره د افغان حکومت سره د اوربند او سولې د استقرار له پاره مذاکرات پيل کړئ او زمونږ په وينو لړلی ملت له څيرې ګريوانه لاسونه ايسته کړئ او له جګړو ډډه وکړئ !
مونږ په طالبانو ، د چور او شوکو په جهادی مليونرانو ، د مال او واک له پاره په ساختګی مسلمانانو او د دين په تجارانو غږ کوو چې له خدايه وويريږي او د افغان ولس له تباهی لاس واخلي !!!
اې طالبانو ! او اې جهادی چورګرو شوکمارانو که له خدايه نه ويريږئ ، له بشريت نه وشرميږئ او د خپل مسلمان او بی ګناه ولس له قتل عامه ، چور او تالان څخه لاس واخلئ !!!
د سولي په بهیر کې د پاکستان نوي لوبه ؛

په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو زیاتوالی ، په هند او ایران کې ترهګریز بریدونه ، لږ تر لږه یوه سرچینه لري ، يانې د پاکستان پوځ او استخبارات ! هر کله چې په پاکستان کې د بې عداتۍ په وړاندي ، پښتون ، بلوڅ ، مهاجر او نور غورځنګونه په پراخېدو شي ، پاکستانی پوځ او استخبارات د خپلو خلکو او نړیوالو د پام اړولو له پاره په افغانستان او سیمه کې ترهګریزو بریدونو ته زور ورکوي څو په دې توګه د محکوم ولس نعره وچه کړي . پاکستان د ترهګریزو بریدونو تر څنګ خپلي استخباراتې کړۍ ډيرئ وختونه د هغه هېواد د پورونو او ټکټاني د بار لږولو او یو لړ دیپلوماتیکو ژيستونو کولو له پاره هم کاروي . یانې جیش محمدي ، جیش العدل ، طالب او نور ، هغه پاکستانۍ پوځي استخباراتي وسلي دي چې په نورو هېوادونو کې د سرویونکو جګړو مخته بیولو او په خوا کې د هغو اقتصادي سیاسي اهدافو د لاسته راوړلو په موخه استعمالیږي چې د جګړو له لاري یې د حصول امکانات په نیشت حساب وي . پاکستانۍ پوځي کړۍ فکر کوي په دې ډول له نړیوالو ځان پټولی او اهداف لاسته راوړلی شي . په افغانستان ، هند او ایران کې د نوي ترهګریزو بریدونو تر څنګ سعودي مشرتابه او طالب استازو ته په یوه وخت کې له اسلام اباد څخه د لیدنې بلنه ورکول ، سعودي شهزاده او طالب چارواکي په خلا کول ، له دې لوبې د پاکستان مات او ګوډ اقتصاد ته د ډالرو د یوي بستې موندل او په نهایت کې د ګوښې پاتیدنې څخه د هغه هېواد بچول د پورته یاد شوي ټکو بیلګې بللی شو . که څه هم چې افغانستان په ژوبل ژور ځان د دې ټولو ګواښونو په وړاندي کلک مقاومت ته ادامه ورکوي ، خو د حکومت وروستیو دیپلوماتیکو نوښتونو چې په مونیخ او کابل کې وشول ، پاکستان له غټې دیپلوماتیکې ماتې سره مخامخ کړ . اوس له یوي خوا دترهګریزونو بریدونو اړوند د افغانستان ، هند او ایران مشترک فشارونه ، له بلې خوا پاکستان ته د طالب استازو د سفر او د سعودي مشرتابه سره د هغوي د تجویز شوي لېدني لغوه کېدل هغه درنه څپيړه وه چې د پاکستان د مشرتابه او پوځي کړیو پر مخ وار شوله . د افغانستان د سولي بهیر په دوران کې د پاکستان د منافقت دا بیلګه افغانان دي ته رابولي چې د طالبانو په پيژندنه او د هغوي سره د سولي کولو په برخه کې له پوره هوښيارتیا کار واخلې . د هېواد د اشغال په پلمه له طالبانو سپيني کوترې جوړول هغه تیروتنو ته ورته دي کوم چې پاکستانې مشرتابه دا ډله په ښو او بدو طالبانو ویشله ! که د یو دردمن هېوادوال په توګه لږ د هغو سیمو له شرایطو ځان خبر کړو چیرې چې طالب واکمنې کوي ، د اقتصادي ټولنیز انکشاف داسې بیلګې به ونه موندل شي څو ثابته کړي چې طالبانو بدلون موندلی . د هغې برعکس د طالبانو کنترول ساحي د مخدره موادو ، د وسلي او انساني قاچاقو او نورو ټولنیزو اقتصادي بدمرغیو په مرکزونو اوښتې چې هر ډول اشغال ته په تیره بیا پنجابې اشغال ته په کې د ادامې تود بستر برابروي . له دې کبله :
• حکومت ته په کار دې چې د افغانستان د ټولني ټول قشرونه او کتګورۍ په اعتماد کې واخلې او د سولي په اجماع کې یې شریک کړي .
• د حکومت سیاسي مخالفین باید له خپلو ګروپي ، تنظيمي ، مذهبي ، قومي ، ژبني ، غوښتنو تیر شي ، سوله او ثبات د افغانستان د خلکو ستره ملي دنده او ګټه وګڼي او هغې ته کار وکړي .
• حکومت د نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ کې ورته دیپلوماتیکو نوښتونو ته ادامه ورکړي او د سولي له بهیر څخه د پاکستان د انحصار لاس لنډ کړي .
• سیاسي مدني ټولني ، دینې عالمان ، قومي مشران ، خپلواک سیاسي فرهنګي شخصیتونه د سولي بهیر د بریا له پاره کار وکړي او په دې اړوند له ناسمو سیالیو لاس واخلې .
• افغانان ، د هغوي حکومت ، سیاسي مدني نهادونه د خپلو وسله والو ځواکونو د پياوړتیا تر څنګ له هر اړخیزو لارو چارو هڅه وکړي چې په بریالۍ توګه د پاکستان د هر ډول لوبو مخه ونیول شي ، وطن ته سوله او ثبات راشي
د طالب درواغ
حکيم روان
طالب په پچه ناست کشمير ويني . دوی فکر کوي چې د خليلزاد سره چانې او اوتې بوتې به طالب بيا واک ته ورسوي . وار د مخه پنجاب واک ته رسولی وو ، دا وار غواړي پر امريکا ځان واک ته ورسوي .
طالب د افغان حکومت سره ځکه خبرې نه کوي چې ځان د افغانستان مشروع خو له واکه لويدلی واکمن بولي او غواړي بيا د توپک او کوتک زور خلکو ته ور وښيي . طالب جانه ! د توپک او کوتک دور تېر شو . د عقل زور د هغه خای نيولی دی .
طالب جان هيروي چې مشروع حکومت خپل مشروعيت د خلکو له ارادې آخلی ، نه د توپک او کوتک څخه ، نه د دين له تجارت او بزنس څخه .
طالبه ! ته د کومو انتخاباتو له لارې واک ته رسيدلی وې ؟ خو د انګريز له طرحې سره سم د سعودی په پيسو ، د پنجاب په ماموريت ، د مردار کرنېل امام په لارښونه او د درواغو په ډنډورو واک ته ورسيدې .
طالبه تا نه ويل چې مونږ واک نه غواړو ، بلکې چې سوله راولو ، واک به د افغانستان پخوانی پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه ته سپارو ؟ تا د خلکو سره خپله وعده پر ځای کړه ؟
آیا تا هغه وخت دا درواغ د دې د پاره نه ويل چې له دې پرته افغان ولس طالب نه مانه ؟
نو اوس چې افغانانو ته د طالبانو درواغ ، د لوبو په ميدانونو او عامو محضرونو کې اعدامونه ، د لاسونو او پښو پرې کول ، سنګسارونه ، د افغان او اسلام ضد ځان مرګی بريدونه ، په جوماتونو کې چاودنې او د وطن پالونکو ملايانو وحشيانه وژنې ، د ښونځيو سوځول ، د قير سرکونو په بل مخ اړول ، د اوبو د بندونو د نړولو هڅې او تر ټولو زياته د پنجاب سره نوکري ، د مکې پر خای مسکو ته سجده مالومه شوه ، څنګه طالبی واکمنی پر خلکو منلای شئ ؟
طالب اوس بيا درواغ وايي . کله چې طالبان وايي : « مونږ تغير کړی دی » درواغ وايي . طالب پرون هم طالب وو ، نن هم طالب دی . د پخوا په څېر د طالب د واکمنی په سيمو کې ښوونځی نه شته . ښځې سنګسار کيږي ، په کيبلونو، کوتکو او درو خلک وهل کيږي . پخوا مو هم پنجاب بادار وو اوس مو هم بادار پنجاب دی . پخوا هم د نورو د لاس آله واست او اوس هم د نورو د لاس آله ياست . پاکستان ، ايران ، او روس چې زمونږ د هيواد سره ښه نيت نه لري ، ستاسو ملاتړي او دوستان دی . پرون هم له درو تروريست پلوه هيوادو چا په رسميت نه پيژندلی ، نن هم هماغه هيوادونه ورسره د افغانستان دوه نور بدخواه ايران او روسيه ستاسو ملاتړي دي . کوم ښه او د افغان او افغانستان په ګټه تغير په تاسو کې راغلی دی ؟ طالب پرونۍ درواغجن ، نننۍ درواغجن دی .
طالب په خپلو خوبونو کې غرق درواغ وايي چې مونږ واک نه انحصاروو. خو د انتخاباتو او پارلمان پر ځای د علماؤ د شورا خبره کوي . د واک انحصار تور وي که سپين ؟
که تاسو درواغ نه واياست او که تاسو د افغانستان د خلکو ارادې ته درناوی لری ، راشئ د اشرف غنی سره انتخاباتو ته ودريږئ ! له نېکه مرغه نور د زور د حکومتونو وخت تېر دی . « په زور کلی نه شی » . زور او جهل پريږدئ !
مونږ پوهيږو چې تاسو ته ارګ له جوماته او چوکۍ تر ممبره زيات او له پرتلې پورته اهميت لري ، خو افغان ولس ارګ ته تګ په انتخاباتو پورې تړلی دی . نو څنګه طالب جانه بيا د خلکو اراده د پخوا په شان په هېڅ نيسۍ ؟ او که انتخابات منۍ ؟ که انتخابات منۍ نو راشئ کانديد شئ ! د افغانستان د دښمنانو لمنې پريږدئ !
تر تاسو د مخه دلته د دين سوداګر په شرمو شرميدلی دي . دلته اوس ملت بيدار شوی دی . د انترنت نسل ، د اړيکو، علم او عصري تکنالوژۍ نسل د منځنيو پيړيو متحجر، پمن او جاهل طالب نه مني . د زمانې له غوښتنو سره ځانونه عيار کړئ !
د پردو او دښمنانو لمسون مه منئ ! مسکو ، اسلام آباد او تهران ته منډې پريږدئ !
دا ټول زمونږ د خلکو او وياړلی هيواد دښمنان دي . د خپلو خلکو بې ځايه وژنې ودروئ ! د عقل غږ ته غوږ شئ ! له خدايه وويريږئ ! له وحشت او دهشته لاس واخلئ ! خپلو کليو ، کورونو او جوماتونو ته راستانه شئ ! د خپل هيواد د ننه د خپلو خلکو په منځ کې د نورو په څېر ژوند پيل کړئ ! نور خپل هيواد د پردو په لمسون مه ورانوئ !
فاعتبرو يا اولی الابصار
داپيل۱۴د ۱۹۸۸زکال دژينوا تړون اود شورويانو وتل
وړاندې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد پوځون د همدغه تړون د لاسليک وروسته وکوچيدل لاملونه او ۳۰کلونهپاېلی څه شوی ؟
زما په اند لاملونه تر ټولو اهم په لاندې توگه گڼم .
اول دختيځ او لوديځ زبر ځواکونو په تقابل کې د شوروي اتحاد کورنۍ لانجۍ ، شورروي اتحاد دلويديځ سره په قاره پيما وسلو جوړلولو کې پاته راتلل، دافغان جگړی نه گټل ، د شوروي دوخت کمونست گوند دزاړه پالو سياست والو کمزوري ،او خپل مينځې ستونزی.
دويم .دافغانستان د خلق دموکراتيک گوند دمشرانو تر منځ د بی باوری اوپر مقام غوښتنو، برلاسي اويکتازی کول او دشوروي مشرانو لخوا دافغان مشران تر مينځ توپيري چلند .
دريم په شوروي او افغانستان کې » يوگوندي ديکتاتورانه سياست اود دموکراسی نه شتون.
څلورم دژينوا د تړون له مخی دامريکا او شوروي لخوا د متخاصيمو خواوته د مرستو بنده ول ولی په عمل کې شوروي خپلی مرستی بندی کړیاو د لويدځ لخوا مرستی څو ځله زياتوالی .
5 په شوروي کې د گرباچوف واکمنيدل اوله افغانستان څخه د خپلو پوځونو دايستلو طرحه.
6 د شوروي کمونست گوند مشرتابه پرېکړه د ببرک کارمل پر ځای دداکتر نجيب الله واکمنيدل.
7 دشوروي د بهرنيو چارو وزير شيورنازي اود امريکا د بهرنيو چارو وزير ليدنه .
8 د شوروي ادفغانستان امريکا او پاکستان داستازو له خوا د ژينوا د تړون لاسليکول .
زما په اند کله چی شوروي په خپل راتگ سره کومه مثبته پاېله لاسته رانه وړه او په نړېواله بڼه له سختو مخالفتونو او ستونزو سره مخ شو په اقتصادي لحاظ هم زيانونه وگالل، دخپل پوځ زيات شمېر کسان يي ووژل شول زيات يې ټپيان شول د افغانستان د حکومت او حاکميت پر وړاندی دامريکا متحدو ايالاتو او په ټوله نړې کې پلويانو يې لکه پاکستان ، ايران غرب، عربانو، شيخانو، حتی د چين د خلکو جمهوريت دافغان واکمنۍ د پر ځولو دشوروي اتحاد پر وړاندی د هر ډول مادي او معنوي مرستو څخه ډډه ونه کړه وسلی، پيسی د پاکستان د نظاميگرو او اي ايس اي په واک ور کړل دورځی تر ۶۰۰ ساعتونو زيات تصويري شفاهي تبليغات دشوروي او افغان واکمنې پر وړاندی سرته رسيدل د هيواد په کور د ننه هم خورا زېاتی ستونزی او ناخوالی وی. زيات افغانان د جنگ جگړو هوايي بمبارمانو له امله پاکستان، ايران او غرب ته کوال شول.
دوخت حاکم رژيم اودافغانستان د خلکو دموکراتيک گوند د مشرتابه تر مينځ جدي مخالفتونه اود شوروي اتحاد کمونست گوند د مشرتابه توپيري چلند د گوند په مينځ کې د څو ډلو سره جلا کاذبی اړېکی جوړول، د ک،گ،بی په واسطه دخاد اداره په ټوله واکمنې حاکمول اود زيات امتياز ور کول،دافغانستان ملي وسلوال پوځ بی باوري د شوروي اتحاد په مرسته د ۴۰ زريز گارد جوړيدل دوخت ددفاع وزير شاهنواز تڼي او داکتر نجيب الله دوخت جمهور ريس او په کل کې ټول واک تر مينځ د ستونزو پيداکيدل، دشوروي سلاکارانو مکارانه لاسوهنه،د دفاع وزارت مربوط د ۷۰ تنو لوړ رتبه جنرالانو ډگروالانو زنداني کول دخاد اداری له خوا شکنجه او بد رفتاري دببرک کارمل د پلويانو اوداکتر نجيب الله تر مينځ سخت مخالفتونه د شوروي سلاکارانو او مشر تابه لاس وهنه د شورويانو دوتلو سره د کارمل سرسخت مخالفت کول ، کله چی شورويانو پر وتلو پېل وکړ لومړنې د شوری يو غنډ د ننگرهار څخه ووت زه دغه وخت هلته گوندي مسول وم کله چی په ميټيگ کې ددوی دوتلو په اړه ما وينا کوله بهرني زياتره ژورنالستان هم ول دکار مل پلويانو د مخالفت اواز پورته کړ دخپلو پلويانو يو شمير هلته مظاهره وکړه په هر حال دو ی له ننگرهار نه ووتل زمو ۱۱ پلی فرقه ددوی ځايونه ونيول .دوخت حاکم حکومت لدی سره سم دشوروي د سلاکارانو او مشرانو په مشوره د مجاهيدينو سره د روغی جوړې سياست چی بهر کې يې طرحه شوی وه اعلان کړ.د يو گوندي سياست پر ځای يو شمېر کوشنيو سياسي گوندونولکه سازا، جازا، او نورو ته اجازه ور کړه په حکومتي څوکو کيو يو شمېر غېری گوندي کسان پر دندو وگمارل ، د مستقلانه دفاع له پاره کار پېل کړ خو په تاسف چی دا ټولو نويوو طرحو مثبته نتيجه ور نکړه. لامل دا وو چی خپل ځواکمن گوند يي توکړی توکړی کړ ملي اوردو باندی باور مندي کمه شوه خاص گارد دشورويانو په سلا اود هغوی په مدرنو وسلو جو شو. په شمال کې د همدی گوند قوي مليشه لرونکې جنرال دوستم ،جنرال مومين،دشورا نظار سره متحد شو، په ۱۳۶۹ ل کال د پاکستان په مستقيمه لار ښونه دخوست ولايت دزياتی محاصری نه وروسته سقوط شو قاضي حسين احمد او حکمتيار د اي ايس اي لخوا ددی نندای او خوښې په مراسمو کې ول.دارزگان گارنيزون په ۱۳۶۹ کال کې سقوط وکړ.کنړ ولايت اوداره يو شمير خلک د حکومت په پريکړه ننگرهار ته را نقل شو.په جلال اباد دامريکا متحدو ايالاتو او پاکستان داي ايس اي او بی نظير بوټو د پاکستان د وخت د وزيرانو شورا مشره يو پلان له مخې د۱۳۶۷ کال پر ننگرهار يرغل پېل کړ .شوروي اتحاد په ۱۹۹۱ ز کال د مجاهيدينو سره د جوړ جاړي له پاره يو شمير مشران مسکو ته وبلل پاکستان ويل چی که د شوروي پوځونه ووزي دافغان حکومت د څو ساعتو مقاومت نشي کولای . په کابل هم راکيټونه راتل د شوروي اتحاد مرستی ټولی يو طرفه بندی شوی .د ملگرو ملتونو لخوا د ۵ فقرو وړانديز له پاره کار پېل شو د ملگرو ملتو استازي په ليدنو کتنو پېل وکړ خو په تاسف چی شوروی د شمال ټلوالی سره په خاصه توگه داحمدشاه مسعود سره ځانگړې اړيکې درلودلی دداکتر نجيب الله په گوند کې هم د د ۱۶ د کب د۱۳۶۸ کال د دفاع وزير شاه نواز تڼې او داکتر نجيب الله تر مينځ ستونزی يو شمير زيات افسران ، ملکي کادرونه او مشران زنداني شول او يو شمير بيدون له محاکمې شهيدان کړل شول ،بله خوا د ببرک کار مل پلويانو په مرکز او شمال کې د جميعت سره نوی جبهه پرانستله په گارنيزون، گارد او خپله حاکمه ډله په دوه بر خو ويشل شوه.
پاېله دا شوه چی د ملگرو ملتونو ۵ فرقيز پروگرام پر ځای په پاکستان ک د اي ايس اي په لارښونه عبوري حکومت جوړ په جبل سراج کې د داکتر نجيب الله دوخت د بهرنيو چارو دوزير عبدالوکيل او نيبي عظيمي ددفاع لومړې مرستېال داحمدشاه مسعود سره بله توره موافقه لاسليک شوه د گارنيزون له خوا د شمال مليشي اود احمد شاه کسان کابل ته دجنرال دوستم په الوتکو کې را وستل شول، په پاکستان کې جوړ شوی حکومت هم کابل ته را ننوتل او واک يې تر لاسه کړ ، ناورين وژل چور غلا عام وژنه پېل شوه.پاکستان بيا د طالبانو نوی پروژه د القاعدی او نورو ترهگرو ډلو ظهور اود عرب او امريکا حضور او نور ډرامې دوام .
م اقا شيرزاد 20190217