پاکستاند طالب سره په دروازه وځيله داعش سره په کړکې راننوځي

حکيم روان

هغه دولتونه چې د خپلو ګټو له پاره ښه لرليد لري ، تل د موجودو امکاناتو څخه د استفادې تر څنګ د مبادا له پاره په مختلفو نورو بديلونو هم کار کوي .

شورويانو د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال د خپلو اوږد مهاله ګټو د پاره د مجاهد « ملی اتل » احمدشاه مسعود سره د راتلونکی بديل په توګه اړيکې ټينګې کړې . کله چې روسان پوه شول چې ددوی ګټې نور د دوی د پخوانيو دوستانو په وجود کې نه ساتل کيږي ، نود دوکتور نجيب الله د واکمنۍ د راغورځيدو او تعويض له پاره يې له احمدشاه مسعود ، دوستم، ايران پلوه محقق او خپلو نورو نوکرانو څخه ګټه پورته کړه .

پاکستان د ۴۰ کلنې افغان غميزې څخه دومره وپړسيده ، چې ټوله نړئ يې د کمونيزم د ګواښ په اوتو بوتو تر ننه د ولسمشر ټرامپ په خبره لکه احمقان د ځان او خپلو تروريستی شبکو په ګټه استعمال کړه . ملياردونه ډالر يې د خپلی فاشيستی اردو د تقويت او تروريستی شبکو د پراختيا له پاره ترې وزبيښل ، تر څو احمقان خبريدل ، کار تر کاره تېر وو.

اوس بايد غربيان د پاکستان سره له دې امله مرسته وکړي چې « اتومی پاکستان د ترهګرو لاس ته ورنه شی » ، « د ترهګرو د ځپلو د پاره » ، « د واکمنۍ د استحکام او ثبات له پاره »…… دا په داسې حال کې ده چې آی-اس-آی شپږکلنو او اوه کلنو ماشومانو ته په ديني مدرسو کې د مغزو مينځلو تر څنګ د وسلو استعمال ور زده کوي او د تروريستی شبکو د پراختيا کار په درز سره پر مخ بيايي.

پاکستان خپله طالبي پروژه د معاملې مارکيټ ته وړاندې کوي ، له وړاندې يې ملياردونه پې وګټل ، خو د طالبانو بديل «داعش» د بازۍ ډګر ته ننباسي .

آی-اس-آی وار د مخه د طالبانو د بديل په توګه د افغانستان د پاره د «امت» ورځپاڼې په شهادت ، د لشکر جنګهوي ، جماعت الاحرار ، احرارالهند ، چيچني او ازبکی عناصرو څخه چې د تروريستی مهارتونو د خپلولو له پاره پاکستان ته راغلی وو ، داعش جوړ کړی دی .

پاکستان غواړي له طالبانو سره په دروازه ووځي ، خو د داعش سره بيرته په کړکی راننوځي . د پاکستان په موجوديت کې سوله هومره ساده هم نه ده لکه ځينې ساده زړي خلک چې فکر کوي . خو د افغان ضد جګړې هره کړۍ چې د جنګ له ډګره وځي او سولې ته مخه کوي ، دا د خير خبره ده .

پاکستان د سلګونو تروريستی ډلو کوربه هيواد دی . نه يواځې افغانستان ، بلکې هره لحظه د نړي هر هېواد د خپلو ګټو له پاره د تروريستی بريدونو موخه ګرځولی شي . د سعودی وليعهد د راتګ او رضايت د پاره يې پر ايران جيش العدل ور مارش کړ، او پر هند جيش محمد . پاکستان د تروريستی جيشونو او لښکرو هېواد دی ( لشکر جنګهوی ، لشکر طيبه ، سپاه صحابه ….) . د پاکستان ټوله سياسی او نظامی دستګاه بالقوه تروريستان دي .

پاکستان پر طالب ، داعش او نورو زرګونو تروريستانو برسېره د افغانستان د ننه ګلبدين حکمتيار لري . حکمتيار له عمران خان د مخه وويل چې که هند پر پاکستان بريد وکړي ، مونږ به د پاکستان دفاع وکړو . څلوېښت کاله ګلبدين د پاکستان د دفاع له پاره د افغانانو وينې توی کړې اوس تيار دی چې د پاکستان د دفاع له پاره د هندوانو وينې تويې کړي . دې ته وايي وفادار نوکر!

ددې له پاره چې طالبان د آی-اس-آی د لارښونو او ملاتړ سره سره په مذاکراتو کې ځانونه ګوښي او يواځې احساس نه کړي ، پرون د روان کال د فبروری په يوويشتمه ګلبدين حکمتيار د طالبانو ساز او آواز په دومره لوړ کرچ کې ونيول چې لاندې يې …. ورسره ولاړل . ګلبدين د طالبانو په شان افغان حکومت ګوډاکۍ وباله !!!

که افغان حکومت ګوډاکۍ وو نو بيا ګلبدين ګوډاکی ولی توافقنامه ورسره لاسليک کړه ؟ او که ګلبدين ګوډاکي ته دا کار روا وو ، بيا طالب ګوډاکي ته ولې ناروا دی ؟

د پاکستان شرميدليه نوکره ، د خپل مورنی وطن سوداګره ، د دين ناوليه دوکانداره ، ګل بې دينه حکمتياره !  لا هم  افغان وژنه بس نه ده ؟

جهادي او طالبي جګړې د ټولنې تر ټولو مظلوم پاړکي قربانۍ ته وړي . د حکمتيار زامن او لوڼه ، همدارنګه د ټولو جهادی او طالبی مشرانو زامن او لوڼه له جګړو په امن کې دي . خو د جګړې په دواړو خواؤ کې د ټولنې تر ټولو بی وسه او بی کسه انسانان وژل کيږي . دا جګړی شيطانی او لعنتی موخې او نيابتي ماهيت لري . نور بايد افغانان د پردو د پاره و نه وژل شي .

زه په کبرجنو نړيوالو د ټرامپ په خبره پر احمقانو غږ نه کوم ، هغوی به خپل کار کوي، خو د خپل  هيواد زامنو ته د ورورئ پيغام لرم :

نننۍ افغان ضد جګړه دوې خواوې لري :

–  يوه خوا طالبان او د هغوی داخلی خواخوږي لکه ګلبدين او خارجی ملاتړي ( پاکستان ، ايران ، روس ، چين ، عربی شيخان او نور)

–  بله خوا افغان حکومت د ولس په استازيتوب ، د هغه داخلی ملاتړي او خارجی متحدين لکه امريکا ، اروپا او نور .

د افغانستان رښتينو بچيانو ته ښايي چې توپيرونو ته په درناوی سره بايد د ملی اجماع په چوکاټ کې د افغان حکومت تر رهبرئ او چتر لاندې د طالبانو سره مذاکرات د پردو له يرغمله خلاص کړي او د ملی يووالی او پیوستون په مټ د افغانستان د لوړو ملی ګټو او ښيګڼو په لور کې وده اوانکشاف ورکړي .

فاعتبرو يا اولی الابصار

 

 

 

 

 

 

اشغال اوسولې په سر سياسي تجارت

محمدالله صافی
د بحث د پیل په موخه، دوه سواله را مینځته کول اړین دي
ـ د شوروي لښکرو «حضور» په افغانستان کې د جهادي مشرانو، عالمانو، پیرصاحبانو له خوا «اشغال» وبلل شو، د ح د خ ا دولت کافر وګڼل شو او د جهاد فتواوې ورکړشوې، نو ولې د امریکې د لښکرو «حضور» د هماغه جهادي مبارکو شخصیتونو له خوا مرسته وبلل شوه او لا نظامي تړون يې هم ورسره امضا کړ؟
ـ د طالبانو مشران او د پاکستان جماعت العلما وايي چه افغانستان د امریکې له خوا «اشغال» دی، دولت ګوډاګی او کافر دی او جهاد فرض دی، نو ولې بیا د افغانستان د علماوو شورا او مقدس، پخواني جهادي عالمان د دې حکمونو پخلی نه کوي او امریکایان دوستان بولي؟ سپړنه (شرحه)
د زبرځواکونو، د پیړیو پیړیو ناوړه خاصیتونو څخه، د ستراتیژیکو، سیاسي، نظامي، اقتصادي پلانونو د پلي کولو په موخه نوروهیوادو ته لښکرې استول او نظامي هډې ځای په ځای کول دي. خو هر نفوذ او تیری په کوم هیواد کې، د رقیب هیوادونو له خوا د غښتلي تبلیغاتي غبرګون سره مخامخ کیږي.
د بیلګې به توګه، د شوروي په مقابله کې پاکستان، امریکې او سلو نورو هیوادو د آزادۍ او د اسلام د شعارونو سره خورا قوي تبلیغاتي کمپاین پیل کړ. د جنګ مدیریت د امریکې سي آی اې او پاکستان د آی اس آی په لاس کې وو، د تبلیغاتو لارښوونې اود جهاد فتواوې د پاکستان جماعت العلما او د ایران اخوندانو ورکولې. د مجاهدینو مشرانو د «وطن اشغال دی» او «اسلام په خطرکې دی» د شعارونو په مرسته، چه د افغانانو دپاره عنعنوي او عقیدوي ارزښت لري، د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ.
په دې ډول د «اشغال» کلمه د پاکستان د دولت له خوا د یوې اغیزناکې تبلیغاتي وسیلې په توګه وکارول شوه! د پاکستان تبلیغات فی سبیل الله نه وو. د آی اس آی جنرالان ملیونران شول، پاکستان آباد شو. په مقابل کې، افغانی دولت مات شو، ولس دیو جنګي دوزخ نه بل ته غوځار شو. ‎
راوروسته اولس کلوکې، چه امریکا زمونږ خاورې ته لښکرې راوستې، خپلې هډې يې ځای په ځای کړې، پاکستان ډبل رول ولوبوی. د امریکې نه يې پیسې اخیستې چه د تروریزم سره مبارزه کوي، او طالب جنګیالیو ته يې وسلې، پناه ځای، قوي تبلیغات او انتحاري برابرول. دا چه د اوباما اداره، په پټه کې په دې لوبه کې ورسره شریکه وه که نه؟ دا جلا بحث دی، خو د پاکستان د تبلیغاتو پخوانی ماشین بیا فعال شو او په افغاني دولت باندې يې د «اشغال » د مزدورانو او دکفر تورونه ، لکه څلویښت کاله پخوا، ولږول . د پاکستان د جماعت العلما مبلغانو، د هند دیوبند مدرسې او د مصرجامع الازهر د اسلامي مرکز شاګردانو د اشغال ضد مبارزه او د مقدس جهاد فتواوې اوچته کړې. زمونږ خوار ولس، چه د مجاهد مشرانو، د ظلم، غصب او لوټماریو څخه په تنګ راغلي وو، او د امریکایانو ړندو بمباریو دردولي وو، را وپاریدل، د کلیو او بانډو خلک د طالبانو ملا تړلي شول.‎‎
اوس، د سولې پرسر، د پاکستان نوې تجارت پیل شوی. د سولې مذاکراتو ته « د طالبانو حاضرول»، پاکستان د پاره د نوو مالي مرستو او د نړیوال صندوق ملیاردونو ډالرکریدیت ته لیاره خلاصوي. د«طالبانو د حاضرولو» لوړه، د پنجابي چارواکو سره د طالبانو تړاو ثابتوي. هیله ده، چه مکرمو طالبانو د پاکستان سره، د جمهوررییس رباني په شان، پټ ملا ماتونکی قراردادونه نه وي امضا کړی!
په پای کې درنو افغاني روښان اندو، لیکوالو ته په درنښت وړاندیزکیږي، چه په خپلو څیړنو کې د پاکستان ناولي نیتونه او غرضي پلانونه د پامه ونه غورځوي. م.صافی. ۲۹/۱۱/۱۳۹۷ (۱۸/۲/۲۰۱۹)

له پلمو پرته رښتيني سوله

حکيم روان

سوله د جګړه ځپلی افغان ولس طبيعی حق دی . ۴۰ کاله دا ولس له امن او سوله ايز ژوند څخه په مختلفو نومونو ، پلمو او بهانو محروم شوی دی .

په ډاګه بايد وويل شي چې ګاونډيو هيوادونو او نړيوالو د افغانی خائينانو په مرسته افغان ولس له سولې ، امن او ژونده محروم کړی دی .

–  سرې لښکرې په افغانستان کې نه وې ، د شهيد محمد داؤدخان د واکمنۍ په مهال په پاکستان کې د ګوتو په شمېر افغانانو لکه ګلبدين حکمتيار ، برهان الدين ربانی ، احمدشاه مسعود د دين څخه د دفاع په نوم د پاکستان د آی-اس-آی سره په ګډه د افغانستان پر ضد جګړه « جهاد » پيل کړ.

– که مرحوم داؤدخان د سرطان له کودتا د مخه انتخابی حکومت، پارلمان او د هيواد د اساسی قانون دموکراتيکو ارزښتونو ته درناوی کړی واي او ذ سياسی ډلو له هغې جملې اخوانيانو د قانون په چوکاټ کې د فعاليت حق ساتل شوی وای او داؤدخان د حذف له سياست کار اخيستی نه وای او هر څه يې د يوې ديکتاتوری قربانی کړی نه وای ، د افغانستان د خلکو په برخليک به ددې ناوړه افغانی ضد او انسانی ضد لوبو شاهدان نه وای .

–  کله چې د خلکو دموکراتيک ګوند د يوه نظامی پاڅون له لارې په غير قانونی توګه سياسی واک انحصار کړ، ټول دموکراتيک ارزښتونه يې له پامه وغورځول .  پر سياسی ډلو ، ټپلو يې بنديزونه عملی کړل او ټول يې د خپلې برنامی د اصولو پر خلاف حذف کړل ، د افغانستان پر ضد جګړې ته يې چې ګاونډيانو او تالی څټو يې لا د مخه پيل کړي وه ، په لوی لاس نور هم زور ور وباښه .

–  کله چې سرې لښکرې راغلې ، د افغانستان پرضد ناروا جګړه د « روا جګړې » مقام ته وخته .

–  په دروغو به ويل کيده چې د سرو لښکرو د موجوديت سره جګړه تړلی ده ، د سرو لښکرو په وتلو سره به جګړه ختمه ، سوله او امن به راوګرځي . لکه نن چې طالبان وايي . خو سرې لښکرې ووتې ، جګړه نه يواځې ختمه نه شوه ، نور يې هم ځکه زور واخيست چې پاکستان ، ايران او روسيې د خپلو ګټو سيالی پيل کړه . روسان په دروازه ووتل ، خو په کړکی د يو شمېر خائنانو په ملګرتيا د احمدشاه مسعود-دوستم –محقق يا شمال ائتلاف په نوم بيرته داخل شول . د ګاونډيانو افغانی ضد موخې پاتې شوې . ځکه جګړې دوام وموند . مالومه شوه چې د جګړې اصلی او خوځوونکی علت د ګاونډيانو ناروا موخې وې او داخلی نانځکې يې د هغه موخو له پاره استعمالولې .

–  د طالبانو واکمنی د منځنی آسيا د هيوادونو طبيعی زيرمو ، تيلو او ګازو ته د امريکا د لاسرسي پايله ده . امريکا غوښتل د ترکمنستان تيل او ګاز د افغانستان له لارې د ځان له پاره پاکستان ته ورسوي . ايران هم سترګې ورته سرې کړی وې . د بريداس او يونيکال د کمپنيو بزکشۍ به د هر چا په ياد وي امريکا سعودی د ايران پرضد د طالبی پروژې حمايت ته تشويق کړ. پاکستان خو لاس تړلی مريې وو

په دې توګه طالب د يوې خارجی پروژې په توګه رامنځته شو. طالب پوهيده چې هيڅ افغان ، طالب د واکمنۍ وړ نه بولي . ځکه يې د اعليحضرت محمد ظاهرشاه د راوستلو ډنډوره غږوله . طالب او مجاهد د پاکستان له خوا روزل شوی تروريستان وو او د ټولو نورو تروريستانو په څېر د نړۍ د تروريستانو وروڼه وو . طالب د مولوی نبی ډله ده . ځکه د مجاهد او طالب د واکمنيو په مهال افغانستان د عربو، ايغور، چيچن ، ازبک او تاجيکی تروريستانو ميلمستون وو . د سپتامبر د يولسمې بريد اصولا بايد په آی-اس-آی کی طرح او د القاعدې مشر بن لادن عملی کړی وي .

–  طالب د افغانستان د خلکو او هيواد دومره غمخوار وو چې د يوه بن لادن د پاره يې امريکايي بريد ته اجازه ورکړه . طالب د تروريسم په تاريخ کې د بی مسؤليتی او بی رحمی ريکارډ ټينګ کړ. د امريکا په بريد او له هغه وروسته طالبانو د خپلو انتحاری بريدونو او جګړو په جريان کې په لکونو بی ګناه افغانان ووژل .

–  د سولې خبرې : طالب پوهيږي چې : هغه جنګ چې دوی يې کوي د جنايتکارانو ، وژونکو او مافيايي کړيو په ګټه او د افغانستان د بی ګناه ولس په زيان دی . د دې جنګ له برکته د ګوتو په شمار کسان مليونران کيږی او مليونونه انسانان له يوې ورځې بلې ته هر څه حتی ژوند د لاسه ورکوي . خو طالب د دې سره سره جنګ ته اړم دی . کوم دين طالب ته ددې جنګ جواز ورکولای شی ؟

–  طالب څه غواړي ؟ طالب امتياز غواړي . دا امتياز چې په هر قيمت تماميږي . دوی دوهم وار داخلی جنګ او د کابل تباهی ته تيار دي . ځکه اردو ، پوليس ، انتخابات ، پارلمان، حکومت او هر هغه څه چې د «اشغال» په سيوره کې منځته راغلی دی نه منی . مانا بل داخلی جنګ !!! دا هم شو د طالب اسلام ؟

–  طالب پوهيږي چې د افغان حکومت حذف کول يانې څه ؟ د طالب حذفول يانې څه ؟ يانې د جنګ دوام ! مانا دا چې طالب په دې کار سره د جنګ او د امريکايي او ناټو د عسکرو د حضور دوام غواړي . افغان حکومت طالب نه حذف کوي . مانا دا چې حکومت سوله غواړي .

–  طالب جنګ ګټلای نه شي ، کندوز او غزنی ښه درسونه وو . طالبانو زيانونه ورسول او بی رحمانه وژنې يې تر سره کړې ، خو د افغان وسله وال پوځ په وړاندې يې يوه ورځ هم ونه ساتلی شول او طالبان يې په منډه له دې ځايونو واايستل . طالبان او پلويان يې درواغ وايي چې پنځوس سلنه خاوره يې په لاس کې ده . دا درواغ د آی-اس-آی له خوا تنظيميږي . په علاقه داريو او کليو کې د بی وسلې خلکو برمته کول د څو کسو وسله والو په واسطه کومه معجزه نه ده !

–  طالب افغان حکومت ګوډاکی بولی ، که څه هم انتخابی دی . طالب پروژه د افغانستان انتخابی حکومت ته د ګوډاکی خطاب کوي ، صرف نظر له خپل ګوډاګيتوبه ! که طالب فکر وکړی ، طالب د ګوډاکي ګوډاکۍ دی.

که نن امريکائيان د ډيرو نورو سپين سترګيو په شان ، دا سپين سترګی هم وکړي چې د طالب په شان د افغانستان د خلکو په لاس ته راوړنو پښې کيږدي او طالب ومنی ، طالب به د امريکا مستقيم ګوډاکۍ شي او د امريکا د پوځي هډو د شتون له پاره به  سل شرعی فتواګانی صادرې کړي . هغسې لکه چې د طالب ملاتړو ، د قطر امير او د سعودی خادمينو شريفينو چې د امريکايي پوځي هډو د شرعی کيدو د پاره شرعي فتواګانې را ايستلی دي .

طالبانو ! د حذف کولو له تباه کوونکو پاليسيو او پلمو لاس واخلئ ، ژر تر ژره د افغان حکومت سره د اوربند او سولې د استقرار له پاره مذاکرات پيل کړئ او زمونږ په وينو لړلی ملت له څيرې ګريوانه لاسونه ايسته کړئ او له جګړو ډډه وکړئ !

مونږ په طالبانو ، د چور او شوکو په جهادی مليونرانو ، د مال او واک له پاره په ساختګی مسلمانانو او د دين په تجارانو غږ کوو چې له خدايه وويريږي او د افغان ولس له تباهی لاس واخلي !!!

اې طالبانو ! او اې جهادی چورګرو شوکمارانو که له خدايه نه ويريږئ ، له بشريت نه وشرميږئ او د خپل مسلمان او بی ګناه ولس له قتل عامه ، چور او تالان څخه لاس واخلئ !!!

 

 

 

 

 

د سولي په بهیر کې د پاکستان نوي لوبه ؛

· د سولي په بهیر کې د پاکستان نوي لوبه ؛

په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو زیاتوالی ، په هند او ایران کې ترهګریز بریدونه ، لږ تر لږه یوه سرچینه لري ، يانې د پاکستان پوځ او استخبارات ! هر کله چې په پاکستان کې د بې عداتۍ په وړاندي ، پښتون ، بلوڅ ، مهاجر او نور غورځنګونه په پراخېدو شي ، پاکستانی پوځ او استخبارات د خپلو خلکو او نړیوالو د پام اړولو له پاره په افغانستان او سیمه کې ترهګریزو بریدونو ته زور ورکوي څو په دې توګه د محکوم ولس نعره وچه کړي . پاکستان د ترهګریزو بریدونو تر څنګ خپلي استخباراتې کړۍ ‌‌‌‌‌‌ډيرئ وختونه د هغه هېواد د پورونو او ټکټاني د بار لږولو او یو لړ دیپلوماتیکو ژيستونو کولو له پاره هم کاروي . یانې جیش محمدي ، جیش العدل ، طالب او نور ، هغه پاکستانۍ پوځي استخباراتي وسلي دي چې په نورو هېوادونو کې د سرویونکو جګړو مخته بیولو او په خوا کې د هغو اقتصادي سیاسي اهدافو د لاسته راوړلو په موخه استعمالیږي چې د جګړو له لاري یې د حصول امکانات په نیشت حساب وي . پاکستانۍ پوځي کړۍ فکر کوي په دې ‌‌‌‌‌‌ډول له نړیوالو ځان پټولی او اهداف لاسته راوړلی شي . په افغانستان ، هند او ایران کې د نوي ترهګریزو بریدونو تر څنګ سعودي مشرتابه او طالب استازو ته په یوه وخت کې له اسلام اباد څخه د لیدنې بلنه ورکول ، سعودي شهزاده او طالب چارواکي په خلا کول ، له دې لوبې د پاکستان مات او ګو‌‌‌‌‌‌ډ اقتصاد ته د ‌‌‌‌‌‌ډالرو د یوي بستې موندل او په نهایت کې د ګوښې پاتیدنې څخه د هغه هېواد بچول د پورته یاد شوي ټکو بیلګې بللی شو . که څه هم چې افغانستان په ژوبل ژور ځان د دې ټولو ګواښونو په وړاندي کلک مقاومت ته ادامه ورکوي ، خو د حکومت وروستیو دیپلوماتیکو نوښتونو چې په مونیخ او کابل کې وشول ، پاکستان له غټې دیپلوماتیکې ماتې سره مخامخ کړ . اوس له یوي خوا دترهګریزونو بریدونو اړوند د افغانستان ، هند او ایران مشترک فشارونه ، له بلې خوا پاکستان ته د طالب استازو د سفر او د سعودي مشرتابه سره د هغوي د تجویز شوي لېدني لغوه کېدل هغه درنه څپيړه وه چې د پاکستان د مشرتابه او پوځي کړیو پر مخ وار شوله . د افغانستان د سولي بهیر په دوران کې د پاکستان د منافقت دا بیلګه افغانان دي ته رابولي چې د طالبانو په پيژندنه او د هغوي سره د سولي کولو په برخه کې له پوره هوښيارتیا کار واخلې . د هېواد د اشغال په پلمه له طالبانو سپيني کوترې جوړول هغه تیروتنو ته ورته دي کوم چې پاکستانې مشرتابه دا ‌‌‌‌‌‌ډله په ښو او بدو طالبانو ویشله ! که د یو دردمن هېوادوال په توګه لږ د هغو سیمو له شرایطو ځان خبر کړو چیرې چې طالب واکمنې کوي ، د اقتصادي ټولنیز انکشاف داسې بیلګې به ونه موندل شي څو ثابته کړي چې طالبانو بدلون موندلی . د هغې برعکس د طالبانو کنترول ساحي د مخدره موادو ، د وسلي او انساني قاچاقو او نورو ټولنیزو اقتصادي بدمرغیو په مرکزونو اوښتې چې هر ‌‌‌‌‌‌ډول اشغال ته په تیره بیا پنجابې اشغال ته په کې د ادامې تود بستر برابروي . له دې کبله :

• حکومت ته په کار دې چې د افغانستان د ټولني ټول قشرونه او کتګورۍ په اعتماد کې واخلې او د سولي په اجماع کې یې شریک کړي .
• د حکومت سیاسي مخالفین باید له خپلو ګروپي ، تنظيمي ، مذهبي ، قومي ، ژبني ، غوښتنو تیر شي ، سوله او ثبات د افغانستان د خلکو ستره ملي دنده او ګټه وګڼي او هغې ته کار وکړي .
• حکومت د نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ کې ورته دیپلوماتیکو نوښتونو ته ادامه ورکړي او د سولي له بهیر څخه د پاکستان د انحصار لاس لن‌‌‌‌‌‌ډ کړي .
• سیاسي مدني ټولني ، دینې عالمان ، قومي مشران ، خپلواک سیاسي فرهنګي شخصیتونه د سولي بهیر د بریا له پاره کار وکړي او په دې اړوند له ناسمو سیالیو لاس واخلې .
• افغانان ، د هغوي حکومت ، سیاسي مدني نهادونه د خپلو وسله والو ځواکونو د پياوړتیا تر څنګ له هر اړخیزو لارو چارو هڅه وکړي چې په بریالۍ توګه د پاکستان د هر ‌‌‌‌‌‌ډول لوبو مخه ونیول شي ، وطن ته سوله او ثبات راشي

د طالب درواغ

حکيم روان

طالب په پچه ناست کشمير ويني . دوی فکر کوي چې د خليلزاد سره چانې او اوتې بوتې به طالب بيا واک ته ورسوي . وار د مخه پنجاب واک ته رسولی وو ، دا وار غواړي پر امريکا ځان واک ته ورسوي .

 طالب د افغان حکومت سره ځکه خبرې نه کوي چې ځان د افغانستان مشروع خو له واکه لويدلی واکمن بولي او غواړي بيا د توپک او کوتک زور خلکو ته ور وښيي . طالب جانه ! د توپک او کوتک دور تېر شو . د عقل زور د هغه خای نيولی دی .

طالب جان هيروي چې مشروع حکومت خپل مشروعيت د خلکو له ارادې آخلی ، نه د توپک او کوتک څخه ، نه د دين له تجارت او بزنس څخه .

طالبه ! ته د کومو انتخاباتو له لارې واک ته رسيدلی وې ؟ خو د انګريز له طرحې سره سم د سعودی په پيسو ، د پنجاب په ماموريت ، د مردار کرنېل امام په لارښونه او د درواغو په ډنډورو واک ته ورسيدې .

طالبه تا نه ويل چې مونږ واک نه غواړو ، بلکې چې سوله راولو ، واک به د افغانستان پخوانی پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه ته سپارو ؟ تا د خلکو سره خپله وعده پر ځای کړه ؟

آیا تا هغه وخت دا درواغ د دې د پاره نه ويل چې له دې پرته افغان ولس طالب نه مانه ؟

نو اوس چې افغانانو ته د طالبانو درواغ ، د لوبو په ميدانونو او عامو محضرونو کې اعدامونه ، د لاسونو او پښو پرې کول ، سنګسارونه ، د افغان او اسلام ضد ځان مرګی بريدونه ، په جوماتونو کې چاودنې او د وطن پالونکو ملايانو وحشيانه وژنې ، د ښونځيو سوځول ، د قير سرکونو په بل مخ اړول ، د اوبو د بندونو د نړولو هڅې او تر ټولو زياته د پنجاب سره نوکري ، د مکې پر خای مسکو ته سجده مالومه شوه ، څنګه طالبی واکمنی پر خلکو منلای شئ ؟

طالب اوس بيا درواغ وايي . کله چې طالبان وايي : « مونږ تغير کړی دی » درواغ وايي . طالب پرون هم طالب وو ، نن هم طالب دی . د پخوا په څېر د طالب د واکمنی په سيمو کې ښوونځی نه شته . ښځې سنګسار کيږي ، په کيبلونو، کوتکو او درو خلک وهل کيږي . پخوا مو هم پنجاب بادار وو اوس مو هم بادار پنجاب دی . پخوا هم د نورو د لاس آله واست او اوس هم د نورو د لاس آله ياست . پاکستان ، ايران ، او روس چې زمونږ د هيواد سره ښه نيت نه لري ، ستاسو ملاتړي او دوستان دی . پرون هم له درو تروريست پلوه هيوادو چا په رسميت نه پيژندلی ، نن هم هماغه هيوادونه ورسره د افغانستان دوه نور بدخواه ايران او روسيه ستاسو ملاتړي دي . کوم ښه او د افغان او افغانستان په ګټه تغير په تاسو کې راغلی دی ؟  طالب پرونۍ درواغجن ، نننۍ درواغجن دی .

طالب په خپلو خوبونو کې غرق درواغ وايي چې مونږ واک نه انحصاروو. خو د انتخاباتو او پارلمان پر ځای د علماؤ د شورا خبره کوي . د واک انحصار تور وي که سپين ؟

که تاسو درواغ نه واياست او که تاسو د افغانستان د خلکو ارادې ته درناوی لری ، راشئ د اشرف غنی سره انتخاباتو ته ودريږئ !  له نېکه مرغه نور د زور د حکومتونو وخت تېر دی . « په زور کلی نه شی » . زور او جهل پريږدئ !

 مونږ پوهيږو چې تاسو ته ارګ له جوماته او چوکۍ تر ممبره زيات او له پرتلې پورته اهميت لري ، خو افغان ولس ارګ ته تګ په انتخاباتو پورې تړلی دی . نو څنګه طالب جانه بيا د خلکو اراده د پخوا په شان په هېڅ نيسۍ ؟ او که انتخابات منۍ ؟ که انتخابات منۍ نو راشئ کانديد شئ ! د افغانستان د دښمنانو لمنې پريږدئ !

تر تاسو د مخه دلته د دين سوداګر په شرمو شرميدلی دي . دلته اوس ملت بيدار شوی دی . د انترنت نسل ، د اړيکو، علم او عصري تکنالوژۍ نسل د منځنيو پيړيو متحجر، پمن او جاهل طالب نه مني . د زمانې له غوښتنو سره ځانونه عيار کړئ !

د پردو او دښمنانو لمسون مه منئ ! مسکو ، اسلام آباد او تهران ته منډې پريږدئ !

 دا ټول زمونږ د خلکو او وياړلی هيواد دښمنان دي . د خپلو خلکو بې ځايه وژنې ودروئ ! د عقل غږ ته غوږ شئ ! له خدايه وويريږئ ! له وحشت او دهشته لاس واخلئ ! خپلو کليو ، کورونو او جوماتونو ته راستانه شئ ! د خپل هيواد د ننه د خپلو خلکو په منځ کې د نورو په څېر ژوند پيل کړئ ! نور خپل هيواد د پردو په لمسون مه ورانوئ !

فاعتبرو يا اولی الابصار