|
پامپیو ولې له طالبانو سره د سولې د توافق لاسلیک ته چندان لېوال نه دی؟

ټایمز مجله په خپل یوه ځانګړي راپور کې وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو خپله د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د توافقلیک لاسلیک ته چندان لېوال نه دی.
ټایمز مجلې دغه مطلب د ځينو امریکایي، افغان او اروپایي چارواکو له قوله چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، خپور کړی دی.
ټآیمز د باخبرو چارواکو له قوله وایي چې په دغه توافقلیک کې څو مهمې مسئلې ناحلې پاتې دي.
مجله لیکي، دغه توافقلیک په افغانستان کې له القاعدې سره د ترورېزم ضد امریکایي ځواکونو د مبارزې دوام، په کابل کې د غرب له ملاتړه د برخمن حکومت بقا او حتی په دغه هېواد کې د جنګ خاتمه نشي تضمینولی.
ټایمز د افغان چارواکو له قوله وایي چې پر دغه سند لاسلیک به د امریکا د یوه مشروع سیاسي بنسټ له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندلو په معنا وي او دی نه غواړي چې دا کار وکړي.
د مجلې په لیکنه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب استازو سره په ۹ پړاوونو کې د سولې توافق وروستی کړی دی.
ښاغلي خليلزاد تېره سې شنبه ازادي راډيو ته وويل: له طالبانو سره په اصولو کې پر څلورو ټکو موافقه شوې چې په هغوى کې:
- لومړی، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه باید د ترهګرو او افراطي ډلو لهخوا امریکا او متحدینو تهيې خطر پېښ نهشي او که د بینالافغاني خبرو په پایله کې طالبان د حکومت برخه وګرځي، نو دا سیاست باید د ټول هېواد په کچه تعقیب شي.
- دوهم، شرایطو ته په پام د امریکايي سرتېرو کمېدل او بالاخره وتل.
- درېیم، د بینالافغاني خبرو پیل.
- څلورم، بشپړ او دایمي اوربند دی.
ټایمز مجله لیکي چې ښایي دغه سند د خلیلزاد په امریت لاسلیک شي او یا هم دواړه خواوې یوازې د اعلامیې په خپرولو اکتفا وکړي.
تر شااوخوا ۱۰ میاشتو خبرو او نهه پړاوه مذاکراتو وروسته چې د اګسټ په ۳۱مه پای ته ورسېدل، ښاغلي خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره په اصولو کې یوه موافقه شوې چې څلور مهم مسایل چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته د خطر د نهمتوجې کېدو په اړه د طالبانو تضمین، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمېر کمېدل، د بینالافغاني خبرو پیل او په افغانستان کې اوربند د دې موافقې مهم ټکي دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تېره دوشنبه له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو سره یې ولیدل او له طالبانو سره د موافقې د مسودې جزئیاتیې ورسره شریک کړل.
نوموړي همداشان ویلي وو چې دا مسوده به د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر لاسلیک وروسته نهایي شي.
- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ناټو سرمنشي د افغانستان پر سوله غږېږي
- ناټو له طالبانو سره د سولې پر موافقه د سلا لپاره د امريکا د هڅو هرکلى وکړ
په همدې ورځ یعنې تېره دوشنبه د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم خبریالانو ته ویلي وو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې مسوده په دقیق ډول مطالعه او ارزول کېږي او وروسته بهیې په اړه د کابل دریځ اعلان شي.
خو د ولسمشر ویاند بیا پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۳مه» په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، لکه څنګه چې پخواني امریکايي مقامات او سناتوران له طالبانو سره د هوکړې په اړه اندېښنه لري، افغان حکومت هم په دې اړه اندېښمن دی.
ښاغلی صدیقي ټینګار کوي چې افغان حکومت د دې هوکړې په اړه د زیاتو توضېحاتو غوښتونکی دی، ترڅو د ناوړه پایلو مخه ونیول شي.
صدیقي وايي، افغان حکومت د سولې په برخه کې د هر ډول پرمختګ چې په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لامل شي، ملاتړ کوي.
د افـــــغــانــســـتان دخــپــلواکۍ ســــلــم تــلين د مــلي هويت وياړلي نـــــښــه
دافغانستان د معاصرتاريخ په زړه کي هغه شيـبـې چي دغه هيواد دي د پرديو په مخامخ ولکه کي له خپل ملي هويت څخه بي برخي پاتي شوي وي ډيري او اوږدي نه دي خو د پردو په لاس جوړو شوو او ګمارل شوو واکمنيو عمر څه اوږد او زموږ د تاريخ يو دردوونکي تکرار ښـــيـي ، د نورو اقتصادي ، سياسي ، ټولنيزو او فرهنګي عواملو په څنګ کي همدي ترخه واقعيت زموږ د هيواد ملي تاريخي هويت او نړيوال اعتبار تل له پوښتني سره مخامخ کړيدي
له هغي زماني څخه چي انګريزي ښکيلاک خپل اروپائي سيالان د سمندرونو په زړه کي پسي واخيستل ، د زماني يکه تاز شو او په چل ول او زور ئي نيمه وچه لاندي کړه او له بل لوري تزاري روسيـي د تودو اوبو تل ته د رسيدو ليونۍ هڅي چټکي کړي او هم په سمندري ډغرو کي لويدلي فرانسي هم د هند د نيمي وچي شتمنيو ته د رسيدو په خاطر د روسيي له لاري ايران او افغانستان ته سترګي سري کړي نو پرخپل منځي ناروا او هويت وژوونکو کورنيو شخړو کي راښکيل افغاني شاهان او اميران نه زيات د وطن د ګټو بلکه د خپلو واکمنيو د پايښت په حساب د پردو لاس ته کيناستل ، همدي حالت هيواد سخت متضرر کړ ، له ختيځ ، لويديځ ، شمال او جنوب څخه ئي د تــن ټوټي وشکول سوي ، ملي تاريخي هويت ئي زيانمن او نړيوال اعتبار ئي له پوښتني سره مخامخ شو .
د شلمي پيړۍ پيل د ولسونو د ويښيدو ، د استعمار د زور زياتيو د راپرځيدو او د ملي هويت د راژوندي کيدو پيل وو
نور مستعمره شويو هيوادونو او ولسونو ته په سپکه کتل ، ځان فرهنګي او دغه ولسونه بي فرهنګه ښودل او په همدي دليل د ولسونو په شتمنيو خيټي اچول د راپاڅيدلو ولسونو د زغم وړ نه وو ، انګريزي استعمار د خپلي سياسي ، اقتصادي او پوځي برلاسۍ په وجــه د نيول شويو هيوادو د خلکو ملي غرور ته په کــمـه کتل ،
د ښکيلاکــګرو غرور ، برلاسي ، زورواکي او د ولسونو په شتمنيو خيټه اچول لا ښه په زور کي روان وو ، چي د شــرق په زړه کي افغان په ازادۍ مين ولسونه له استعمار سره د پوځي مقابلي له ښکاره کمزوريو سره سره د خپل ملي هويت ، ازادۍ او استقلال لپاره په ختيځ کي د ازادي غوښتونکو مبارزو مخکښ شول ، زموږ د ولسونو ملي اراده د دوي د وخت د مخکښ ځواک په اواز او خوځښت کي راڅرګنده شوه ، مشروطه غوښتونکو دا منلي وه چي د ازادۍ او خپلواکۍ اصلي خنډ مطلقيت دي له همدي امله وو چي په حـقـه په شرق کي افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو پيل کوونکي بلل کيږي ، يوه پيړۍ ياني ســل کاله مخکي د افغانستان خلکو د هغه وخت يو لوي ښکيلاکــګر ځواک برتانيي ته ، د بي ساري سرښندنو او اتلوليو په نتيجه کي خپله خپلواکۍ ترلاسه کړه ،
امريکائي ليکوال لوئيس دوپري ( Louis Dupree ) د افغانستان ترنامه لاندي کتاب کي ليکلي چي : هغه وخت چي غازي امان الله خان د جوزا د مياشتي په ۶ نيټه ۱۲۹۸، هـ ل کال د عيدگاه په جومات کي خلکو ته په خطاب کي د انګريزي ښکيلاک په ضد د جنګ اعلان وکړ ، خلکو په جــګ او لړزوونکي اواز چيغي کړي ” يا مرګ يا استقلال ” همدارنګه کله چي د جنوري د مياشتي په شلمه ۱۹۱۹م کال اميرحبيب الله خان د لغمان په کله ګوش کي د نامعلومو کسانو لخوا ووژل سو نو امان الله خان په کابل کي د خپلي پاچاهۍ له اعلان سره سم له انګريزانو څخه د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او د انګريزي ښکيلاکــګرو پرضد ئي په ټول هيواد کي د خپلواکۍ د غزا ډول وغږاوه غازي امان الله خان يو ځوان هيوادپال شخصيت وو چي د افغانستان د پرمختيا ، سمسورتيا او مدرنيزم لپاره ئي ډيري هلي ځلي وکړي خو له بده مرغه په دغه لار کي ورته يوه مکار دښمن کمين نيولي وو او هغه ئي وړاندي تګ ته پريــنــښود ، امان الله خان د خپل پلار د مړيني پر اوومه ورځ ملت ته په وينا کي داسي وويل :
” اي ملت معظم افغانستان ! من هنگام شهادت پدر وکالت سلطنت را درکابل داشتم و اکنون به اصالت ان بار سنگين امانت را مــتـوکلآ و مــعتــصـمـآ به عهده گرفتم وقتيکه ملت بزرگ من تاج شاهي را بر سر من نهاد ، من عهد بستم که بايستي دولت افغانستان مانند ساير قدرتهاي مستقل جهان ، در داخل کشور ازاد و مستقل باشد ، ملت افغانستان در داخل کشور ازادي کامل داشته و از هرگونه تجاوزو ظلمي محفوظ و مردم فقط بايد مطيع قانون باشند و بس ، کار اجباري و بيگار در تمام رشته ها ممنوع و ملغي است ، حکومت ما در افغانستان اصلاحاتي خواهد نمود که ملت و مملکت ما بتواند در بين ملل متمدن جهان جاي مناسب مقام خود را حاصل نمايد ، من در اجراات امور کشور مشورت را بحکم ( شاورهم في الامر رهبر ) قرار خواهم داد ، اي ملت عزيز و اي قوم با تميز در حفظ دين و دولت و ملت خود بيدار و در نگهباني وطن خويش هوشيار باشيد ، من از خداوند براي شما و اهل اسلام و کليه بني نوع انسان خير و سعادت ميخواهم ” ،
ښاغلي محمداکبر کرگر د غازي امان الله خان د وينا د پورتني پراگراف په اړوند ليکلي چي ( په واقعيت کي پورتنۍ وينا د غازي امان الله خان د اهدافو او پروگرامونو لنډه مانيفيستو ده ، يا د مدرنيزم په لور د هيواد د سمولو تـګـلاره ده ، نوموړي د دي وينا وروسته د يو لړ سترو کارونو په لړ کي غوښتل ، چي د هيواد په اقتصادي ، فرهنگي او سياسي څيره کي يو کيفي بدلون راولي ) ،
د يادولو وړ ده کله چي غازي امان الله خان له انګريزي ښکيلاک څخه د افغانستان خپلواکي اعلان کړه ، انګريزانو هيڅ غوږ پري و نه ګراوه ، نو ځکه دي ته اړ شو چي د انګريزانو په وړاندي د غزا او جنګ اعلان وکړي ، افغان ملت په ډير ليږ وخت کي انګريزانو ته ماتي ورکړه ، په دي وخت کي انګريزانو چالاکي وکړه او د خپلي شرمېدونکي ماتي د پټولو لپاره ئي د سولي خبري پيل کړي او په جګړه کي ښکيل افغاني غازيانو د لا نوري پرمختيا مخنيوي ئي وکړ ،
شنونکي او ځني تاريخ پوهان په دي نظر دي چي افغانستان هيڅکله هم مطلقــآ د چا مستعمره سوي نه دي ، بلکه په هر اشغال کي ئي يواځي بهرنۍ چاري محدودي يا په بشپړ توګه تري اخيستل سوي دي ، حال دا چي کورنۍ چاري ئي تل په خپل ” مشروط ” واک کي پاتي شوي دي ، د تاريخ په اوږدو کي افغان ولس تل د ښکيلاکــګرو او پردي يرغل په ضد سرښندونکي او کلک مقاومت کړئ او يرغلګر ئي هرځل د سترو تلفاتو او شديدو سرخوږيو سره مخامخ کړي دي ، د برتانوي هند مرستيال واکمن لارډ لارنــس Lord Lawrence حق په جانب وو چي ليکلي ئي دي ( افغانان به فقر ، لوږه او حتي له خطره ډک ژوند وګالي خو د پرديو تر واک لاندي راتلل هيڅکله هم نه زغمي ) همدا علت دي چي افغانان د ملي مبارزينو په نوم په تش لاس خو د افغاني هوډ او ټينګ يووالي سره د انګريز پراخي امپراتورۍ په مقابل کي چي په ډيرو عصري وسلو ، قوي وسله والو ځواکونو چي پراخ مادي امکانات ئي درلودل او تقريبآ ټوله نړۍ ئي ترخپل استعماري ولکي لاندي راوستي وه وجنګيدل او په چړو ، تورو او چقمق ټوپکونو ئي دغي ځواکمني اردو ته شرموونکي ماتي ورکړه ، چي په پايله کي ئي د غازي امان الله خان په مشرۍ په 19 د اګست ،1919 م کال چي د اسد د مياشتي له ۲۸ نيټي ، ۱۲۹۸ هـ ل کال سره برابره ده خپلواکي تر لاسه کړه او انګريز امپريل واکمنو په رسميت وپيژاند ،
وروسته له دي چي اماني غورځنګ د افغانانو د ملي يووالي پربنسټ سياسي خپلواکي تر لاسه کړه ، د مشروطيت د مبارزينو هيلي ئي عملي او په هيواد کي د نوي تمدن او پرمختګ د رامنځ ته کولو په لاره کي لازم ګامونه اوچت کړل چي ځينو ته ئي په لنډه توګه لاندي اشاره کيږي :
د امان الله خان په مشرۍ حکومت وروسته له دي چي د برتانوي هندي دولت سره ئي حسابونه تصفيه کړل نو د ملت له غوښتنو سره سم د هيواد په داخل کي يو لړ هغو ټولنيزو ، اقتصادي ، فرهنګي او سياسي بدلونونو او ريفورمونو ته اقدام وکړ کوم چي له پخوا هم د امان الله خان او هم د ” جوانان افغان ” او د ( دواړو مشروطيت غوښتونکو غورځنګونو ) او ټول ملت غوښتنه وه ، د دغو بدلونو تر ټولو ارزښتناکه بيلګه د اساسي قانون يا د افغانستان د دولت د اساسي نظامنامي جوړول وو چي په ۱۳۰۱ هـ ل کال د جلال اباد په لويه جرګه کي تصويب سو ،
د هيواد د فرهنګ د غوړيدا او ودي په لړ کي د امان الله خان لومړي ګام د امان افغان خپرول وو چي لومړۍ ګڼه ئي د ۱۹۱۹ م کال د اپريل د مياشتي پر ۱۲ نيټه د عبدالهادي پريشان داوي په مديريت خپره شوه چي د خلکو د ذهنونو په روښانولو کي پوره ونډه واخيسته او هيوادوالو ته ئي د وطن د پرمختيا او مدرنيتي ته د اوښتون لوري په ګوته کړ ، همدارنګه په لسګونو نوري جريدي اومجلي خپري شوي او په هر ولايت کي يوي جريدي خپروني کولي ، همدا وخت د ښـــځــو لپاره يوه نشريه د ارشادالنسوان په نامه هم خپريده ،
په اقتصادي برخه کي ئي د صنايعو انکشاف او ودي ته پوره پام وکړ او په باندني تجارت کي افغاني پيداوارو د نړۍ مارکيټونو ته لاره ومونده ، په ساختماني او عمراني برخه کي نوي ښارونه جوړ شول او د کابل ښار له پخوا څخه څو واره پراخ او پــلــن سو ، د ولايتونو تر منځ لاري او سړکونه جوړ او د لارو په اوږدو کي د مساپرو د هوسائي لپاره هوټـــلونه په کار ولويدل ، همدارنګه غازي امان الله خان زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره بهرنيو هيوادو ته په دي موخه واستول چي د هيواد په بشپړه ابادۍ او سمسورتيا کي برخه واخلي ، خو له بده مرغه ، ځينو د شر او فساد کړيو د پاچا امان الله خان دغو ټولو ښو کارونو او مترقي پروگرامونو ته بل نوم او عنوان ورکړ چي له ” ګوډملا تر ړوند ملا ” بيا تر ملاصبور او پدرام پوري د خارجي استخباراتي کړيو په مرسته او لمسون د غازي امان الله او د هغه د حکومت د راپرځيدلو او له منځه وړلو څخه له هيڅ ډول توطئو او دسيسو څخه صرف نظر نه دي کړي ،
د دي څخه څوک انکار نه شي کولاي چي ډګروال T.E.Lawrence توماس ايډورډ لارنس چي په لارنس اف عربيه شهرت لري د پيرکرم شاه په نامه قبايلو ته راغئ او خپل ايجنټ ملامنهاج الدين ته ئي وظيفه ورکړه چي په اميرامان الله خان پسي د کـــــفـــر اتهام وتړي ، پاکستاني مشهور ليکوال حامد مير ، په ۸ د اگست ، ۲۰۱۹ م کال د جنګ د اردو اخبار په سرمقاله کي د توماس لارنس د توطئو او دسيسو په اړوند داسي ليکلي :
د حامدمير د مقالي عنوان دي ” آنسوؤ ســے هوشيار ) ياني د اوښکو مراقب اوسئ ( ترجمه ، په ۱۹۳۳م کي د شيخ محمدعبدالله له اکبرجهان نامي ښځي سره واده وشو ، اکبرجهان د لارنس اف عربيه پخوانۍ ميرمن وه ، او پلار ئي په لاهور او سرينګر کي د نيدوز په نامه هوټلونه لرل او لارنس به اکثرآ په دغه هوټل کي وو او له دغه هوټل څخه به ئي د کرم شاه په نوم په افغانستان کي د اميرامان الله خان د حکومت په ضد توطئي جوړولي ) د نيدوز هوټل اوس په لاهور کي د اواري هوټل په نوم ياديږي .
په پاي کي ، له دي څرګند واقعيت څخه څوک سترګي نه شي پټولي چي په افغانستان کي د ترقۍ ، تمدن او روڼتيا کلمي د غازي امان الله خان له نامه سره تړلي دي .
دافغانستان د خپلواکۍ سلم تلين ټولو محترمو او جګړي ځپلو افغانانو ته مبارکي وايم ، هيله ده موږ له بــلــواکي حالت څخه ووځو او بشپړه خپلواکي تر لاسه کړو ،
د توجه وړ : د پورتنۍ مقالي د ليکلو لپاره لاندي مأخذونه مطالعه سوي :
ــ د پاکستان د جنګ اردو اخبار
ــ د لارنس اف عربيه کتاب سيبن پيلرز اف ويزډم ياني د عقل ۷ ستني
ــ د ګوربت مجله



دافغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه
کابل – افغانستان
د ۱۳۹۸ م کال د زمرې مه
د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو د ۱۰۰ مې کالیزې د لمانځلو په هکله :
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ ، د هېواد د استقلال د بیرته تر لاسه کولو د پرتمین جشن په ویاړ ، د هېواد دننه اوبهر افغانانو ته تودې مبارکۍ وړاندي کوي . له خداي ج غواړي چې وطنوال په پوره میړانه تر لاسه شوي ازادي په سیاسي او اقتصادي او فرهنګي برخو کې نوره هم پياوړي کړي چې د نیابتې جګړو اوسنی کرغیړن بستر د افغانستان له پاکې خاوري د تل له پاره ټول شي .
افغانستان لمړنی اسیایې هېوادؤ چې د بریتانیا د استعمار جغ یې له اوږو وغورځاوه او په سیمه او نړۍ کې یې دخپلواکۍ غوښتونکې غورځنګ په پيل او پياوړتیا کې خپله تاریخ جوړونکې ونډه واخسته .
تاریخ پوهان وایې چې د افغانستان ازادې په لنډمهالې توګه کله د ګواښ سره مخامخ او کله هم عصب شوي ، خو د افغانانو خپلواکې هیڅ کله هم له منځه نه ده تللې !
پورتنې حقیقت ته په کتلو ، یونانې ، عرب ، مغل ، چنګیز ، انګریزي ، روسې او پاکستاني یرغلګرو د افغانانو په خاوره غاښ ماتوونکې ماتې خوړلي او شرمېدلې تللې دي .
د امریکا متحده ایالات او ناټو هم ، چې د ځينو تړونونو پر بنسټ افغانستان ته د کمک تر عنوان راغلې او یو لړ مرستې یې کړي ، خداي مه کړه که په افغانانو د خپلي خوښې واکمنۍ وتپې ، لیرې نه ده چې د ماتې خوړلو تیرې کوونکو فهرست ته به د خپل نوم په اضافه کولو ، ستره تیروتنه وکړي او د معاصرې دموکراسۍ په تندې به یو بل داغ پریږدې .
خپلواکې د افغانانو د فطرت او روح غوره برخه جوړوي ، چې له دې سپيڅلې جوهر څخه د یو شمیر دوښمنانو د سؤ استفادي په اثر ، ځينې ساده زړې هېوادوال د وطنپالونکو او دموکراتیکو غورځنګونو او واکمنیو په وړاندې جګړو او ښورښونو ته هڅول شوي چې بیلګه یې د امانې نهضت او غازې امان الله خان په وړاندي ، د انګریزانو او د هغوي د تالې څټو پيرانو اړو دوړ اچونې یادولی شو .
غازې امان الله خان چې یو ازادې خوښوونکی او ترقې غوښتونکی افغان واکمن ؤ ، غوښتل چې د افغانستان سیاسي خپلواکې د اقتصادي فرهنګي مهمو بدلونونو په راوستلو سره پياوړي کړي او هېواد د پردیو له تړلتیا داسې راوباسې چې په خپل ځان بسیا او د ریښتونې ازادۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا خاوند پاتې شي .
د امانې نهضت له ناکامۍ وروسته ، د افغانستان د دموکراسۍ لسیزې څخه د راوتلې سیاسي وطنپالونکې دموکراتیک غورځنګ او د هغې له اغیزې د رامنځته شوي واکمنیو د یو لړ تیروتنو او بهرنۍ مداخلې له امله یو وارې بیا روسانو ته په افغانستان باندي د یرغل کولو ، امریکا ، سیمه ایز او نړیوال متحدینو ته یې د افغانستان په وړاندي د جهادي ښورښونو د سازمانولو او په ټوله کې د نړیوالو دوه سیاسي سیستمونو ، سوسیالیزم او کاپيتالیزم تر منځ د پوځي سیالۍ کولو له پاره زموږ د هېواد په مځکه د سیالۍ ډګر د پرانستل کېدو ، بهانه په لاس ورغله .
د دغې ناوړه سیالۍ په ترځ کې د مجاهد ، طالب ، داعش ، القاعده او نورې استخباراتې پروژي د افغانستان قلمرو او شاوخوا سیمو کې ازمایښت ته وړاندي شوي چې افغانانو ته یې ستر مادي او معنوي نه جبران کېدونکې تاوانونه واړول .
اوس چې د سیپتامبر د ۱۱ مې خونړۍ پيښې وروسته ، افغان روڼ اندو او د هېواد وطنپالونکې قشر یو ځلې بیا تومنه اخستې ، دموکراتیک وطنپالونکې ګوندونه او مدنې ټولني د سیاسي مدني تشکل د پخوالې پر خوا درومې ، د دې امکان پيدا شوی چې بیا به د امانې نهضت او د دموکراسۍ لسیزې د غورځنګ ماتې نه تکراریږي او افغانستان به د دموکراسۍ په داسې لور درومې چیرې چې هلته د امانې نهضت د چپتر پاتې برخې بشپړیږي .
د افغانستان د ملي ګوند دارالانشأ د ازادۍ تیر سل کلونه له خوښيو او غمونو ډک بولې . یانې که پنځوس کاله افغانانو په سوله کې تیر کړي ، خو نیمه پيړۍ یې په تپل شوي نیابتې جګړو کې ضایع کړي ده . هېوادوالو هیڅکله هم جګړه نه ده غوښتې ، اما د پاکستان په څير ګاونډيانو او ځينو نړیوالو زبرځواکونو دخپلو موخو په خاطر د جګړي اور ته ټيله کړي دي . افغانان چې له یوې خوا د خپلواکۍ سلمه کلیزه لمانځې ، له بلې خوا حق لري له خیر خوا بشریت تپوس وکړي چې ولي په اوږدو جګړو کې پر له پسې دوي بوخت ساتل کیږي او پړه بیرته د هېوادوالو په وروسته پاتیوالې اچول کیږي ؟
د ګوند دارالانشأ د هېواد د ازادۍ سلمه کلیزه په دې هم مهمه بولې چې د یو شمیر نورو غوره پرمختګونو تر څنګ ، د کلیزې په درشل کې ، له روانې کرغیړنې جګړي څخه د خلکو د خلاصون په موخه وطن ته د سولي د راوستلو هلو ځلو زور اخستی . ځکه زموږ ګوند تل له هر هغه حرکت څخه ملاتړ کړی چې د سولي په راتګ کې له افغانانو سره مرسته وکړي ، په همدې موخه د سولي د وړاندیزونو یوه ټولګه د ګوند د دارالانشأ له خوا تصویب او رسنیو ته لیږل شوي او په کې څرګند شوي چې خلک د کوم ډول سولي غوښتونکې دي .
موږ چې د ازادۍ د سلمې کلیزې جشن لمانځو ، هېوادوالو ته د داسې سولي غوښتونکې یو چې وینه بهېدل بیخې بند ، سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي ازادې ټينګه او د افغاني اسلامي ارزښتونو جوهر خوندي کړي او د متمدن ژوندانه ټول هغه نورمونه چې له افغاني اصیلو دودونو سره اړخ لګوي وساتې . هر ډول ترهګرۍ ، مافیایې فعالیتونو ، د زورواکانو او جنګسالارانو زور زیاتیو ، قومي مذهبي او ژبنیو توپيرونو ته د پاي ټکی کیږدي .
هغه سوله چې د څه د پاسه یوي نیمې لسیزي مادي او معنوي تر لاسه شوي ارزښتونه ، په تیره بیا د خلکو مدني او ښارونډي حقوق ، د وسله والو او امنیتي ځواکونو لا پياوړتیا چې د هېواد د ازادۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ضامن دی ، خوندي کړي .
ګوند ، سولي ته د رسېدو په برخه کې د محمد اشرف غنې په مشرۍ د حکومت او همدارنګه ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند دولت ساز ټيم موقف تایدوي او دا یو وطنپالونکی موقف بولې . له دې کبله د افغانستان په مرکز او محلاتو کې د دولت ساز ټاکنیز ټيم په تبلیغاتې کمپاین او له هغې وروسته په ټاکنو کې د نوموړې ټيم په ګټه فعال ګډون کوي .
هېواد ، خلک ، ازادي او سوله یو له بل سره تړلي دي . ګوند هڅه کوي چې د تیرو سلو کلونو د سیاسي ازادې بښونکو مبارزو رسالت د هغې د بریاؤ او تیروتنو په برجسته کولو سره راتلونکې نسل ته په پوره امانت دارۍ ور انتقال کړي .
د ګوند دارالانشأ په داسې حال کې چې هېوادوالو ته د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو د جشن مبارکې وړاندي کوي ، په ټولو ګوندي شوراګانو او غړو غږ کوي چې د راز راز نوښتګره ګټورو فعالیتونو په پلانولو سره په مرکز او محلاتو کې د سلمي کلیزې د خوښيو په لا شانداره کولو کې برخه واخلې . همدارنګه د ګوندي غړو تر څنګ د هېواد د ټولو وطنپالونکو او دموکراتیکو سیاسي او مدني نهادونو څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان د خپلواکۍ په اهمیت د پوهیدلې نسل د روزنې او لویونې په برخه کې وطنې دندې سرته ورسوي .
د هېواد د خپلواکۍ جشن ۱۰۰ مه کلیزه مبارک !
عبدالحی مالک د افغانستان د ملي ترقی ګوند ریس
سوله او ټاکنيز کمپاينونه
په دی شپو ورځو کې د افغانستان د ۴۱ کلن ناورين د ختميدو له پاره په نړېواله کچه ناستی سرته رسيږې د ولسونو خوښې او خوشبيني زياته شوی خو تراوسه پدی اړه ولس او افغان سياسيون دقيق مالومات نه لري، دا په دی مانا چی د تل پاته سولی مهم لوري يانې افغانان چی د پريکړو واک لري يوه ميز ته ندي ناست او مخامخ يې د هيواد داوږدې لانجې پر حل خبری نه دي کړي فاروق اعظم چی ځان د طالب استازی يا کلک پلوي بولي دوی ته مشوره ور کوي چی له حکومت سره خبری ونه کړي زه نوموړي مخکښ ته وايم چی افغان حکومت او افغان سياسي شخصيتونه چی د وطن د ملي گټو او ددی هيواد په برخه ليک کې سره په گډه تصميم ونه نيسي نو بهرنيان به ددی هيواد برخه ليک ټاکې ؟د بلی خوا په ټاکنيزو منډو تړو کې د فدرام ويناوی چی که دا ښاغلی واکمن شي نو خراسان او فدرالي رژيم به رامينځ ته کوي. زه باور لرم چی د فاروق اعظم او فدرام نظرونه ددی کړيدلي هيواد په گټه نه دي .
زه باورمنديم چی په هيواد کې هله دايمي او تل پاته سوله را تلای شي چی ټول افغانان د هيواد د ملي گټو او ملي ارځښختونو د لاسته راوړلو په اړوند دی پاېلې ته ورسي چی جنگ جگړ افغان وژنه د حل لار نه ده د سولی له پاره ټول سياسيون افغان حکومت، نړېوال زبر ځواکونه، د ملگرو ملتونو دامنيت شورا دا افغان سولی اساسي لوري سره په گډه واحد دريځ په لرلو ددی هيواد ستونزه ته د پای ټکې کيږدي هغه لاس وهنې چی په ښکاره توگه تر نن ددی خوار ولس د وژلو او زورولو له پاره پکار اچول کيدلی د مخنوي له پاره په نړېواله کچه مخه ونيول شي دا هغه سوله نه وي يا هغه ته ورته پروتوکول نه وي لکه چی په ژينواکې د پاکستان افغانستان سره لاسليک دامريکا او شوروري اتحاد سترو هيوادونو د ضمانت کونکو په توگه لاسليک کړی وه ولی په حقيقت کې د پريکړی يوه ماده هم عملي نه شوه په پايله کې همدا د پاکستان د اي، ايس اي پلاس جوړه شوی نخسه په ۱۹۹۲ ز کال عملي اوددی هيواد ولس د هغې نېټې ترنن په سرو لمبو کې سوزي يوازی د کابل يشتو ۶۰ زره نه زيات عامو ولسونو خپل سرونه قرباني کړل، افغان ولس دی ورته پريکړو سره مخالف وو او دی ولی د هغه پريکړی او سولی سره موافق وو او دی چی د خلکو له پاره په رښتېا تل پاته سوله راشي او په رښتني توگه د لاس وهنو مخنيوی وشي.
محمد اقا شيرزاد