دافغانستان دملي ترقي گوند دارلانشا اعلاميه

 

بسم الله الرحمن الرحیم

کابل – أفغانستان

د ثور ١٣ مه ۱۳۹۸

 د سولې مشورتي لوې جرګې د سپارښتنو او د هغې پلي کېدو په هکله،

د سولې مشورتی لویه جرګه،  یوه ستر ه، سیاسي، تاریخي اهمیت لرونکې غونډه وه، چه  د افغانستان د ټولو قشرونو ، صنفونو ، قومونو ، سیاسي، مدني نهادونو، مستقلو ملی، سیاسي ټولنیزو شخصیتونو  د3200  ټاکل شوو غړو څخه،د ګران هیواد په پلازمیینې، کابل کې جوړه شوه، د ولس د ملي منافعو په اړه يې ګټورې پریکړې وکړې،دسولې ا وافغانستان په اړه یې نړیوال ذهنیت ته قوي مثبت بدلون ورکړ  او د افغانانو واقعي او رښتیانی انځور ښکاره  کړ.

د سولې مشورتی لویی جرګې د طالبانو سره د حکومت او نورو افغانانو د استازو مخامخ خبرو په باب، د نظام او وسله والو ځواکونو د ساتنې ،  د اوربند د ټینګښت ضرورت، د  خارجي لښکرو د وتلو د مهال ویش ، د بشر د حقونو ، د ښځو د حقونو ، مدني سیاسي ازادیو د خوندي کولو، د سیمې او نړۍ په تېره بیا د ګاونډي هېوادونو سره د اړیکو د څرنګوالي او یو شمیر نورو مهمو مسئلو په هکله رغونکې سپارښتنې وکړې.

که څه هم، یو شمیر نهادونو ، شخصیتونو او د ولسمشرۍ دراتلونکوټاکنونوماندانو د سولې مشورتي جرګه تحریم کړه ، خو د هېواد له ټولو ولایتونو او زیات شمیر ولسوالیو څخه د انتخابي استازو فعال ګډون، د هر ‌‌‌‌‌‌ډول سمتي ، محلي ، ژبني، دیني او مذهبي تاوتریخ والي پرته په عنعنوي او دیني معیارونو برابر، لوړ سیاسي شعور ، هېوادنې مینې، رښتنې او خود جوشه طبیعي یوالي فضا کې،  په ۵۱  کمیټو کې، د پنځو ورځو د تودو بحثونو په پایله کې د یو ۲۳ ماده یې پرېکړه لیک صادرولو سره، په ملي او نړیواله کچه د جرګې کار اوسپارښتنو لوړ سیاسی اعتبار پیداکړ.

د موقت حکومت د جوړولو نظریه  د سولې مشورتې لوې جرګې له خوا رد شوه.. په بحثونو کې، د خلکو استازو، د سولې د روان بهیر په وړاندې د یو شمیر کورنیو مخالفو نهادونو ، محافلو او ځينو هېوادونو د استازو په سبوتاژ، نیوکې وکړې او د موقت ادارې فکرونه يې غوره ونه بلل او د هغې پر ځای یې د افغانستان د حکومت په فعال شتون کې د یو بشپړ میکانیزم د را منځته کولو سپارښتنه وکړه .

د جرګې ګډون کونکو، په ډاګه کړه چه یوازې د یو شمیر جهادي کړیو او طالبانو تر منځ جوړ _ جاړی سوله نه ده.  سوله باید د افغانستان د ولس او وسله والو مخالفو ‌‌‌‌‌‌ډلو تر منځ وشي او دولت د ولس استازیتوب وکړي،  د افغانستان ځوان نسل او ښځينه استازو د بحثونو په ترڅ کې څرګنده کړه،  چه د ځينو زاړه پاله کړیو ، شخصیتونو له خوا د سیاست د انحصار او له خپله انده د ولس د استازولۍ په پلمه د سولې په بهیر کې د خپلو شخصي ګټو او هدفونو د لټولو په موخه هڅې، د ملي ګټو خلاف عمل دی.  دا د سترو قدرتونو او سیمه ایزو هیوادو خطا ده چه د افغانستان د سولې په بهیر کې غرضي کړۍ میدان  ته وړاندې کوي او د جنګي ‌‌‌‌‌‌ډلو د کنترول د ساحو په باب مبالغه کوي،

د جرګې استازو د اداري فساد، ناقانونه وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو ، غاصبانو او جنګسالارانو په وړاندې چې د سولې د  چټک پلي کولو خنډونه دي، د حکومت او خلکو د مشترکو ټينګو ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه .

د  سولې مشورتي لوي جرګې په پریکړه لیک  کې د افغانستان د سولي د مخته بیولو او سالمې سمت نیونې په هکله زیات  شمیر ارزښتناکه سپارښتنې شته، چه د ملي ترقي ګوند د سولې د وړاندیزونو سره،  چه لاپخوا نشر شوي دی، ډیرزیات مشترک ټکي لري.. له دې کبله،  دارالانشأ ، ددې اعلاميي  په موټه،  د ملي ترقي ګوند، غوڅ ملاتړ د سولې د لويې جرګې او د هغې د پریکړو په باب څرګندوي.

د ملي ترقي ګوند، د افغانستان  د رنځیدلي ولس د له مینځه را وتلی ګوند،

د حکومت  څخه غوښتنه کوي چه   د سولې بهیر د بریالي کولو لپاره د مشورتي جرګې  له وړاندې شوو سپارښتنو څخه اغیزناکه ګټه پورته کړي.  د مرکچي پلاوي په ټاکلو کې ، چې شمیر یې لږ او د غړو د اګاهۍ کچه یې لوړه اودکافی تجربی لرونکې وي، پکی د ځوانانو ، ښځو او وطنپالونکو دموکراتیکو ګوندونو نماینده ګانو ته  هم برخه ورکړي.

د ملي ترقي ګوند، د طالبانو د اسلامي تحریک او  د نظام په دننه کې  اپوزیسیون څخه هیله کوي  چه د  افغان ولس د لويې مشورتي اسلامي او افغاني جرګې  غږ واوري، ددوۍ سپارښتنه د افغان ولس سپارښتنه ده. د خلکو د استازو د سپارښتونو له مخې ، له انفرادي هغو هڅو څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي چې د سولي بهیر وېشي اوددوی ځانګړي ګټې خوندي کوي.

د ملي ترقي ګوند،  نړیوالې ټولنې، په تیره بیا ګاونډي او  په کړکیچ کې شامل اودسولی په روانه پروسه کی اغیزلرونکوهیوادونو ته وړاندیز کوي چه د افغان ولس د استاذو ارادې ته درناوی وکړي،  د ناکاره  او ناکامه فورمولونو پرځای،، د مشورتي لوېې‎ جرګې  د سپارښتنو  په رڼا کې د عادلانه سولې د ټینګولو  د پاره هڅې وکړي.

د افغانستان  د سولې پرسر د  ناروا سیالۍ په لاره اچول او یو وارې بیا د موقتي میکانیزمونو په رامینځ ته کولو  سره به افغاني ملي دولتي جوړښت ویجاړ شي اوپه پایله کی به افغان ملت اوورسره  تاسو ته هم زیان ورسیږي. اوسنی نظام او دولت ته په کمه سترګه مه ګورۍ.  افغانستان کې عادلانه او ثابته سوله  هرو مرو ستاسو د هیوادونو د امن او آرامۍ په ګته ده

د ملي ترقي ګوند ، سولې ته د  بې سارې لیوالتیا سره،  د  ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته په کلکه ژمنتیا،  د نوښتګر او زړه ورو، کره،  ملي شخصیتونو په شان، باور لري چه «د سولې جرګې په رښتیا،  نوی سیاسي ماحول او په رښتینی مانا آګاه ، بادرایته ، باکفایته ، ملي او وطنپال قشر، میدان ته کړ».  د د جرګې محترموګډونوالو ، د ملت پتمنو استازو!، په کومه مېړانه، صداقت، پوهه او مهارت چه وځلېدئ؛ د خپلو پرېکړو په تطبیق کې هم  په همدا شان پیاوړې، دوامداره مبارزه وکړۍ. د افغانستان ملي ترقي ګوند غړی، د وطن په هر ګوټ کې ستاسې تر څنګ ولاړ دی!

د افغانستان د  ملي ترقي ګوند رهبری د هېواد له ټولو وطنپالو، سیاسي ، مدني او فرهنګي نهادونو او خپلواکو ملي شخصیتونو څخه، هیله کوي ، او د ګوند ټولو ولایتې ، ښاري، ولسوالي او لمړنیو شوراګانو ته دنده سپاري چه  له ټولو امکاناتو څخه په ګټه اخستلوسره ،  دسولې جرګې سپارښتونو د پلي کولو په  لار کې زیار وباسي او دهغو ناوړه هلو ځلو مخه ونیسې چې یو شمیر هېوادونه، تش په نامه ملي کړۍ او شخصیتونه يې د سولې پرخلاف را مینځته کوي.

د تل پاتې او عادلانه سولې په هیله!

ژوندی او سرلوړی دې وي افغانستان!

عبدالحی مالک

د افغانستان د ملی ترقي ګوند رییس

 

د افغانستان د ملي ترقی ګوند د دارالانشأ اعلامیه

کابل – افغانستان
۱۳۹۸/۱/۲۶

د مشورتې لوي جرګې د جوړیدو په باب د لېدلورو په هکله !

د افغانستان ملي ترقی ګوند د هېواد د سولي بهیر د پيل کېدو راهیسې ، د سولي د وړاندیزونو ، د سولي بهیر د سالمي سمت نیونې اړوند د اعلامیو په شمول زیات اسناد تصویب او خپاره کړي او په دې هکله یې زیاتو تبلیغاتي او سیاسي کارونو ته سازمان ورکړی .
له نیکه مرغه د هېواد دننه او بهر زموږ د سولي له وړاندیزونو او نورو اسنادو ‌‌‌‌‌‌ډير ملاتړ شوی دی .
افغان ولس اوزمونږ ګوند په دی تمه وه ، چې د سولي د روان بهیر په اړه به مشورتي لویه جرګه کابل کې جوړه شي او د خلکو استازي به د هېواد له هري برخې ، د بهیر د وړاندي تګ او موجودوهغه ستونزو چی دسولی اوسنی جاری بهیر ټکنی کړی اویولړ انګیرنی رامنځ ته کړی دی ،د لیري کولو په خاطر ارزښناکه مشوري او پيشنهادونه وړاندي کړي . لوي جرګې ته به د استازو په نوماند کېدو او غوراوي کې به سیاسي او مدني بنسټونه سالمه سیالي وکړي .
له بده مرغه مالومیږي چې په واک قبضه کوونکې کړۍ او سیاسي نهادونه ، ځانګړي اشخاص او حلقې نه غواړي ، په قدرت او تصمیم نیولو کې شریک پېدا کړي . له دې کبله د شرطونو اوبهانوپه وړاندي کولو د دی ملي بهیر د بشپړتیا اوپرمختګ مخه نیسې .
د افغانستان ملي ترقی ګوند ، د مشورتې لوي جرګې د جوړیدو په وړاندي دجمهوری ریاست په راتلونکو ټاکنو کی دثبات اوهم پالنی ټیم مشراونوماند ، په څیر نور هم رنګه ټیمونواوکسانو وروستۍ پریکړی چې ګویا د یو لړ مسألود نه خبریدلواویاهم د قناعت نه لرلو له امله د لوي مشورتې جرګې د جوړیدلو په کار کې اشتراک نه کوي ،اونوموړی ملی پروسه د ټاکنیز کمپاین د هڅو سره غوټه کوي ، خواشینونکې بولي . زمونږګوند په داسې حالاتو کې چې په ټول وطن کې جګړه روانه ده ، طالبان د الفتح په نامه پسرلني عملیات مخته وړي ، د مشورتې لوي جرګې د کارپروړاندی دخنډونو اوتشویشونورامنځ ته کول او یا هم په هغه کې ګډون نه کول ، د سولي پيل شوي بهیر ته ګزار ورکول او دسولۍ مخالفینوته ، مورال او جواز ورکول بولي .
د ګوند دارالانشأ باور لري هغه سیاسي ګوندونه ، نهادونه ، کړۍ او اشخاص چې په واک او امتیازاتو کې یو ‌‌‌‌‌‌ډول ځانونه شریک ګڼې او په کوچنیو بهانو ، د مشورتې لوي جرګې يا د طالبانو سره د مرکچې پلاوي د غوره کولو ملي تصمیمونه په خطرکی اچوی نودا ،ددی معنی لری چی د افغانستان د خلکو سره په مهارت دوښمنې پالې او د مغرضو همسایه ګانو او نړیوالو مافیایې کړیو په ژرنده اوبه تویوی .
د افغانستان د ملي ترقی ګوند عقیده لري چې د افغانستان خلک ، وطنپالونکې ،روڼ اندي په تیره ځوانان او ښځې د سولي بهیر د سالمي سمت نیوني ، د سولي په کار کې د اوسیدونکو ، هېوادنیو سیاسي مدني ټولنو د استازو د فعال ګډون غوښتونکې دي او هغوي هیڅکله هغو پریکړو ، پلي کولو ته ځانونه پابند نه بولي چې د افغانانو په پته ، په واک او امتیازاتو کې د ښکیل سیاسي نهادونو ، کړیو او اشخاصو له خوا نیول کیږي .
د ګوند دالانشأ د ګوند له شوراګانو او غړو ، د وطنپالونکو ګوندونو ، سازمانونو ، ګروپونو او مستقلو شخصیتونو او په ټوله کې د هېواد له وګړو غواړي ، اړین فشار واچوي چې د حکومت دننه کړۍ او اشخاص د خپلو ګټو د خوندي کولو په پلمه ملي بهیرونه سبوتاژ نه کړي .
مخ پروړاندی دیوی عادلانه اوتل پاتی سولی په لور
مونږداسی سوله غواړوچی په هغه کی ټول ملی اومترقی ارزښتونه وساتل شی

په درناو ی
عبدالحی مالک د افغانستان د ملي ترقی ګوند رئیس

ګډه اعلاميه

افغانستان د ملی پرمختګ ګوند
د افغانستان ملی يووالی ګوند
د خلکو ګوند له پاره د تفاهم او انسجام کمیټه

نيټه :۱۳۹۷/۱۲/۲۹
کابل – افغانستان

د افغان باتور ولس پر ضد د پردو له خوا تحميل شوي څلويښت کلنه خونړۍ جګړه، د وينو سونامی او يوه ناپايه تراژيدی په داسې حال کې د لا پراختيا او ژورتيا په حال کې ده چې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د استازی زلمی خليلزاد او طالب جنګياليو تر منځ د سولې خبرې مختلف پړاؤنه وهي .په خواشينۍ سره د هيلو پر خلاف د سيمې د هيوادونو او نړيوالو سيالۍ د بل هر وخت په تناسب د افغان تراژيدۍ د ژوريدو په بيه پراختيا مومي .
د افغانستان ملی يووالی ګوند، د افغانستان د ملی پرمحتګ ګوند او د خلکو ګوند له پاره د تفاهم ــ انسجام کمټه د خپل ولس په استازيتوب د خارجي استخباراتي کړیو او د هغوی د لاسپوڅو د بربنډو افغانی ضد موخو په وړاندې خپله بې پايه کرکه او نفرت په ډاګه کوي ، چې غواړي د افغان سولې په اړه خبرې آترې له اصلی مسيره بهر کړي .
افغان ولس د داسې سولې په بيه کې د خپلو نومياليو بچيانو سرونه ورکړل ، کومه چې هيواد او د ولس هر وګړي ته ځانی او ټولنيزه نيکمرغی ، حقوق او آزادی په آرمغان راوړي ، وروستۍ لاس ته راوړنې وساتي ، ملی واکمنی ټينګه او د هيواد د سياسی نظام پايښت او خلکو مدنی حقوق تضمين کړي . افغان ولس د بنسټ پالنې له ويرجنو تيارو کرکه او نفرت لري او غواړی د نړئ د متمدنو ولسونو په څېر د افغانی مستقل هويت په ساتلو سره د سيال او وړ ژوند جوګه شی .
مونږ دافغان سولی په بهیر کی دافغان دولت څنډی ته کول اودافغان ولس د ارادی پرخلاف سوله، دنوی جګړی پیل بولو. همدارنګه دافغان دولت له ګډون پرته دسولی په روان بهیر کی دافغان سیاسی ګوندونو ،ټولنیزوخوځښتونو او کړیو حضور د سیمی دهیوادونو افغان ضداستخباراتی لوبو او نفاق اچولو دناوړه پالیسیوبرخه بولو او پرافغان حکومت غږکووچی دیوی سالمی افغان شموله، پراخی سیاسی اجماع دتشکیل لپاره هڅی ګړندی کړی.
زمونږ له نظره ، د سولې د پاره د مشورتی لويې جرګې دايريدل، د اصولی انعطاف پر بنسټ د پوهاوي له پاره عاقلانه بحثونه او دې ته د ورته نوښتګرو اقداماتو تر سره کيدل د سالمې او دوامدارې سولې د تامين سره مرسته کولای شی . رښتينی او پايښت لرونکی سوله او امنيت د افغانانو په ملکيت د سولې د مذاکراتو پايله کيدای شی او بس .
مونږ د افغانستان پر دوستانو او مرسته کوونکو هيوادونو او د تروريستی وحشت او بنسټ پالنې پر ضد د افغانستان پر متحدينو او په سر کې د امريکا پر متحده ايالاتو غږ کوو چې د رښتينی او دوامدارې سولی د تأمين له پاره د تروريسم په مور پاکستان خپل فشارونه زيات کړي او د افغان دولت سره د پوهاوی او مرستو کچه لوړه کړي .
د افغانستان ملی يووالی ګوند، د افغانستان د پرمختګ ملی ګوند او د خلکو ګوند له پاره د انسجام ــ تفاهم کمیټه د سولی د سپڅلی آرمان د تر سره کيدو په خاطر د سر او مال په بيه د خپل ولس او نظام تر شا ولاړ دي او په ټولو وطنپالونکو ګوندونو ، سياسی خوځښتونو او شخصيتونو هم د بيا د پاره غږ کوي چې په دې برخليک ټاکونکو شيبو کې د ټولو توپيرونو سره سره د حريصو ګاونډيانو او د هغو د افغان لاسپوڅو د توطئو پر وړاندې د خپل ولس ، داساسی قانون اونظام دارزښتونو څخه ننګه اوملاتړ وکړي .
ژوندی دي وي ازاد ، دموکراتیک او مترقی افغانستان !

د افغانستان ملي یوالی ګوند رئیس
عبدالرحیم سالارزی
د خلکو ګوند له پاره د انسجام ــ تفاهم کمیټی ریس
عبدالطیف اخګر
د افعانستان دملي پرمختګ ګوند رئیس عبدالحي مالک

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

till mig
کابل – افغانستان
د ۱۳۹۷ م د کب ۲ مه
د افغانستان د سولي پيل شوي بهیر د سالمي سمت نیونې په هکله :
په افغانستان کې د جګړي د بندیدو او د سر تا سري سولي د تأمین په موخه د سولي پيل شوی بهیر نیکه هڅه ده چې هېوادوال ورته د امیدوارۍ په سترګه ګوري او له هغې ملاتړ کوي . د افغانستان د ملي ترقۍګوند هم د سولي د روان بهیر څخه د ملاتړ تر څنګ ، د بهیر د سالمي سم نیونې په نیت ، د ګوند دارالانشأ د لیندۍ په ۱۱ مه ۱۳۹۷ م کال د سولي وړاندیزونه تصویب کړل چې په ګوندي او هېوادنیو رسنیو کې خپاره شول . موږ هیله درلودله چې د سولي بهیر کې اشتراک لرونکې خواوي به د پروسې د سلامتې له پاره د وړاندیزونو مهمې برخې په پام کې ونیسې او سوله او ثبات به د افغانستان د جنګ زپلو خلکو د ارمانونو سره سم هېواد ته راستنول کیږي خو داسې ونه شول ، ځکه :
•د سولي له پاره خبري طالبانو ، د طالبانو ملاتړو او د افغانستان په سوله کې یو شمیز اغیز لرونکو همسایه او نورو هېوادونو انحصار کړي .
•د جګړي اصلي قربانې ورکوونکې یانې د افغانستان خلک کنج ته ټيل وهل شول . همدارنګه د سیاسي مدني وطنپالونکو ټولنو د استازو برخه وسوځېده .
•د افغانستان حکومت چې د طالب سره د جګړي اساسي خوا ده په دې پلمه چې مشروعیت نه لري له نظر وغورځول شوه .
•د افغانستان د حکومت اپوزیسیون یو شمیر کړیو هوښيار چلن ونه کړ ، د طالب د تلې د درنولو په موخه یې د حکومت تر څنګ د پاتې کېدو پر ځاي په مستقیم او غیر مستقیم ‌‌‌‌‌‌ډول د طالب او د هغې د ملاتړو د موضعګیرۍ په پياوړې کولو بوخت پاتې شول .
دغې ویره اچونکې وضعې د افغانستان خلک په شک کې واچول ، له دې کبله خلکو ، سیاسي مدني وطنپالونکو ټولنو ، دیني عالمانو او په حکومت کې له حالاتو اګاه چارواکو کلک غبرګون وښود چې په پایله کې د سولي بهیر یو شمیر مرکچیان خپلو تیروتنو او د هغې فوري سمولو ته تر یوي کچې متوجې شول .
لکه چې د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د سولي په تصویب شوي وړاندیزونو کې ورته اشاري کړي وي ، باید د سولي بهیر د پاتې برخې په ناستو کې زموږ وړاندیزونه او لاندي موارد د بهیر د سالمې سمت نیونې په موخه په نظر کې ونیول شي :
•سوله یوازي طالب او د هېواد دننه په واک کې شریک تنظيمونه ، نه شي کولی . باید په مرکچې پلاوي کې د افغانستان د خلکو ، سیاسي ، مدني وطنپالونکو ټولنو ، د ښځو او ځوانانو اعتبارې استازي اشتراک وکړي .
•جګړه د افغانستان په خاوره ادامه لري او د هغې تا‌ؤ افغانانو ته رارسې . له دې کبله د سولي د بهیر د مشرتابه او مالکیت امتیاز باید د افغانستان د حکومت سره وي نه له ګاوندیو او نورو هېوادونو سره . د بهیر د بریالې کېدو په هدف مرسته د افغانستان سره وشي نه له نورو هېوادونو سره .
•په هېواد کې باید د سر تاسري سولي تأمین ستره ستراتیژيکه موخه وګڼل شي ، دغې موخې ته د رسېدو په نیت ، حکومت ، اپوزیسیون ، سیاسي مدني وطنپالونکې ټولني او په ټوله کې خلک هر ‌‌‌‌‌‌ډول اختلافونه او ګټې یوي خوا ته کړي ، د سولي د تأمین په هدف یو بل ته لاسونه ورکړي او له واحدي موضع د طالبانو او د هغوي له ملاتړو سره په خبرو کې د افغانستان او د هغې د خلکو په ګټه د سولي بهیر په سالمه سمت نیونه کې برخه واخلې .
•هېوادوال وخت په وخت د خبرو له جریان څخه خبر کړل شي ، هغوي چې د ملي غوښتنو پر ځاي په فردي او ګروپې غوښتنو تاکېد کوي خلکو ته سم دم ور وپيژندل شي چې خپله خلک ورسره حساب وکړي .
د سولي د تأمین په ارزو
عبدالحی مالک   د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

د افغانستان د ملي یووالي ، ملي ترقۍ

ګوندونو مشترکه اعلامیه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۷م کال د. سلواغې ۱۸ مه

په مسکو کې د طالبانو ، د افغانستان د یو شمیر ګوندونو ، تنظيمونو ، مدني نهادونو د استازو او خپلواکو شخصیتونو د اشتراک په هکله :

موږ د افغانستان د دموکراتیکو او وطنپالونکو یو شمیر ګوندونو د مشرتابه استازو ، په مسکو کې د بین الافغاني دیالوګ په نامه د طالبانو او د افغانستان د ځينو ګوندي ، سیاسي ، مدني استازو ، خپلواکو شخصیتونو راټولېدل په ‌‌‌‌‌‌ډير ځير وڅارل .

د مسکو د ناستې د رابلونکو موقعیت ، په ناسته کې د طالب استازو او د افغان لوري د ګوندي ، تنظيمي ، مدني ټولنو نمایندګانو او یو شمیر خپلواکو شخصیتونو ترکیب ، په ناسته کې د بیلابیلو څرګندونو او پر هغې د رسنیو د تبصرو څرنګوالی ، په ګوته کوي چې د مسکو راټوله شوي افغاني ټولګه که څه هم د افغانستان دننه او له هغې څخه بهر د افغان هغو مخالفینو یوه ناسته بلل کیږي چې یو شمیر یې د حکومت په وجود کې د حکومت مخالفین او بله برخه یې د حکومت په وړاندي د وسله والو مخالفینو ( طالبانو ) استازي ګڼل کیږي ، چې په پوره مهارت د افغانستان د مشروع حکومت کنج ته کولو یوه هڅه کوي .

په ناسته کې را ټول شوي کسان یو تعداد شریکې موخې لري :

  • ‌‌‌‌‌‌ډيری له دغو کسانو غواړي د افغانستان حکومت پرته له طالبانو سره د خپلو ګټو او راتلونکې موقعیت د خوندي کولو په موخه د سولي دیالوګ مخته بوزي .
  • ‌‌‌‌‌‌ډيری له دوي ښکاري چې د افغانستان د ملي ګټو پر ځاي د ګوندي ، تنظيمي او انفرادي ګټو د تامین په لټه کې سوله سپر کړي .
  • د راټولي شوي مجموعي اکثریت نه غواړي د افغانستان اوسنی حکومت له طالبانو سره په خبرو کې د ټولو افغانانو په پته استازیتوب وکړي .
  • طالبان او په ناسته کې یو شمیر بلل شوي په مهارت د افغانستان په اساسي قانون له سره داسې غور کول غواړي چې په هغې کې د دموکراتیکو ارزښتونو ځاي هغه تعبېرونه ونیسې چې د اسلام تر پردې لاندي ، خپلو موخو ته د رسېدو روایت ومومي .
  • د یوشمیر استازو له خولي خو بیا د منځمهالي حکومت د جوړیدو بوي راځې او په دې تمه دغې ناستې ته تللي که د يو داسې حکومت د جوړیدو له پاره ملاتړ ومومې او خپله د هغې احتمالې برخه وګرځې .

پورتنیو او داسې نورو ټکو ته په کتو ، د دموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو د مشرتابه استازي څرګندوي چې د مسکو ناستې افغانستان ته د سولي د راوستلو بشپړه او هر اړخیزه اجندا نه لرله یوازې د افغانستان د حکومت د مخالفو وسله والو استازو او د حکومت د اپوزیسیون یو شمیر غړو ، خپلې هغه څرګندونې لږې نرمې کړلې چې په تیر کې د افغانستان د خلکو له کلک غبرګون سره مخ شوي وي . مخالفو وسله والو د افغانستان د ملي شورا ، وسله والو ځواکونو او د دولتي اداري د ځينو برخو د بدلون یا بیخې له منځه وړلو دړکې کړي وي . همدارنګه اپوزیسیون د غیر متمرکز نظام رامنځته کولو او د افغانستان د اساسي قانون د تعدیلولو هڅې توندي کړي وي .

د مسکو په ناسته کې مخالفو وسله والو د اساسي قانون د تعدیل تونده لهجه خپله کړه او د اپوزیسیون د یو شمیر غړو له خوا د موقت حکومت وړاندیز هم وشو .

د افغانستان د یو شمیر دموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو او نهادونو د مشرتابه استازو ، په څرګند ‌‌‌‌‌‌ډول او لفافه کې د مسکو د ناستې د برخه والو وړاندي کړي نظریي په ځير څارلې او تر هر اړخیزي شننې وروسته لاندي مواد اعلاموي :

  • موږ د افغانستان د حکومت ، وسله والو مخالفینو ( طالبانو ) تر منځ د سولي د پيل شوي بهیر هرکلی کوو او د سولي د تامین په موخه د سولي هر حرکت ستایو او په کې اشتراک کوو . خو سوله باید ابرومندانه وي چې د افغانستان استقلال ، ځمکنۍ بشپړتیا ملي حاکمیت او د تیرو ۱۸ کلونو لاسته راغلي دموکراتیک او افغاني ارزښتونه وساتې .
  • سوله باید د افغانستان د حکومت او مخالفو وسله والو تر منځ وشي چې جګړه بنده شي . موږ ټولې هغه هلي ځلي چې د جګړي هره خوا نظر انداز کیږي او له رول لوبونې څخه اچول کیږي په کلکه ردوو ځکه چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول چلند د سولي غاړي سره لیري کوي او سوله نه پلې کیږي .
  • موږ د امریکا د متحده ایالاتو ، ناټو ، سیمې او نړۍ د اغیزلرنکو هېوادونو څخه په کلکه غواړو چې په خپلو کې د سیالۍ کولو له وجې د افغانستان د سولي بهیر په بیلابیلو کوڅو او دروازو ونه ویشي ، چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول سوله افغانستان ، سیمې او نړۍ ته له خطر پرته نوره هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول ګټه نه شي رسولی .
  • په نړیواله ټولنه غږ کوو چې د خپل نفوذ څخه په استفادي د افغانستان د هغه همسایه ګانو کلک مخنیوی وکړي چې د دې هېواد په جګړو کې مستقیم او غیر مستقیم ښکیل دي او خپلي ګټې پالې ، د خپلې خوښي سوله په افغانانو تپې او د سولي په نامه د جګړي ذهنیت په بیلابیلو بڼو هېواد ته راننه باسې . دا ‌‌‌‌‌‌ډول کړنې په سوله باور لږوي .
  • یو ځلي بیا د افغانستان حکومت ته یادونه کوو چې د سولي په بهیر کې د خلکو ریښتونې استازي ور شریک کړي ، د سولي په کار کې ځوانان او ښخې شاملي کړي ، د سولي اړوند د هغوي وړاندیزونو ته پاملرنه واړول شي ، تر څو د سولي کار د سیاسي سوداګرو له لاسه وایستل شي .
  • د افغانستان د ‌‌‌‌‌‌ډموکراتیکو او وطنپالونکو یو شمیر ګوندونو او نهادونو د مشرتابه استازي اړتیا ویني چې په سمه لاره د سولي د پيل شوي بهیر له پاره په خپلو کې د یو لړ تشکیلاتي تبلیغاتي همکاریو د زیاتیدو او همغږه کولو له پاره په خپلو کې د هماهنګۍ په یوه میکانیزم سره سلا شي .

د افغانستان د دموکراتیکو او وطنپالونکو یو شمیر ګوندونو د مشرتابه استازو له خوا

  • د افغانستان د ملي یووالي ګوند
  • د افغانستان د ملي ترقۍ ګون

 

Sent from my iPhone