نوی2020زکال
زموږ د هېواد هغه کډوالو ته چی له هېواده بهر ژوند کوي مبارک وي، زموږ افغانانو نوی کال د مارچ 21 مه د وري اولمه ۱۳۹۹ ل کال سره سمون لري ،په تاسف چی دافغانانو نوي ۴۱ کلونه په وير او جگړو تير شول لا دسولی ورور ولی څرک نه ليدل کيږې. په ۱۳۹۸ل کال د جمهوري ياست له پاره ټاکنې شوي خو تراوسه دا ستونزه د يو شمېر پردي پالو، مقام غوښتونکو دولکی نه ده بهر شوی د ټولو کميسونونو نه د ولس غؤښتنه دا ده چی قانو پلی کړي . د مخاليفينو نه د ولس غوښتنه هم داده چی د جنگ پر ځای بين الافغاني ناستی وکړي. سوله د هر افغان غوښتنه ده .
نور جنگ بس دی .
محمداقا شيرزاد2019/12/29 مه
سوله هرومرو راتلونکې ده
چه بهرنۍ لښکرې د افغانستان څخه ووځي، د کلیو بمبارد قطع شي، او د طالبانو انتحارۍ هم بندې شي، مګر ترهغه چه بشپړه او عادلانه سوله رامینځته نشي، د خلکو ژوند، فردي امنیت، مال اوناموس به لا هم د ناامنۍ سره مخامخ وي.
ـ د بشپړې سولې مانا دا ده چه : هیوادوال به په کلیو او کوڅو کې د مسلح طالبانو او یا داعشیانو، وسله والو نامسؤله ملیشو اود زورواکوشخصي باډیګاردانو، د نشه اي توکو مافیا او مسلح نا فرمانه لنډغرانو دګواښ او ناتار په فضا کې ژوند نه کوي؛ دولت به دا وسه ولري چه د قانون حاکمیت په زورواکو او ټوپک والو وچلوي او د وسلو زخیرې به وسله والو قوتونو ته ستنې کړي؛ د مذهبي او قومي ډلو او سمتي ټولګیو د مشرانو او د ملیارډرانو باچایي به د اساسي قانون تابع وي، د هیچا د جرم په مقابل کې به معافیت نه وي؛ او د یو غښتلی دولتي نظام جوړونه، چه وتوانیږي هیواد ته د وسلو او رادیکال افراطي ایدیالوژيګانو د ننوتو مخه ونیسي د کاملې سولې اساسی ټکي دي.
ـ دعادلانه سولې په تعریف کې د ولس غصب شوې مځکې او جایدادونو بیرته ورکول، کډوالو او بې خای شویو وطنوالو د راستنیدو او ځای پرځای کولو کې د دولت اغیزناک مدیریت ، د بیت المال د لوټ شویو پیسو او نیول شوومځکو پوښتنه ده، چه د یو قوي پاک نفس ملي دولت په شتون کې عملي بڼه غوره کولای شي.
له بده مرغه، هرکله چه د یوغښتلي ملي دولت جوړښت پیل شي، پاکستان ورته مذهبي، افراطي، ورانکارې ډلې د الحاد د فتواوو سره زمونږ هیواد ته واستوي:
د افغانستان د لمړي جمهور رییس مرحوم سردار محد داوود په دوران کې ، اول ځل د پاکستان لخوا سنبال شوي تروریستي ګروپونه د اسلام تر نامه زمونږ وطن ته واستول شول او دادی د ۴۵ کلو په اوږدوکې د پاکستان او ایران د خاورې څخه، د دوۍ د استخباراتي سازمانونو په مرسته د نړۍ تر شلو زیات راز راز تروریستي اسلامي ډلې افغانستان ته صادریږي تر څو د جنګ او ترور ماشین فعال وساتي. د همدې اسلامي تروریزم سره د مقابلې په پلمه د روس او امریکې لښکرې افغانستان کې وجنګید لې، ډیرې وسلې يې وآزمایلې او زیاتې مرګ ژوبلې يې وکړې.
پاکستان په ډیر مهارت د روسانو پر خلاف د مجاهدینو ۹ کلن جنګ کې او امریکایانو خلاف د طالبانو په اتلس کلنه جګړه کې ، د جنګ مدیریت وکړ. د کوچنیو اسلامي افغاني ګروپونو څخه يې لوی ګوندونه او پراخې جنګي جبهې جوړې کړې. د تارومار شوي طالباني امارت ټوټې يې ، د امریکایانو د ږیرې لاندې ، سره بیا ونښلولې، او آزادي بښونکی (!)، دامریکې ضد قوت يې ځینې جوړ کړ. د اسلامي منابعو څخه راټولې شوو پریمانه مالي مرستو څخه يې د پنجابي حاکمیت د ټینګښت د پاره ښې استفادې وکړې.
د سرو لښکرو د وتلو او د امریکایانو او ناټو راتګ په مینځ کې ۹ کلنه ( د ۱۹۹۲ تر ۲۰۰۱ )، واټن کې پاکستان د ګڼ شمیر جهادي ګوندونو او ملیشو په لاس کورنۍ جګړه په افغانستان کې هدایت کړه او خپل قاطع نفوذ او ګټې يې د جهادیانو او بیا طالبانو په حکومتونو کې خوندي وساتلې.
آی اس آی د افغاني دولت په ضعیف کولو او ړنګولو کې د روسانو د یرغل د زمانې پخه تجربه لري، هغه وخت هم د ډاکتر نجیب الله دولت ملحد، ګوډاګی او د دولت کارمندان ناولي مزدوران! تبلیغ کیدل.
دا ځل بیا د خارجي لښکرو د وتلو سره جوخت د افغاني دولت د ړنګولو حکم، چه د طالبانو، او تبلیغیانو لخوا، د داعشیانو، د پاکستان جماعت العلما، او القاعده له طرفه صادر شویدی، د آی اس آی غوڅه ستراتیژي ده، چه په هیواد کې دننه بډې خواره او لوټماره اپوزیسیون او د آی اس آی سره په تړاو کې د حکومت او پارلمان ځيڼې غړو او همدا ډول ، د ځینې افغان روڼ اندو سیاستوالو له طرفه يې پټ او څرګند حمایت کیږي.
ځینې افغان مبارزینوسره د آزاديبښونکو خوځښتونو عنعنوي نستلجې، خاطرې پاته دي، چه دولت ګوډاګی او د خارجي لښکرو د وتلو سره سم نسکور یدونکی بولي. خو ددوۍ دا لید لوری ځکه سم ندی چه هر ځلي داسې جنبش د غرضي ګاونډي پاکستان لخوا داسلامي رادیکال ډلو په وجود کې سنبال شوی دی. پاکستان سره زمونږ د خپلواکۍ او یا خو د اسلام د دین غم نشته، بلکه دوۍ افغانستان د خپل تاثیر او صلاحیت ساحه ګڼي، چه نه روس ، نه هند، نه امریکې او یا کوم افغاني لیډر ته دا اجازه نه ورکوي چه زمونږ خاوره کې د دوۍ نفوذ کم کړي.
ځینې لیکوالان په اشتباه کې داسې انګیري، چه هر هغه ګوند چه په افغانستان کې فعالیت کوي او په ډاګه امریکا نه غندي، نظام نه تخریبوي اويا د دولت د اقتصادي او مدني پروژو څخه ملاتړ کوي، نو ګوډاګی او د اشغال په خدمت کې دی. په داسې حال کې چه د پنځو لکو دولتي کارکونکو څخه ، که یو لک يې جاسوس او ګوډاګی، غل اورشوت خور ونیسو، د نورو شاوخوا څلورسوه زره د دولت ملکي او نظامي کارکونکو په حق کې، چه دا نظام په سرښند نو ساتي، د خطرونو او خوارۍ سره پکښې کار او ژوند کوي، ظلم او جفا ده چه د ګوډاګي او مزدورخطاب ورته وشي.
دا سې تحلیلونه د خلکو خواست نه دی، د افغانستان د دښمنانو د توطؤ د شنډولو فکر نه دی، بلکه یو تنګنظره ایډیولوژیکي برخورد دی او د انقلابي سیالیو په محدوده فضا کې ژوند کول دي، چه د پاکستان د نظامي استخباراتو د پلانونو سره مطابقت لري.
د آی اس آی د نفوذ کچه:
د پاکستان دنظامي استخباراتو سازمان، د افغانستان د ټولنې په مینځ کې د جماعت العلما په مټه ژورې ریښې ځغلولې دي، د چا باورنشي یا څوک په نه پوهیږي، چه په ټولو قشرونو کې خپل کسان او تړاوونه لري، آن د پارلمان په مینځ کې.
ـ د افغانستان د تبلیغیانو نامرئي څوسوه زریزه منظم سازمان، چه جهاد یوه اسلامی فریضه ګڼي، او هر یويې مکلف دی په کال کې څلویښت ورځې، یا درې میاشتې د پاکستان په مدرسو کې تیرې کړي، په هیواد کې دننه د دوۍ د لویو کلنیو ِغوڼډو اجازه د پاکستان څخه ورکول کیږي! د واقعیت څخه لرې نده، چه آی اس آی په دوۍ کې اوږد لاس لري.
ـ داعش همدا اوس په کابل کې، د لویو تجارانو څخه باج اخلي. که افغاني سوداګر د آی اس آی سره د همکارۍ دعوت رد کړي، د مالونو د انتقال په لاره کې ورته خنډونه پیښیږي او د راز راز ګروپونو د باج ګیریو سره به مخامخ وي، خو همدا چه آی اس آی سره لار ونیسي، نور نه په افغانستان او نه په پاکستان کې ورته هیڅ کومه اداره، کومه مافیايي او یا مذهبي ډله څه نشي ویلی، کټ مټ مافیايي، سیاسي چتر!
ـ په طالبانو او پخوانیو جهادي قوماندانانو د پاکستان د دولت اغیزې کوم ثبوت ته ضرورت نه لري. په دې حساب أی اس آی په افغانستان کې نامرئي پلویان لري، چه د دوۍ سیاست پلی کوي. د خپل ظالمانه سیاست په پیل کې، د بنګلادیش او کوزه پښتونخوا په شان، دلته به هم د سر سړي په مرموز ډول وژني، که ډاکتر وي، که انجینر، که تجار یا سیاستوال. اوس کې ولسمشر اشرف غني او امرالله صالح په نښه دي، ترڅوهغه دولتي پروژې شنډې کړي چه د پاکستان او ایران د منافعو خلاف دي.
د خواشنۍ ځای دی چه ایران او زمونږ شمالي ګاونډيان چه د مرکزي دولت نه يې سترګې نه سوزي، د هزاره او اوزبک جنګسالارانو ننګه کوي او د هغوۍ د مسلحو غیر قانوني ملیشو سره مرسته کوي.
نتیجه:
د بشپړې او عادلانه سولې د راوستلو په موخه دافغانستان د ټولو قشرونو وطنپال، ترقي غوښتونکو، روښانو خلکو، ایمانې او وجداني دنده ده چه د یو قوی، مرکزي، ملي دولت په جوړښت کې ، د پوه او پاک نفس مشرتابه سره مل شي، تر څو؛ د دولتي فساد او مسلحو مافیايې کړیو مهار کول، پر ټولو وګړو د قانون بی پرې حاکمیت، د څلویښت کلنې جګړې د زخمونو رغول، د ملي اقتصاد چټکه وده، د بهرنیانو د ناوړو پلانونو غوڅ مخنیوی ممکن شي؛ که د ا پلانونه امریکې له پلوه وي که د روس، که د ایران لخوا وي او که د پاکستان له طرفه. مننه. م. صافی. ۲۶/۸/۱۳۹۸ (۱۷/۱۲/۲۰۱۹)
د داکتر ناکامورا مظلومانه وژنه ؟
درنو دوستانو
نن موږ او تاسو ددې لپاره راټول شوي يو چې د يوه افغان دوست او په افغانستان او افغانانو مين شخص داکتر تېتسو ناکامورا چې په ننگرهار کې په کاکا موراد مشهور وو، دده پر وژنه او دده قاتلينو پردي پالو ددې غير انساني عمل غندنه وکړو.
د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د ډاکټر ناکامورا د تېرو ٢٢ کلونو فعاليتونه
لکه دده دافغانستان په ننگرهار کې 1500 ژوری څاگانې کيندل شوي د څښلو اوبه 650000 تنو له پاره 82500 جريبه ځمکه د کرهڼۍ له پاره جوړه شوی
۱۱ سربندونه او کانالونه باسل شوي، دوه مسجدونه اودوه شفاخانی اود کنړ سيند څخه داوبو مهارولو کار ډېر موثر ګڼل شوي، چې ورسره د زرګونو کسانو ژوند هم په مثبت ډول بدل شوى دى.
د ٧٣ کلن ناکامورا هغه کارونه چې د اوبو د مديريت، کرنې او د اوبولګولو په برخه کې کړي، د پام وړ ګڼل کېږي.دا شخص د جاپان له ارام پرمختللي هيواد نه دلته را غلی وو که لږ شاته ولاړ شم ووايم چی دده بل ملگری اينجنر ايتو د افغانستان په ختيځه برخه ننگرهار هميشه بهار کې په 2003 زکال يوه پروژه پېل کړی وه دا اينجنر د داکتر نا کامورا د لاری پوخ ملگری وو دی هم د طالبانو لخوا تر بريد لاندې راغلو خود سيمې خلکو دده دژغورلو له پاره راووتل او د طالبانو نه د خلاصون په هکله وجنگيدل ليکن بريالي نه شول اينجنر ايتو ددوی لخوا ووژل شو.
اوس دا سوال پيدا کيږي چی ناکا مورا او اينجنر ايتو افغانستان ته د څه له پاره را غلي وه؟
ايا د کوم نظامي روزونکو دنده يې درلوده؟
ايا دافغان وسلوال پوځ کوم سلا کاران وو؟ ځواب، نه خير
داکتر نا کا مورا د افغانانو ، په تیره بیا د ننګرهار د خلکو یو مهم دوست چې د ژوند ډيره برخه یې د خلکو د ژوند د ښه والي ، په سمسورو باغونو او پټيو د سپيرو دښتو د اړولو ، د افغانانو د روغتیا او خوړو د بسیایني او یو لړ نورو ټولګټو هلو ځلو کولو ته وقف کړي وه ، د افغانستان د ابادۍ ، سمسورتیا او د انسانیت دوښمنانو له خوا په ډيره ناځوانۍ او بې رحمۍ دندي ته د تګ پر مهال د جلال اباد ښار کې د خپلو ساتونکو سره یو ځاي د ترهګریز برید په ترځ کې ووژل شو .
دا چی ډاکتر مورا په کا کا موراد مشهور شوی وو سلگونو رسنيو، ليکوالانو،سياسي ملي شخصيتونو، اوسياسي گوندونو لخوا دده وژنه يو پست وحشېانه عمل بللی اودده بی رحمانه وژنه يي په کلکو ټکو غندلی ده، هغه د اوه سوه زره ډالرو په ارزښت د مرواريد کانال رغولو خوددې هېواد غلام صفته پردي پالو د اي ايس اي په لارښونه دوحشت، بربريت ټيکدارانو د خپل تور بادار بيا داستر خدمتگار په نښه کړ او وي وژلو ځکه ددی هيواد ټول خدمتگاران د بربريت ښکار دي.
يو ليکوال ليکي چی موږ داسامه بن لادن ساتلو په خاطر خپل هيواد لوټی لوټی کړخو داکتر نا کا موراد مو ووژلو افسوس سل ځله افسوس.
درنو دوستانو د جا پان خلک به اوس يو د بل څخه پوښتنه کوي چی نا کا مورا په افغانستان کې څه کول؟ نور به ځواب ور کوي چی هغه هلته شاړی ځمکې ابادولی اوبه خور سيستم يې جوړولوبیا به پوښتنه وکړي چی ولی وواژه؟ ځواب به يې دا وي چي دا ډول خلک چی دی وواژه هغه تياری خوښوي.
موږ افغانان د ډاکټر ناکامورا وژنه ډير ستر بشري ضد جنایت بولو او هغه په سختو ټکو غندو . ځکه هغه د جګړه ایزو فعالیتونو پر ځاي افغانانو ته نه هیریدونکي اقتصادي ، ټولنیز ، روغتیایې او نور انساني خدمتونه کول چې په یادولو یې هر افغان او بشرپال نړیوال ویاړ کوي . د افغانستان په تیره بیا د ننګرهار د ابادۍ او پر ځان د بسیا کېدو له پاره د ناکامورا پيل کړي او پر سر رسیدلي پروژو زیات افغانان د جګړي له لیکو را جلا کړل څو په خپل مټ حلاله مړۍ ډوډۍ د خپلو کورنیو له پاره پيدا کړي .
ترهګر او د هغوي سیمه ایز او نړیوال ملاتړي چې یوازې انسان وژنه او مدنیت ورانونه پيژنې نه شي کولی د ناکامورا او د هغه د ملګرو په وژنه افغان او نړیوال بشرپال له خپلي سپيڅلې انساني لاري را وګرځوي
موږدا بشري جنایت په غټو ټکو غندو ، ناکامورا ته د درناوي په نیت د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې:
د اوبو لګولو هغه پروژه چې ناکامورا په ننګرهار کې پيل کړي وه او ډيره برخه یې سرته رسیدلي ده د هغه په نامه ونومول شي
( .د هغه جنازه په ځانګړو مراسمو د یوه جګ پوړي پلاوي په ملتیا ، د یوه غوره پيغام سره ابایي خاوري ته ولیږدول شي.)
له نړیوالو بشري او ډیپلوماټيکو ټولنو سره د سلا مشورو کولو له لاري د ناکامورا د قاتلینو او د هغوي د ملاتړو د موندلو او په سخته سزا د هغوي د رسولو هلي ځلي پيل او چټکې کړي.
د هغو بشرپالو بهرنې کارپوهانو د امنیت خوندي ساتلو له پاره چې ، افغانانو ته د هېواد دننه د انساني مرستو د رسولو چوپړ کوي ، کلک امنیتې تدبیرونه ونیول شي.
د ډاکټر ناکا !مورا روح دې ښاد وي
د ابادۍ قربانې!
ډاکټر تیتسو ناکامورا د افغانستان په تیره بیا د ننګرهار د ابادۍ په خاطر خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ . هغه د ۲۰۱۹ م کال د دیسامبر په ۴ مه د سبایي په ۸ بجو ، د جلال اباد ښارکې د یوه ترهګریز برید په پایله کې د څو نورو کسانو په ګډون چې یو یې ساتونکی او بل یې ډریور ؤ ووژل شو. دغې خونړۍ پیښي ټولو افغانانو او نړیوالو ته سخت ټکان ورکړ . ډیرئ افغانانو د ډاکټر ناکامورا یا کاکا مراد په ناځوانمردانه وژنه ژور خپګان ښکاره کړ او د وطن له هري خوا د زیاتو اوښکو په تویولو ، د افغانستان د خلکو ټولو ټبرونو له نامراده کاکا مراد ، د هغه د انساني سترو خدمتونو د درناوي ، مننې کولو او د غمزپلي کورنۍ سره یې د کلکې همدردۍ ښودلو بې ساري څرګندونه وکړه .
د ټولي نړۍ په تیره بیا د پښتونخوا او افغانستان خلکو او رسنیو په وحشیانه توګه د ډاکټر ناکامورا وژنه د انسانیت په وړاندي پیښ ستر خطر او د افغانستان د بیا جوړونې بهیر ته لوي ګواښ بللی او ناکامورا یې د کنړ سیند د مهارولو ، د ګمبیري په څیر د سپیرو دښتو د خړوبولو او زرغونولو او ابادۍ قربانې یاد کړی دی. په شننو کې ګوته نیول شوي چې وژل شوي جاپاني الاصله افغان د هیچا سره دوښمنې نه لرله یوازي له ناروغیو ، لوږي او فقر څخه د افغان وګړي د خلاصون په ګناه ، د کنړ سیند د اوبو راګرځولو پر سر د سیمي د لوي شیطاني شبکې او د هېواد د کورنۍ مافیا د ګډ پلان په پایله کې ترور شوی دی .
ډاکټر تیتسو ناکامورا ځکه د سیمي د ډیرو دون صفته استخباراتو او مافیایي کړیو قهر او کرکه راوپاروله چې هغه د خپلو ټولګټو فعالیتونو په پایله کې د ننګرهار خلکو ته ۱۵۰۰ ژوري څاګانې ، ۱۲ ویالي ، ۲ مسجدونه او ۲ مجهز کلینیکونه جوړ کړل . په ګمبیري او شاوخوا سیمو کې یې ۸۲۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبه کړه ، د غنمو، جوارو ، ترکاریو د کښت سربیره یي د میوو لکه مالټو باغونو په جوړولو سره ۶ لکه او ۵۰ زره وګړو ته ګټه ورسوله . هغه د مروارید په نامه ۲۷ کیلو متره اوږده ویاله د کنړ سیند له اوبو څخه د ښیوي ولسوالۍ او ګمبیري دښتې د زرغونولو په موخه وکیندله .
ناکامورا چې د ۱۹۴۶ م کال د سیپتامبر په ۱۵ مه جاپان کې زیږیدلی ؤ ، په ۱۹۸۰ مو کلونو کې افغانستان ته د طبیب په توګه چې روغتیایي مرستې وکړي راغئ . هغه د روغتیایي مرستو تر څنګ د افغان کډوالو سره په پیښور او د هېواد دننه اغیز لرونکو همکاریو کولو ته ودانګل . په ۲۰۰۰ م کال کې چې د افغانستان دننه وچکالي زیاته شوه ، خوراکې توکې لږ پیدا کېدل ، په خلکو باالخصوص کوچنیانو کې د ناروغیو کچه لوړه وختله ، هغه د کارګرانو یوه ډله جوړه کړله چې څاګانې وکنې ، د کلیو خلک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي او د دې په څنګ کې د اوبو لګولو ویالي وباسي . د ویالو جوړولو سره جوخت هغه د کوچنیانو او تنکیو ځوانانو له پاره د ښوونځې د جوړولو له پاره مټې راونغاړلي . په همدي کال کې۳۱ کلن کزویا ایتو چې د اوبو لګولو د ویالو په کار بوخت ؤ ، د وسله والو یاغې ګروپونو له خوا ووژل شو ، د هغه نیمګړو چارو ته ناکامورا اوږه ورګړه چې د پلي کړي پلانونو په پایله کې هغه په ایوارډونو ، ستاینلیکونو او د افغانستان په افتخاري تابعیت ورکولو ونازول شو .
د ډاکټر ناکامورا د کار ځانګړتیا په دې کې وه چې هغه ، د اوبو لګولو د کار له ساده طریقو څخه ، چې د ده پلرني وطن جاپان کې زیاتې کاریدلي په ګمبیري دښته او نورو ځایونو کې استفاده وکړه . په ډیره ارزانه توګه او لږ وخت کې ، د سیمه ایزو موادو په کارولو سره زیاتې ویالي وکیندل شولي او په زرهاؤ جریبه ځمکه تیاره او خړوبه شوه . هغه په ډیره کمه اجوره د کلیو خلک قانع کړل چې د هغه د اړینو پلانونو په پلي کولو کې ورسره مرسته وکړي . د ننګرهار خلکو په هغه کلک باور وکړ او ناکامورا د ولس د اعتماد په وړاندي له نیم میلیون زیاتو کلیوالو ته د خوړو ، روغتیا ، پوهني او ټولنیز ژوند برخو کې بې ساري خدمتونه وکړل . هغه د ښیوي د ولسوالۍ او ګمبیري دښتې شاړو ته اوبه ورکړي ، سمسور فارمونه ـ پټې یې جوړ کړل ، ښوونځې او جوماتونه یې ودان کړل ، ځکه خلکو ورته په درناوی او ناز کاکا مراد لقب ورکړ .
د ننګرهار د خلکو له خوا فقید ناکامورا ته د کاکا مراد لقب کارول ، د کړي کارونو په مقابل کې په ستاینلیکونو او ایواردونو د هغه ویاړل کېدل ، د افغانستان افتخاري تابعیت ورکول کېدل د خلکو او خکومت له خوا د هغه د انساندوستانه کارونو د درناوي او مننې څرګندونه کوي . کاکا مراد په خلکو ګران ؤ ، له ګرد افغانستان څخه د ټولو توکمونو او ژبو استازو د هغه له فعالیتونو څخه د قدردانۍ ژور احساس ښودلی دی . د هغه د بې رحمه وژنې په وړاندي د افغان ولس له غبرګون څخه پته لګیږي چې زموږ خلک د کار او بې کاره کسان سره بیلولی او پیژندلی شي . د افغان نارینه ، ښځو او ځوانانو ژړاګانې ، په ټولنیزو رسنیو کې د کاکا مراد په باب ځانګړي لیکني ، شعرونه او زمزمي ښیي چې د ننګرهار خلکو او هېوادوالو د ابادۍ یو ستر اتل چې د ابادۍ قربانې دی له لاسه ورکړی دی .
په ټولنیزو رسنیو کې بیا د افغانستان د خلکو د میلمه پالنې د احساس سره یو شمیر نابلده کسان د ډاکټر ناکامورا وژل د هېوادوالو کمزورتیا ګڼې ، د یو ډول پیغور او قطرو په افاده کولو سره هڅه کوي وښیي چې ګواکې افغانان د خپلو دوستانو په پیژندلو او دفاع کولو کې پاتې راغلي . هغوي له دې زاویي غواړي بهرنیانو ته وښیي چې افغانانو ته کار کول ، سر ورکول دي ! په ریښتیا کې داسې نه ده . زموږ خلکو تل له هغو بهرنیانو کرکه کړي او ورپسې پورته شوي چې د پوځي موخو په خاطر افغانستان ته راغلي . خو د ټولګټو فعالیتونو له پاره راغلو بهرنیانو سره هېوادوالو تل د ډیرو ښاغلو میلمنو په څیر چلند کړی ، هغوي یې نازولي دي . د سولي په شرایطو کې د امریکا ، اروپا ، کاناډا ، استرالیا او افریقا کارپوهانو ته افغانانو خپل زړونه ورکړي چې د متقابل انسانی باور او اړیکو داستانونه یې تر اوسه هم د مشهورو کتابونوچپټرونه جوړوي . د خواشینی ځاي دادی چې ځینې څرګندي کړۍ او پیژندل شوي اشخاص د سیمي او نړۍ د بې رحمه او وحشي صفته کړیو اجورتې انساني ضد کارونه چې د افغانانو په خاوره کې د اقتصاد ، فرهنګ ، ټولنیز ژوند د جبهي بهرنې کارپوهانو ګواښول ، تښتول ، برمته کول ، وژل ، د پیسو او نیول شوي جاسوسانو د خوشي کولو په بدل کې هغوي سپر کول دي ، له یاده وباسي او د پورتنیو افغان ضد ـ مسلمان ضد کړنو تور په سپیڅلو هېوادوالو لګوي . په افغانستان کې د سلما ، نغلو او نورو بندونو د ویجاړولو ، د لوي ترانزیتي لارو د سپړلو او مین ګذاري کولو ، د ښوونځيو د ورانولو او د کوچنیانو د مسمومولو ، د روغتیایي مرکزونو د نړولو او د هغې د کارکوونکو د وژلو او تښتولو ، د پلونو او پلچکونو د الوزولو د انساني ضد فعالیتونو تر څنګ د بهرنیو انجینرانو ، ډاکټرانو ، کارپوهانو ، استاذانو او مسلکي حرفوي کسانو په تښتولو او د هغې پر سر معامله کولو کې تر اوسه د پاکستان او ایران د استخباراتو په وړاندي د افغانانو مالومات او کرکه په تیرو څلورو لسیزو کې زیات محسوس شوي .
هېوادوال د خپل انګړ جوړونکې نه وژنې ، دا د افغانانو دوښمنان دي چې د افغانستان د بیا جوړونې ستنې غورځوي ، د هغې معماران تښتوي او وژني يي !!
له دې کبله د نامراده کاکا مراد ، وژونکي که د دې خاوري اوسیدونکې هم وي ، ځکه افغانان نه دي چې هغوي د پاکستان د استخباراتو د اندیښنو په ځواب کې ( د ګمبیري د سپیري دښتې په بڼ د اړولو ) معمار او د کنړ سیند د اوبو مهارونکی وژلی دی ! دا ډول هڅه یوه انساني ضد ـ افغاني ضد او اسلامي ضد هڅه ده چې هیڅ هېوادوال ورته زړه نه شي نیولی !
د ډاکټر ناکامورا او دهغه د ورسره ملګرو وژل او شهیدانول ، د هغو سیمه ایزو څرګندو کریو دسیسه ده چې د افغانستان اوبو ، ځنګلونو او نورو طبیعي شتمنیو ته د تالان په عینکو کې کوري !
د افغانستان حکومت او خلک په یوه شي کې پاتې راغلي چې ولي د داسې شومي سناریو په برخه کې کشفي ـ استخباراتي او ولسي مالومات او هڅې همغږي شوي نه دي ؟ ولي ژغورونکي او د ګواښ لږیدو تدبیرونه له پخوا نه دي نیول شوي ؟ ځکه دا ډول پیښې ان په ډیرو پرمختللو هېوادونو کې پیښیږي چې هغوي ورته په مسلکې ډول د مخنیوي لاري چاري لا له وړاندي پیشبینې کوي .
په پاي کې د کاکا مراد او د هغه د ملګرو وژنه افغانانو ته ستر ماتم دی ، د هغوی روح ته د مغفرت دوعا استوو . د فقید ناکامورا او د ورسره شهیدانو د کورنیو او د جاپان د دوست هېواد ولس سره ژوره غمرازي څرګندوو او په بربنډه وایو چې تر سره شوي وژنه یوه ستراتیژیکه وژنه ده ، لامل یې افغانان نه ، بلکه د سیمي استخبارات په تیره بیا د پاکستان اي اس اي ده !
ناکامورا یا کاکا مراد د ابادۍ قرباني دی!