دهیواد دوتلي لیکوال، ادیب، ژورنالیست اوشاعر ارواښاد شامحمود حصین لنډ ژوندلیک

22492038_2022247637915303_3738300378205201686_nشامحمودحصین په 1327 لمریز کال وردګوولایت دمرکزاړوند دنایب خیلوپه کلي کې په یوه بېوزله او روښانفکره کورنی کې وزېږېد لومړنی اومنځنی زده کړې یې دمیدان ښار دذکرالله شهید په لېسه کی ترسره کړې، وروسته دکابل ښاردښوونکود روزنې په اکاډمی کی شامل اوددغې دوری له بشپړولو وروسته له څه ځنډ پرته دکابل پوهنتون د ادبیاتو اوبشری علومو دپوهنځي محصل شو.په 1351 لمرېز کال یی ددغې دورې زده کړی بشپړې کړي اودښوونکی په توګه یې څوکاله د ذکرالله شهید ،میربچه خان اوحبیبې په لیسو اودکابل دعالی تخنیکم په انستیتوت کی دتاریخ او دري ادبیاتو ښوونه کوله د 1357 لمریز کال دثور میاشتې له پاڅون وروسته دلنډی مودې لپاره دلیک اولوست دزده کړې رئیس اوروسته دپوهنې وزارت دتالیف اوترجمې دلوی ریاست مرستیال و

د1358 لمریز کال په مني که دوخت دواکمنی  له زورزیاتې سره په مخالفت کې ونیول شو او په پټ اعدام محکوم شو خوڅه موده وروسته دنوې دولتي واکمنی په رامنځه کېدو له جېل څخه را خلاص شو  اودکابل پوهنتون دتاریخ اوفلسفې پوهنځی دتاریخ اوفلسفی په څانګه کې یې دماستری دیپلوم ترلاسه کړ ارواښاد شامحمود حصین د رازبین ، بڅري،کمر، فریادي ،خوشحال دمشر زوي نوم يې دی شریفی اودشهاب په مستعارونومونوهم لیکنې کړي اوشعرونه یي ویلي دي. Continue reading

د زورواکو زوال؟

 د افغانستان مخکنۍ ولسمشرحامد کرزي او ډلۍ  واکمني د ټاکنو په پاېله کې پای ته ورسيده نوی حکومتي m agha (2) جوړښت را منځ ته شو ، نوم يې د ملي يوالي حکومت شو.

د ملي يوالي حکومت د افغانستان داساسي قانون د موادو خلاف يوه نوی نخسه ده د حکومت ويش ددواړو لورو د همغږي نه شتون د کاردرونو په تعين کي ستونزی د بهرنيو ځواکنو وتل اود مرستو کمښت د بی باوری

شتون د ستونزو په حل کې بنبست رامينځه ته کيدل د جنگونو زور اخستل ددولتي ادارو مشران تر زياته سرپرست پاته کيدل د ډلو ټپلو ايتلافونه د مخکنې حکومت چار واکو لاس وهنې ددی لامل شوه چی ستونزی يودبل پسی سررا وټوکوي او چارواکې په حلولو کې پاته راشي ،ددی ټولو ستونزو لامل د قانون د حاکميت نه سرغړونه د فساد کونکو مافيايي ډلو ، خودسره وسلوالو ته د ځمکو غاصينو ته يوازی په فرمانو او محکو جوړولو اکتفا شوی . د سياسي شننوکو اوسياسي ملي گوندونو له نظره دا کړنۍبسنه نه کوي نوي مشرتابه ته اړينه وه چی د ملت جوړونۍ عامه پوهاوي تر څنگ د زهر جنو نفاق اچونکو مفسيدينو ، وطن پلورنکو مافيايي ډلو ټپلو ته چی د قانون نه سرغړونه کوي څو کوټلي عملي گامونه اخستل شوي وای . زما په اند که د ولس  په باورمند زور او پولادي ځواک تکيه شوی وی او ټول هغه ناکاره مامله گر، وطن دښمنه عناصراو ددوی عمال او کړنۍ ولس ته بربنډې شوی وی له ولس نه پټ نه وی ساتل شوي نن به دافغان ولس په زخمونو پرحارونو پټې لگېدلی وی. نن به مو په ميلونونو ځوانان د بيکاری او مجبوريت له امله د مخدره موادو استعمال ته پناه نه وړه. په زرگونو  ځوانان به د بيکاری او مجبوريت له امله بهرنيو هېوادوته کډوال شوي نه وی Continue reading

د محکومو ولسونو د خلاصون په خاطر:

m agha (2)

په 1967 زکال سيهونستي ځواکونو د خپلو متحدو ملگرو په مرسته د فلسطين ازادي ټوک ټوک کړه د مينځني ختيځ زياتره مستقل هيوادونه ېي وگواښل د سوري د سينا لوړی څوکې د مصر يو شمير ځمکې د لبنان ، اردن د خاوری موهمې برخې اشغال کړې اود مصر هوايي ځواک له مينځه يووړلو او نور دا  داسرايلو د سيهونستي رژيم د موخو لو مړنۍ گام وو ،د بيت المقدس تر 70 فيصدو زياته برخه دوی اشغال کړه. له همغه وخت نه تر اوسه فلسطينيان  د سيهونيزم تر فشار او ناروا کړنو  لاندی ژوند کوي ددوی پر ځمکه  يې کورونه جوړکړه او يهودي کورنۍ پکې ځای پر ځای شوي د ملگرو ملتو دامنيت شورا 15 گونو پرېکړو ته غاړه نه ږدي دوی د خپلو سيهونستي انډيوا لانو په مرسته د نړيوالو قوانينو منلو ته تېار نه شول ورځ تر بله خپلو ځلمونو ته دوام ور کوي .د سهيونستانو ملگرو پر منځني ختيځ کې داور تنارو ته باروت ور پاش کړل د يمن، ليبيا، مصر، سوريي ، عراق ولسونه سره په جنگ جگړو اخته کړه .نن دامريکا د متحدو ايالاتو د وسلو جوړولو فابريکو فرمايشونه زيات او هر يو هيواد کوښښ کوي چی د وسلو داخستلو په نوبت کې ځای ونيسي يوازی سعودي عربستان په 2017 زکال له امريکا څخه د سل ميليارده ډالرو وسله واخستله په سوريه کې د زرگونو خلکو ژوند له مينځه ولاړ او په سلگونوزره کډوالی ته اړ شول.

د ډيسمبر پر اتلسمه 2017 زکال دامريکی مشر ډونال ټرمپ لخوا  بيت المقدس د اسريلو د مرکز په توگه اعلان شو د اور لمبو ته بل ډول اور غورځونکې باروت ورواچول شو چی د نړې زياتره خلکو يي مخالفت وکړ،د افغان ولس د نړې ستر ښکيلاک گر ځواک برتانيا بيا سل کاله وړاندی دافغان ولسونو تر مينځ د ډيورنډ توره کرښه وباسله اوس د همدوی په سلا پر دغه توره کرښه اغزن تار کښل پېل شوي افغان ولس به هيڅ کله دا توره کرغېړنه کرښه ونه مني د برلين داستعماري ديوال په شان به دا کرښه له مينځه يوسي د افغان ولسو يوالی به ژر تامين شي. د کشمير لانجمنه ويش هم دبرتانيا د ښکيلاک گر ځواک ميراث دی چی د هند له پاره د منلو نه دی.په نړي کې ټولې ستونزی اود ولسونو د نفاق لامل همدا لوی ځواکمن نظامي طاقتونه دي چی د خپلو منافعو له پاره ولسونه سره جنگوي او خپلی منافع لټوي. خو اوس د نړې ټول ملتونه ويښ اود خپلوملي  منافعو له پاره د بل د شومو موخو  منلو ته تيار نه دي.دوی  دسولی لار غوره گڼي او ډېر ژر به د يوالي لاسونه سره ور کړي او هر محکوم ملت  به د خپلو هيوادونو خاوندان شي.

م. کوچی

شماره تازه ماهنامه حقیقت زمان

شماره تازه ماهنامه حقیقت زمان هشتم ونهم سال پنجم(شماره مسلسل 56 و 57) ماهنامه حقیقت زمان ارگان نشراتی حزب متحدملی ترقی مردم افغانستان اخیرآ از چاپ برآمده است. علاقمندان میتوانند این ماهنامه وزین را درسراسر کشور از انتشارات بیهقی و دفاترشوراهای حزبی حزب متحدملی ترقی مردم افغانستان به دست آورند .همچنان فایل پی دی اف این ماهنامه را میتوانید از لینک ذیل دانلود نمآئید.

دست اندرکاران ماهنامه حقیقت زمان  انتظار مطالب ارزنده وزیبای شما عزیزان جهت نشر و نیز نظریات ،انتقادات ،و پیشنهادات شما فرهیخته گان جهت غنای هرچه بیشتر کیفیت این یگانه نشریه متعلق به خانواده جنبش ترقیخواهی در کشور میباشند.

ماهنامه حقیقت زمان شماره56و57

1

کمیسیون تبلیغ وفرهنگ

(فاسد چارواکې

نصیراحمد (څپاند )sapand

څرنګه چی هیوادوالو ته بهتره معلومه ده فساد زمونږپه هیواد کې ورځ تربلی خپلی ریښې غزوی او پیاوړي کیږی او ټولی اداري اوس په دغه کرغیړنه  پدېده اوافت اخته دی.او هرڅوک دولسمشرنه نیولی ،والی، وزیر، وکیلان ، قاضيان ،څارنوالان او ترعاموخلکو پوری دفساد ناري وهی.حتاپخوانی ولسمشر کرزی فرمایلي وو:« پیسې چې پټوﺉ بهر ته یې مه وړﺉ بلکې دلته پرې کور جوړ کړﺉ.» دې خبرې ته نغوته وشوه خو عملی کار پکې ونه شو. د نړیوالې ټولنې ملیاردونو ډالرو افغانستان جوړوای شوای خو فساد یی مخه ونیوله.زمونږهیوادوال او یوشمیرکارپوهان په دې باور دي، چې په افغانستان کې تر یوې لسیزې جګړې او د نړیوالې ټولنې د ملیونو ډالرومرستوله مصرف سره سره، داهیواد داداري فساد په ګودال ډوب دي، فسادیوله هغومشکلاتواوستونروڅخه دی چی زمونږ دهیواد وګړی، حکومتی ارګانونه اواداری ورسره لاس او ګریوان دی. هغه چی وایی چرته چی اداره ده هلته اداری فساد دی فساد د انسانی ټولنی اقتصادی ، ټولنیز او سیاسی پرمختګ او پراختیا یی ستونزو سره مخامخ کړی عایداتی سرچینی یی تالان وی او حکومتی سیستم زیانمن کوی. دیوهیواد د نا کراریو دلاپراخیدواود اقتصادي پرمختګ په وړاندې د لوی خنډ سبب ګرځي.ګرانو هیوادوالو مخکی له دی چی په هیواد کی دموجوده فساد په هکله خبری وکړو غواړم دپوهانو له نظر فساد څه شی دی  تعریف کړو ،ترڅو زمونږځوان نسل دغه  شومه پديده اوناوړی عمل لا ښه وپیژنی او ځان ورنه وژغوری.

فساد څه شي دي؟

دترانسپرنسی انټرنیشنل اداره ،فساد هغه څه ته وایي چه دورکړل شوی قدرت نه دخپلوشخصی ګټو په منظور استفاده وشی او په ورسپارل شوي کار کې تر70٪سلنه کمې چارې ترسره کړي او یا ورسپارل شوي مصارف ونه کاروي Continue reading