خبرونه

  سیاسي تګلاره د هیواد  سیاسی  حالاتو  ته  لنډه کتنه

که د سولې د خبرو بهیر وڅارو، نو څرګندیږي چه دوه سوالونه د مذاکرو اساسي مضمون  جوړوي: ‎۱- په سیمه کې د امریکې او ناټو سیاسي ـ نظامي حضور. ۲- په سوله کې د ګاونډیو او د سیمې زبرځواکونو ځان ځاني ګټې. امریکا: څرګنده ده ، چه په ۲۰۰۱ کال کې امريکا او ناټو ...

Read More

د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند د دارالانشاء اعلاميه

د ۲۰۱۹کال د فبروری ۴ نيته کابل – افغانستان د پاکستان اوياکلن مليتاريستی استبداد د خپلو بې شمېره جنايتونو په لړ کې پرون د آزادۍ او انسانی حقوقود لارې يو بل اتل مبارز د پښتون ژغورنې د غورځنګ نامداره او وتلی غړی ابراهیم آرمان لوڼي د خپلو نا ځوانمردانه بريدونو بلهاري کړ ...

Read More

Afghanistan's National Progress Party Proposals Regarding Restoration of Peace in Afghanistan

Kabul-Afghanistan 02-12-2018 Fellow citizens , party leadership & members are aware of cross-sectional form and short times peace and democracy , because of the impose wars on Afghanistan , In the course of history , the cause of postponement of the reconstruction and restoration of democracy in our society related to engagement of ...

Read More

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشا اعلامیه

کابل- د ۱۳۹۷ م د زمري ۲۴ مه د افغانستان د پرمختګ ملي ګوند دارالانشا په غزنې ولایت او د هغې مرکز باندي چې یو وخت د هېواد ویاړلي پلازمینه او د اسلامي تمدن یو سمسور مرکز وو او په دې وروستیو کې د طالبانو تر پردي لاندي ، د پنجابیانو ، چچنیانو ، عربانو ...

Read More

مرامنامۀ حزب ملی ترقی افغانستان

مقدمه: قریب چندین دهه است که بحران ناشی از رقابت های دوران جنگ سرد، سیاست های نفوذی برخی کشورهای همسایه و منطقه، اشتباهات، خطا ها و کجروی گروههای سیاسی شامل بحران در تبانی با کشورهای همجواروتصامیم یکجانبه وناقص بن برسرنوشت تشکیل دولت افغانستان از مردم ما قربانی میگیرد. این بحران باوجود ...

Read More

د ‌‌‌‌افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشا د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنې پيغام

کابل _ افغانستان
د میزان ۱۷ مه ۱۳۹۷ م کال
په ژور خفګان مو اطلاع واخسته چې دانجینر صیب عبدالباقی همدرد ورور عبدالهادی دورپیښي ناروغی له امله په قندهار ولایت کې وفات موندلی .
انا لله و انا الیه راجعون 
د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا د مرحوم درنۍ کورنی سره په دی ستر غم کې ځانونه شریک ګڼی او لوي خداي ته د دوعا لاسونه پورته کوي چې ارواښاد ته مغفرت وکړي او د متوفا کورنۍ ته د زړه صبر او عاجل تسلیت وغواړي .
امین
عبدالحی مالک
د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ریس

محقق د جهادی فتنې مهم رکن

حکيم روان

په خواشينۍ سره بايد ووايو چې په وروستيو کې د هيواد امنيتی وضعيت د زياتې  انديښنې وړ دئ .

زمونږ د څلوېښت کلن ناورين په را منځته کيدو کې تر هر چا زيات زمونږ ګاونډيانو پاکستان او ايران رول لوبولی دئ ، په دغه حقيقت لوستي او نالوستي افغانان باور لري .

ميليونونو افغانانو بايد د خپلو سرونو او وينو په بيه خيره سري نړيوال د دې حقيقت منلو ته اړ کړي وای، چې پاکستان د هغوئ د شيطانی استخباراتی شبکې او کمونيستی ديکتاتورانو پوتين او کسی جين پینګ د ادعاؤ پر خلاف د تروريسم قربانی نه ، بلکې د تروريسم تر ټولو لوی متحد، ملګری ، روزونکی او پالونکی دئ .

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ټرامپ ارادي وه که غير ارادي ، وويل چې : « پاکستانيانو مونږ د ملياردونو ډالرو مرستې په بدل کې لکه احمقان استعمال کړو» . په دې کې شک نه شته چې پاکستانی شيطانانو امريکا يي چارواکی او د هغوی اروپايي متحدين د احمقانو په شان څه چې د ننګو غواؤ په څېر ولويشل .

پاکستان ته د تروريسم روزنه او ګالنه په يوه غښتلی دود ، د ژوند په يوه معمول او د پاکستان د بقاء په اصل بدل شوی دئ . ځکه خو پاکستانی واکمنانو په وار وار ، اختياری او غير اختياری په ډاګه د مطبوعاتو په وړاندې د تروريستانو مشران اسامه بن لادن ، ملا محمد عمر او جلال الدين حقانی او ورته نور خپل اتلان بللي دي .

تر پرونه د امريکايي او غربی احمقانو سرونه په دې حقيقت نه خلاصيدل . نن يې چې ستراتيژيکی ګټې او پلانونه د تروريسم او د تروريسم د مور پاکستان له خوا ګواښل کيږي، بله چاره نه لري ، بيلې دې چې پر پاکستان او ايران فشارونه او بنديزونه وارد کړي .

هر څومره چې پر پاکستان او ايران د امريکا د متحده ايالاتو او متحدينو فشارونه زياتيږی ، په هماغه اندازه ، په افغانستان کې د پاکستان او ايران د تالی څټو له خوا افغان دولت ، امريکا او د هغو متحدينو ته ستونزې راولاړيږي .

ددې فشارونو په پايله کې وه چې د پاکستان او ايران نوکرانو وار د واره د افغان-امريکا د نظامي تړون د لغوه کولو ، يا حد اقل بيا ارزونې پوښتنه را پورته کړه ، تر څو په دې توګه پاکستان او ايران ته خپله وفاداری ثابته کړي . په حقيقت کې پاکستاني او ايراني نوکرانو د پاکستان او ايران په نيابت د امريکا د فشارونو پر وړاندې غبرګون وښود .

مونږ ته د پاکستان او ايران اسلامي حکومتونو د هغوی د افغاني اجنټانو له مرستې غير هومره زيان نه شو رسولئ . دوئ زمونږ د خلکو پر ملی وحدت ، يانې د افغانستان د ملا پر تير بريد کوي .

د پاکستان او ايران نوکران د افغانستان د نوم ، هويت او موجوديت دښمنان دي . دوئ غواړي په ټولنه کې فساد ، آنارشی او د قانون ماتول دود کړي او همدارنګه هڅه کوي ، څو د افغانستان ملی ارزښتونه ، تاريخي وياړونه او د افغانستان د خلکو ملی يووالی پيکه کړي او د ګران افغانستان شيرازه د خپلو دد صفته بادارانو په ګټه وپاشي .

همدا نن د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۶ نيټه امنيتی ځواکونو بيا د غور په ولايت د يوه جنګسالار علی پور د نيولو هڅه وکړه ، چې په پايله کې يې څلورو امنيتی سرتېرو خپل ژوند د لاسه ورکړ او ۷ نورو د عليپور ساتونکو او ملکی کسانو ته مرګ ژوبله اوښتی ده .

محقق د حزب وحدت رهبر، د ايران ملګری او د عبدالله جان عبدالله جان دوهم مرستيال د امنيتی ارګانو له خوا قانونی چلند پر هزاره قوم بريد وباله .

پوښتنه داده چې که امنيتی ارګانونه له محقق وغواړي چې د ځينو مبهمو مسألو په اړه د دوی پوښتنو ته ځواب ووايي ، دا به پر هزاره قوم بريد وی ؟  که دا کار ملي امنيتي ارګانونه و نه کړي ، څوک يې بايد وکړي؟

پر قيصاري جنګسالار بريد پر ازبک قوم بريد دئ ، پر عليپور جنګسالار بريد په هزاره قوم بريد دئ ، د پروان ولايت د احمدجان د وسلو پر ډيپو بريد پر تاجيکانو، جمعيت او شورای نظار بريد دئ ؟؟؟؟؟

د دوستم په ازبکی جنبش کې يو کس پښتون ، تاجيک هزاره ، بلوچ ، نورستانی او نور نه شته . د محقق حزب وحدت کی يو سنی ، يو پښتون ، تاجيک ، ازبک ، بلوچ او نور نه شته ، شورای نظار دې همداسې پسې در واخله .

دا ګوندونه بر سېره په جنايي سوابقو او د پردو د استخباراتی شبکو سره د تړلتيا تر څنګ په ډاګه د هيواد د اساسی قانون د روحيې پر ضد بنسټونو تشکيل شوي دي .

د اساسی قانون ۳۵ ماده صراحت لری چې :

ـ  سياسی ګوندونه بايد نظامی ډوله تشکيلات او موخې ونه لری .

ـ  له بهرنيو منابعو سره تړلی نه وی .

ـ د قوم ، سيمی ، ژبې او فقهی مذهب پر بنسټ د ګوند جوړول او فعاليت جواز نه لری.

د پورته يادو شوو ګوندونو اصلی ځانګړنې د اساسی قانون د روحيې سره په سلو کې سل ضد دي .

محقق د ايران په زور باړې باړې وايي او د ايران د موخو د پاره په افغانستان کې نظامی ډلې ساتي . محقق زمونږ د هزاره مهاجرو وروڼو پر ضد د ايران د فاشيستي آخوندانو اقدامات تقديروي د کومو په وجه چې د جګړو له زوره له خپلو کورونو فراری هزاره ځوانان د امن په هيله ايران ته تللي او د ټولو بين المللی انساني نورمونو خلاف د ايران د ګټو له پاره د سوريې جنګ ته استول کيږي .

افغان ملت به تر هغو د محقق ، عطا نور ، سيد اسحاق ګيلانی او نورو جهادی لندغرانو ناکردې زغمي ، تر څو چې په سينه پروت وي او پخپلو پښو ولاړ نه وي . خو جهادی بدماشان دې په دې پوه وي چې د حساب ورځ راتلونکي ده .

فساد او (فاسد چارواکې) نصیراحمد څپاند

څرنګه چی هیوادوالو ته بهتره معلومه ده فساد زمونږپه هیواد کې ورځ تربلی خپلی ریښې غزوی او پیاوړي کیږی او ټولی اداري اوس په دغه کرغیړنه پدېده اوافت اخته دی.او هرڅوک دولسمشرنه نیولی ،والی، وزیر، وکیلان ، قاضيان ،څارنوالان او ترعاموخلکو پوری دفساد ناري وهی.حتاپخوانی ولسمشر کرزی فرمایلي وو:« پیسې چې پټوﺉ بهر ته یې مه وړﺉ بلکې دلته پرې کور جوړ کړﺉ.» دې خبرې ته نغوته وشوه خو عملی کار پکې ونه شو. د نړیوالې ټولنې ملیاردونو ډالرو افغانستان جوړوای شوای خو فساد یی مخه ونیوله.زمونږهیوادوال او یوشمیرکارپوهان په دې باور دي، چې په افغانستان کې تر یوې لسیزې جګړې او د نړیوالې ټولنې د ملیونو ډالرومرستوله مصرف سره سره، داهیواد داداري فساد په ګودال ډوب دي، فسادیوله هغومشکلاتواوستونروڅخه دی چی زمونږ دهیواد وګړی، حکومتی ارګانونه اواداری ورسره لاس او ګریوان دی. هغه چی وایی چرته چی اداره ده هلته اداری فساد دی فساد د انسانی ټولنی اقتصادی ، ټولنیز او سیاسی پرمختګ او پراختیا یی ستونزو سره مخامخ کړی عایداتی سرچینی یی تالان وی او حکومتی سیستم زیانمن کوی. دیوهیواد د نا کراریو دلاپراخیدواود اقتصادي پرمختګ په وړاندې د لوی خنډ سبب ګرځي.ګرانو هیوادوالو مخکی له دی چی په هیواد کی دموجوده فساد په هکله خبری وکړو غواړم دپوهانو له نظر فساد څه شی دی تعریف کړو ،ترڅو زمونږځوان نسل دغه شومه پديده اوناوړی عمل لا ښه وپیژنی او ځان ورنه وژغوری.
فساد څه شي دي؟
دترانسپرنسی انټرنیشنل اداره ،فساد هغه څه ته وایي چه دورکړل شوی قدرت نه دخپلوشخصی ګټو په منظور استفاده وشی او په ورسپارل شوي کار کې تر70٪سلنه کمې چارې ترسره کړي او یا ورسپارل شوي مصارف ونه کاروي.
مونتیسکو وایي: فساد یعنی دیو ښه نظام انحراف او دیو شیطاني نظام جوړیدل ، له فوانینو او اشولو سرغړونه هم فساددۍ.
دموقف څخه ناوړه استفاده اوګټه اخیستل دیو فرد، ډلې یاسیاسي ګوندپه ګټه دعامه ادارې بدلول هم فساد دی. دپیسو په وړاندې غیرقانوني اجرآت (رشوت)، دعامه شتمنۍتوتالان(اختلاس) دخپلوانومقررول( صوابط په روابطو بدلول)، بې کفایتي ، دمجربو کدرونو او مسلکي پوهې نشتوالی،ټیت شخصیت (ناوړه کرکتر) ټول دفساد ډولونه دي.
د فساد معنی او مفهوم :
فساد په لغت کی ویجاړولو، ګنده ګی او تباهی او په مفهوم کی ویجاړونکی اوماتونکی پدیدي څخه عبارت دی چی د هغی پواسطه یوشی ماتیږی، کیدای شی چی دا ماتیدونکی شی اخلاقی ارزشونه وی، یاهم ټولنیز اساسات وی یاهم اداری اصول وی.
فساد هغه پدیده ده نړیوال بانک فساد په لاندی ډول تعریفوی:
ددولتی صلاحیتونو او امکاناتو او عمومی قدرت څخه سؤ استفاده د شخصی او خصوصی منافعو د تامین لپاره عبارت دی له اداری فساد څخه.
د ویبستر Webster د لغاتونو قاموس اداری فساد داسی تعریفوی:
اداری فساد عبارت دهغه نامشروع ورکړی(تحفی) څخه دی چی یو شخص ته ددی لپاره ورکول کیږی چی د خپل ورسپارل شوی وظیفی څخه تخلف وکړی.
د نړیوال شفافیت سازمان اداری فساد داسی تعریفوی:
د ورکړل شوی صلاحیت او قدرت څخه سؤ استفاده د شخصی منافعو د تامین لپاره.
سامویل هانتینګتون بیا اداری فساد داسی تعریفوی:
اداری فساد د عامه اداری د کارکونکو هغه رفتار ته وایی چی دخپلو شخصی او خصوصی منافعو لپاره منل شوی اصول او قواعد تر پښو لاندی کوی. (محمد ظهور پوپلزی لیکنه (
د اداري فساد عوامل :
په خواشینی سره باید ووایوو چی زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی له پیړیو راهسی بی وزلی ، سیاسی او نظامی کړکیچونو ترڅنګ دځوانانو اوزګارتیا حاکمه ده ،همدارازپه نوروپوری تړلی اقتصاد، د مادیاتو رواجول ، ملي ګټوته ژمن سیاسی ګوندونونه شتون، په اداراتو کی دشفاف مالی، لوژیستیکی سیستم اود متوازنه معاش او ترفعیاتوورکولوترڅنګ په اداراتو کی دمکافاتو او مجازاتو سیستم نشتون سره دمسولیت ترڅنګ صلاحیت ورکول چی ددی اصل څرک هم نه لېدل کیږی او نه په پام کی نیول شوی ، دمعاشاتو دویش غیرعادلانه سیستم (یوته په ډالرو معاش ورکول کیږی او بل ته په افغانیو او یو بل ته دCBRمعاش اویا هم Super skillد مشاورانو خواستثنایی مسله ده همداراز په اداراتو کی ضوابط اوروابطو ته ترجه ورکول او داستخدام اوګمارنې ناقص سیستم په مقررې او برطرفې کې د شایسته سالار نظام نه شتون په ورسپارل شو چاروکی بی تفاوتی ،د بروکراسي نظام ټینګښت له رسمي صلاحیتونو څخه ناوړه استفاده کول ، تخصصي چاروکې دمعلوماتو نشتوالي او دمهارت ټیټوالی، قانون نه پلي کیدل او هغه حوک جی دفساد اومفسیدینو پر ضد مبارزه کوی دحکومت لخوا ډیر زر په کور کېښنول کیږی او له دندی شړل کیږی چه ښه مثال یی دننګرهار ولایت دملی امنیت ریس چی خلکو او ملي ګټو ته ژمن شحصیت ودفساد پرضد مبارزه اود هغه لخوا دمفسېدینو نیول او دحکومت لخوایی په ځای ددی چی ملاټړی وشی په بیړه سره له دندی لری کول ، دهمغږی نشتون والی دیوبل په چاروکي دبیلا بیلوارګانونو مداخله په اداری تشکیل کی غیرضروري زیاتوالی او کموالی بهرنېوهیوادونو ته دکدرنو تګ او دمغزونو فراراو سیاسی فشارونه دفساد عمده او اساسی عوامل شمیرل کیږی.
د اداری فساد مخنیوی: که څه هم افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې برخه کې ځینې مهم ګامونه واخیستل، نوموړي د افغانستان د جمهور ریس په توګه د ټاکل کیدو په لومړیو کې د کابل بانک د ستر مالي فساد د دوسیې د څیړلو فرمان صادر کړ، په دې برخه کې ځینې کارونه ترسره شول، د کابل بانک له پوروړو څخه ډیر پورونه بیرته ترلاسه شول. حکومت ، ولسونه ،ملی شخصیتونه او دینی علما د خلکواو ولسونو تر څنګ دولتی مامورینو ته عامه پوهاوي او سیاسی پوهه ورکول، همداراز هغوی ته دسالمې ادارې اصول ورو پيژندل، دهغوی دپاک ضمیراو وجدان راویښول، دمدني ارزښتونو معرفي او ترویج، ملی ګټو ته دژمنتیا ،له ټولنی ،بشریت او هیوادسره دمينې او وفاداری روحيې پیاوړي کولو،دشکایتونواوریدل ، په نورانتقال کولو ترڅنګ پرځان دانتقال منلو فرهنګ دودول ، داخلی نظارت ، دوړتیا په نظرکې نیولو ترڅنګ د مدیرانو اوهمکارنو ترمینځ دغروراو عزت نفس پیاوړي کول. په اداراتو کی دضوابطو او روابطو پرځای وړکدرونو ګمارنه اوکاراهل کارته سپارل تعلیم یافته ،صادقو او تجربه دارو اشخاصو استخدام هم د اداري فساد په له منځه وړلو کي مثبت رول لوبولې شی، ددیموکراسی له ټولو اصولواو پرنسیپونو څخه پرځای او مثبته استفاده کول.،ځوانانوته دروزګاراودندوزمینه برابرول.د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کي فعالیت کونکې اداروهمږغي کول. ددولت لخوا سیاسي، ټولنیزاو اقتصادي شرایطو ته په کتو داسي میتودونه ،طرحو او استراتیژی جوړول چی د اداري فساد په له مینځ وړلو کی ګټور وی.
په نړۍ کی هغه ملکونه چی تر ټولو پکی اداری فساد زیات موجود دی ، د جنوبی آسیا یو شمیر ملکونه دی او افغانستان په نړۍ کی دریمه درجه ملک دی چی پکی اداری فساد زیات دی.
د فرانسې خبري اژانس د یو شمېر کارپوهانو په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې موجود اداري فساد د مخدرو موادو قاچاق ته لاره پرانیزي او افغانان دې ته اړباسي چې د طالبانو خواته ورشي او دا دوه خبرې په دې هیواد کې د بې ثباتۍ عمده سرچینې دي.
د اسیا فونډیشن موسسې دیوی د نظر پوښتنې په نتیجه کې وویل چې د افغانانو لپاره د تشویش وړ دریمه ستره مسله داداري فساد موجودیت دي. د دې سروې پراساس، افغانان د طالبانو له حملو، بې کارۍ او د اداري فساد له موجودیت څخه تر بل هرڅه ډیر ځوریږي.
په کال2013 کی د فساد او مفسدو ګیدړانو پرخلاف د چین مبارزه:
پنځه کاله وړاندي دچین حکومت دمفسد چارواکو چي په فساد کې ښکېل واو بهرملکونو ته په تیښته کې بریالی شوو دملي امنیت وزارت لخو ا دفساد په ضدد ((ګيدړدښکار عملیات )) په نوم عمليات د نړۍ په ۱۲۰ هیوادونو کې پیل کړل چی تراوسه 1.3 میلیونه فاسد چارواکي نیولی دی حتی ددغه هېواد په مشهور او لوی ښار چونګ چينګ کې د کمونېست ګوند مشر سون جينګچای هم د فساد په تور نیول شوي دی نيول شويو کسانو لويه برخه په ايټاليا، يونان او بلجيم هیوادونو نه وو. کله چی پینګ په کال2013 زیږدیزکال کی واک ته ورسیدو دفساد پرضد یی جدي مبارزه پیل کړه او ژمنه یی وکړه ترهغه به یی مبارزه دوام ولری ترڅو دفساد جرړې یی ایستلی نه وي. (مسیرورځپاڼه)
سعودی هم د مفسدو ګیدړانو پرخلاف هم مبارزه پیل کړه.
په سعودي عربستان کې د فساد ضد مبارزې جرګه ګۍ په غوښتنه د دغه هیواد ۱۱ شهزادګان، څلورد اوسني حکومت او په لسګونو پخواني وزیران نیول شوي دي. العربیه تلوېزون وايي، دا تورن کسان د محمد بن سلمان په امر نیول شوي دي. په نیول شویو کسانو کې پېژندل شوی سعودي میلیاردر ولید بن طلال هم شته چې په سیاسي ډګر کې هم مطرح کس دی. د اسامه بن لادن د ورور او په ریاض کې د بن لادن د مالي بنسټ د مشر نوم هم په نیول شویو کسانو کې شامل دی. له بلې خوا د سعودي دولتي خبري اژانس وايي، د دغه هیواد پاچا سلمان د ملي ګارډ مشر شهزاده متعب بن عبدالله او امیر البحر عبدالله بن سلطان بن محمد ال سلطان له دندو لرې کړي دي. شهزاده متعب د پخواني پاچا عبدالله زوی او د هغه د کورنۍ وروستی غړی و چې تر ټولو لوړه څوکۍ یې درلوده. محمد بن سلمان د سعودي عربستان ځوان ولیعهد دی، په دغه هیواد کې یې د سمون هڅې پیل کړې دي. شهزاده محمد بن سلمان چې د دفاع وزیر هم دی، اوس د دغه هیواد پر ټولو امنیتي ځواکونو واک لري.
دچین او سعودی هیوادنو دفساد او مفسیدونو پرخلاف میارزه ته په کتلو سره چون زمونږ هیواد هم دفساد دناوړپدیده سره مخ دی باید زمونږ هیواد کې هم باید فاسدو ګیدړانو دنیولو لپاره ((دفاسدو ګیدړانودنیولوعملیاتو)) ترعنوان لاندي یوه جامع مبارزه ته اشد ضرورت دی ترڅو زمونږ ټول دولتی واحدونه ، ارګانونو او عایداتی سرچینی تري پاکی او په امان کې شي او همدارنکه هغه فاسد ګیدړان چی دولتی مځکی ،دخلکو عامه شتمني یی لوت کړی همدارنګه هغو مفسدو ګيدړانو چی په ملی هویت تذکرو کې دافغانیت او اسلامیت دکلمو سره حساسیت ښودلې او پرخلاف رایه ورکړي . همدارازدکابل بانک او دملی اردو دسرتیرو داعاشه ، اکرامیه ،معاش او دتقاعد یی لوټ او غلاکړی او خپلې شخصي ګټې یی ملي ګټونه غوره ګڼلې، د ملت شتمني یې لوټلې، له خپلې دندې یې ناوړه ګټه پورته کړې په دولتی ادارو کي یی په ښځنو جنسي تیری او یا جنسی زورونه کړی او د خپلو شرمناک اعمالو د پټولو لپاره یې بیلابیلې لارې کارولې دي دبیت المال پیسې یی بهرملکونو ته وړی ونیول شی او دقانونو منګولوته وسپارل شي.
پايله: په پایله کي دا ویلي شو، چي فساد هغه ناروا شومه پدیده ناوړي عمل اوکړنه ده، چي په یوه ټولنه کي منل شوي ملی ارزښتونه،اوملي ګټۍ، اقتصادی ، ټولنیز پرمختګونه او بنسټونه ویجاړوی او ځای یې وحشت، تباهی ،بیوکراسی،انارشیزم او کړکېچونو او بهرینو هیوادونو فرهنګی یرغلونو او سیاسی مداخلو ته پریږدی.
زمونږ ګرانه هیواد فغانستان د پرمختګ په حال کې یو هیواد دی او د افغانستان اسلامی جمهوری دولت بایدهڅه وکړی چه د هیواد د اقتصادي بنسټونو د پراختیائی پلانونو د طرحی او تطبیق له لاری د خلکو د سوکالی اوهوسا ژوندانه لپاره زمینه برابره کړی.اوهمدارنګه دفاسدو ګیدړانو سره دمبارزه په خاطر یوه جامع برنامه او کړنلاره جوړه کړی ترڅوټولنه دمفسیدینو څخه پاکه کړی.
دا موخه هغه وخت ترلاسه کیدای شی چه د یوی ښی او له فساد څخه پاکې حکومت والی زمینه را مینځ ته راشی او دا نه یوازې د افغانستان د دولت موخه ده بلکه د فساد په ورکېدو کي مهم رول خپله افغانان او تر څنګ یې د حکومت رهبري نړېوالې ټولنې په مرسته لوبولی شی تش په شعار نه کیږی او نه شعاری مبارزه دحل لاره ده بلکي عمل غواړی ترڅو دا شومه او ناوړي پدیده له منځه ویوړلی شی.

سرچیني او اخذونه:
بی بی سی ویبپاڼه
مسیر ورځپاڼه
ټول افغان
اداره اومنجمنت دټولو لپاره کتاب(د خان اغا شینواری ژباړه)

Bilden kan innehålla: Naseer Ahmad Sapand, text

افغانان کړیږي !

42492224_1812862165503252_6497167933997842432_n
نوروهاب څپاند
له هغه ورځې چې د مجاهد ، طالب ، داعش اونورو په نامه استخباراتې پروژې پيل شوي ، د افغانانو وطن نړیږي او د هېوادوالو وینه بهیږي . ښایې نړیوالي او استخباراتې کړۍ خپلو دغو کرغیړنو فعالیتونو ته راز راز بڼې ورکړي ، خو زموږ د وطن خلک یې په یوه بڼه پيژنې یانې ، افغان وژنه ، چې په پایله کې له افغانانو نه د هغوي ټاټوبۍ اخلې او وګړی یې بې هویته کوي . په روان ناورین کې بیا د نړۍ او سیمې یو شمیر هېوادونه د خپلو ملي ګټو د ساتلو په بهانه په سپينو سترګو څرګندوي چې ، ګنې روانه جګړه افغانانو پيل کړي ، له دې کبله دوي د هغې په لږ کیدو او پاي ته رسیدو کې ورسره مرسته کوي !!! ریښتیا دا ده چې په افغان هېواد جګړه تپل شوي او افغان ځمکه د یو شمیر نړیوالو او سیمه ایز لوبغاړو د نیابتې جګړي ‌‌‌‌‌‌ ډګر ټاکل شوی . د دې له پاره چې جګړه غوښتونکې په ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه زړه لوبه وکړي ، زموږ خلک په ژبني ، قومي ، مذهبي او نورو تړاونو ویشې ، په دولتي سیستم کې ورته فساد خوروي ، له قانونه څخه پورته خپلسرې زورواکان پرې تحمیلوي ، له پردیو او پردې پالو سره یې د اړیکو جوړولو په فرهنګ چې د بهرنۍ لاسوهنې سرچینه ګڼل کیږي اموخته کوي ، په ذهنې لحاظ یې د افغانستان په وطنپالونکو مدني سیاسي ټولنو په تیره بیا هېوادنیو ګوندونو بې باوره کوي ، د نړیوال تعامل خلاف د معاصري دموکراسۍ د ودي او بنسټيزه کېدو کار د ګوندونو پر ځاي د څرګندو اشخاصو او کړیو په لاس کې ورکوي او په دې توګه خلک او هېواد د مافیا په لومو کې کلک ګیر ساتې .
په داسې یوه خچن چاپيریال کې د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند او ورته نورو سیاسي نهادونو او د هغوي د مشرتابه او غړو دندې له پخوا زیاتې مشخصې او پيچلې کیږي .
جوته ده چې نړۍ په یوه کلې اوښتې او د ګټو پولې د پخوا په پرتله بدلې او د تغیر په حال کې دي . خو دا د دې مانا نه لري چې یو څوک دې د افغانانو د ملي یووالي او جغرافیي په ماتولو او یا دې د هغوي د هېواد په کاواکه کولو کې خپله ملي ګټه ولټوي .
هغه جګړه چې تر اوسه د افغانستان هر ‌‌‌‌‌‌ډول شته خوري ، قابو کول یې د افغانانو په تیره بیا د وطنپالونکو روڼ اندو اساسي دنده تشکیلوي . د مطرح دندې پلې کول د یوه ځانګړې شخص ، ‌‌‌‌‌‌ډلې ، ګوند یا یو نهاد کار نه دی ، بلکه یو پراخ دموکراتیک او وطنپالونکی غورځنګ ، کولی شي د افغانستان اوسنې ناورین ته حل لاره بیامومې . له دې کبله د هېواد د وطنپالونکو او دموکراتکو ګوندونو تر منځ اتحادونه او یووالې کول اهمیت پېدا کوي . اتحادونه او یووالې کول ښایې په پخوانیو تړاونو هومره ممکن نه وي ، لکه څومره چې د اتحاد او یووالې کوونکو خواوو تر منځ د مشترک فکر او موخو واټن نږدې شي .افغانان تر هر بل وخت د جګړي د مخنیوې او د سولې راتګ ، ښې حکومتولۍ ، د اړتیا وړ شیانو ته د لاسرسۍ ، د بهرنۍ لاسوهنې بشپړ مخنیوې او دکورنۍ او بهرنۍ مافیا د بیخې کنترول پر له پسې غوښتنه کوي . دا او دې ته ورته موخې پلې کول د هېوادنیو ګوندونو تر منځ په اوسنیو شرایطو کې د اتحاد او یووالې رامنځته کول ایجابوي .هغه تجربه چې تر اوسه د افغانستان ملي پرمختګ ګوند د جبهو جوړولو ، ګوندي یووالي کولو په برخه کې لاسته راوړې ارزښتناکه ده . همدارنګه هغه تجربه چې د هېواد دننه او بهر د یو شمیر هغو ګوندونو ، سازمانونو او خپلواکو تړا‌ؤ نه لرونکو ګوندیانو ( د خلکو کور خونو ) تر منځ کیږي‌‌‌‌‌‌ ، د زیات اهمیت وړ بلل کیږي . که د خونو د روان بهیر جمعې او انفرادې اجزاوي هغه شعارونه او طرحې چې هغوي شاته بیایې ، یوې خواته کړي او د معاصرې دموکراسۍ پر بنست د یوه پراخ او پياوړې جنبش د پيلولو له پاره په خپلو کې یووالي ته ورسیږي ، لیرې نه ده چې د مطرح موخو د لاسته راوړلو چانسونه زیاتیږي او د افغانانو د روان ناورین د پاي د روڼ سباوون په لور مزل کمیږي . له دې کبله یووالی نه یوازې د ځانګړو ګوندي موخو له پاره ، بلکه د سترو ملي هدفونو د لاسته راوړلو په خاطر اهمیت پيدا کوي . ګوندونه ، سازمانونه او ګوندي تړا‌‌ؤ نه لرونکې ملګرې دې خبر وي چې خلک سخت زوریږي او د خلاصون لارې ته سترګې اړوي .‌ هغوي ته داخبره ارزښت نه لري چې کوم مشر د چا له خوا وژل شوی . هغوي له موږ څخه سوله او د هغې د ممکن کېدو له پاره زموږ تر منځ یووالی غواړي . راځئ چې یو بل ته په تیریدنه د افغانستان د خلکو د کړا‌ؤ په لږولو او له منځه وړلو کې مرسته وکړو .

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند

د دارالانشا د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنې پيغام

کابل _ افغانستان

د سنبله۲٢مه ١٣٩٧ م کال

په ‌‌‌‌‌‌ډيره خواشینۍ مو خبرتیا تر لاسه کړه چې دهیواد دمترقی اودیموکراتیک نهضت غړی ډاکتریعقوب وزیری ، د هغې اوږدي ناروغۍ له امله چې ورپيښه وه وفات وکړ .

انا لله و انا الیه راجعون

مرحوم یعقوب وزیری د هیواد دمترقی نهضت یو مسلکي ، تکړه او لاسپاکۍ مامور وو . هغه خپل ټول ژوند د وطن او خلکو په خدمت کې تیر کړ او زیاتو خلکو سره یی مرستی کړی په هیواد اوخلکو مین اوملی ګټو ته ژمن شخصیت وو.

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا د ارواښاد مړینه ستره ضایعه بولي ، دمرحوم یعقوب وزیری غمزپلي کورنۍ او خپلوانو  ته یی د زړه صبر او تسلیت وړاندی کوی . لوي خداي ته د دوعا لاس پورته کوي چې مرحوم وزیری ته مغفرت وکړي او د هغه فضیلتونه د ارواښاد د کورنۍ په غړو کیږدي روح یی ښاد اویاد یی تل پاتی.

امین

عبدالحی مالک   د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ریس