د افغانستان د ملي پر مختگ گوند غړو ته وړانديز کوم چی هسی وخت ضايع شو نور بايد د مشرتابه مسول کسان سره اجل ناسته وکړي او پرېکړه وکړي چی مو ږ يو راجستر شوی گوند ولرو محمداقا شيرزاد
په افغانستان کې د سولۍ هڅۍ
د هېواد په ۴۰ کلن خونړي جنگ کي بی شمېره عام ولسونه اود هيواد او خلکو شتمنې له منځه ولاړی د ختيځ او لويديځ فوځونو هر ډول درنۍ وسلی وکارولی زياتره ښارونه او کلي په کنډوالو بدلی شوی نيابتي جگړی زور واخستو.زما په اند دسولې سره د انسانانو امیدونه تړلي ، چې سوله وي ژوند وي چې سوله وي پرمختګ وي، چې سوله وي وینې به نه تویېږي. ورور وژنه پای ته رسېږي خو مهمه دا ده چې د سولې د پاره څنګه هڅې باید وشي؟ د سولې د پاره ګاوندی او د سیمې هېوادونه څنګه قانع کړای شي؟ او تر ټولو مهمه دا ده چې سوله څوک رهبري کړي؟. د نړېوالو او ملگرو ملتونو رول او اهميت څومره اړين دی؟سياستوال او سياسي گوندونه څومره مسوليت لري ؟
ددی ټولو پوښتنو ځواب زما له انده اسان نه دی او هم کيدای شي اسان وي دا پدې ما نا چی که پر رښتېا سياستوال او سياسي گوندونه او اوسني چار واکي، نړېواله ټولنه ، د ملگروملتونو سازمان او په راس کې دامنيت شورا ، د سيمې او گاونډيو هيوادو نه په رښتېا دافغان مسلی حل غواړي په وينا او عمل کې توپير نه وي.نو پکار ده چی دافغانانو رول او د خپل مينځي ډېالوک او مخامخ ناستو ته تر ټولو اول چانس ور کړل شي د سولی پروسه کې ددافغانانو دريم گړي ملي بی پری شخصيتونو ، وا قعا افغاني سياسي سياست پوهانو د عالمانو له مينځه وتلی څېری چی د پرديو سره پالل ونه لري هغه سياسي گوندونه چی په حقيقت کې دافغانانو له پاره سوله غواړي په جنگ ،جگړو کې ښکيل نه وي اود عامو خلکو پر وينو يې لاسونه سره نه وي بايد غؤښينه ونډه ولري ، دا متل بايد عملي شي چی وايي وينه په وينو نه پريول کيږي بلکې وينه پر اوبو پريول کيږي .
د افغانستان اړوند ملي او نړیوال حالت ټول وطنپالونکې او دموکراتیک ځواکونه دې ته رابولې چې د روان وضعیت په تیره بیا د جګړي د بندیدو او د سولي د راتلو په برخه کې عملي پروګرام مطرح او د هغې په تطبیق کې کوټلې ګامونه پورته کړي . اوس چې حکومت او د امریکا متحده ایالاتو د سولي په برخه کې کوم پروسه پیل کړي خو دا پروسه نیمګړي ده . ځکه جګړه یوازي طالبان مخته نه بیایي ، نوري ترهګري ډلې هم شته چې هغوي د جګړي زړه بوګنونکې بڼې زموږ په خاوره او خلکو ازمایي . ښایې ټول طالبان هم سوله ونه کړي او ځینې طالبې کړۍ ممکن د جګړو بستري تودي وساتې . د سرویونکې جګړي د بهرنې فکټور ځینې اجزاوي لکه روسییه، ایران او ان پاکستان غواړي سوله او سوله کوونکې وویشي . په ټولیز ډول په سوله کې د یو شمیر کورنیو او بهرنیو کړیو ځان ټومبنه او د سولي د بهیر په ستیجونو کې خپلي موخې او غوښتنې مطرح کول او د بهیر څخه د هېواد د وطنپالونکو او دموکراتیکو ځواکونو څنډي ته ساتل او داسې نور هغه لاملونه دي چې په وطن کې د بشپړي سولي لار د خنډونو سره مخامخ کوي .
کله چې سوله نه وي ، وطن په جګړو کې ډوب وي ، د افغانستان د خلکو په سرنوشت بهرنیان او د هغوي کورنې ملاتړي واکمن وي ، وطنپالونکو او دموکراتیکو ځواکونو ته د دې چانس نه ورکول کیږي چې د افغاني ټولني د دولت ملت جوړونې په بهیر او په ټوله کې د هېواد د سولي او ابادۍ په ملي کار کې فعاله برخه واخلي ، هېوادنۍ غورځنګ هم د اوس په شانته د انتشار په لور رهې وي.
زه ديوه سياست کونکي په صفت داسی نظر لرم چی په اوسني سياسي نظامي حالت کې ددی وخت رارسيدلی چی دافغان ولس دسولی او بين ال افغاني جرگۍ مرکې پېل کړي نور د جنگ جگړو وخت نه دی د يواحد ملت په توگه بايد ټول افغانان د جنگ پر ځای سوله وکړي په سوله کې ټول پرمختگونه اود ښېرازي شته ټاکنې، ښه حکومت ولي، د سيالانو سره سيالي کول د ټولو ناوړ مفسدوعناصرو ختمول د وروری يوالي لاس ور کول د پردي پاللو ، ژبني تغصب مذهبي تغصب تاو تريخوالي، زور زياتي او ټول مافايايي کړ ختمول دسولی په کاروان کې ممکن دی او بس
محمد اقا شيرزاد
ـــه ” شـــرقي پاکـســتانه ” تـــر بــنــگلــه ديــش :
ل

لـــه ” شـــرقي پاکـســتانه ” تـــر بــنــگلــه ديــش :
امـــيرګــران
په Dec,1970 کي د پاکستان په دواړو برخو کي پارلماني انتخابات ترسره شول ، انتخابات د شيخ مجيب الرحمن په مشرۍ عوامي ليگ ګوند په غوڅ اکثريت Absolut Majority وګټل او ” بنگه باندهو” ياني بنگالي وروڼو شيخ مجيب خپل نماينده او وياند وټاکه ، ټولو خلکو د عوامي ليګ له 6 مـــاده ايز دوکــتـوريــن څخه په کلکه دفاع وکړه ، ولي د پوځي او ملکي حاکم اشرافيت او مارشل لائي حکومت لخوا د خلکو اعتماد او منډيت وروسته د پايلو له څرگنديدا غلا او ونه منل سول ،
بيا په 07 د مارچ ، 1971ع کال د ډاکــي په ريس کورس ( Race Course ) ســتديوم کي د خلکو يوه ستر او عظيم الشانه لاريون ته په خپله تاريخي وينا کي شيخ مجيب وويل ، ( … اوس به موږ د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوو او جنګيږو به ) ،
بنگه باندهو او ټول خلک د پاکستاني مغرور پوځ او د دوي د مذهبي ډلــو ياني د جماعت اسلامي د البدر او الشمس ډيـــتـهـ سکواد ” د قاتيلينو ډلګۍ ” په وړاندي په ميړانه او سرښندني وجنګيدل ، د ازادۍ په جګړه کي هندي پوځي قواوي هم د مکتي بهاني ازادي غوښتونکو کومک ته داخل سول ، د پاکستاني پوځيانو قومانده د جنرال ټيکاخان ، جنرال عبدالحميدخان ، جنرال ګل حسن خان او په ډاکه کي د شرقي زون قوماندان جنرال عبدالله خان نيازي په لاس کي وه ، جګړه په شدت روانه او زيات انساني تلفات ئي لرل له هغي جملي د پاکستاني پوځيانو 9 زره مــړه او 4350 نفر زخمي ، د هندي ځواکونو تلفات ، 3843 سرتيري مړه او 9851 ئي زخمي رپوټونه نشر سوي دي ،
د چاپي رسنيو د رپوټونو له مخي د بنگال د ازادي غوښتونکو تلفات په لک هاوو ياد شوي ، په 2017ع کال د بنگله ديش د حکومت د اطلاعاتو وزير ، حسن الحق اينو وويل چي ( پاکستاني پوځيانو په بنگله ديش کي جينوسايد يا قتل عام کړي او له دي امله پاکستان له بنگله ديش څخه رسمآ عفو وغواړي ، پاکستاني پوځيان په بنگله ديش کي د ښځو سره په جنسي تجاوز او بي حرمتي هم متهم دي ،
پاکستاني بريگيډير R.A صديقي چي پخپله هم په جګړه کي وو په خپل کتاب ” ايسټ پاکستان دي اينډگيم ”کي ليکلي ( پاکستاني جنرالانو د بنگالي ښځو بي حرمتي د پوځيانو لخوا دفاع کوله او ويل به ئي چي تاسي د پوځ له يوه ځوان چي په شرقي پاکستان کي په جګړه بوخت ده ، د جنسي عمل لپاره جـــهـــلم ته لاړ سي … ) ،
د بنگله ديش د ازادۍ په جګړه کي د وخت زبرځواکونه ( امريکا او شوروي اتحاد ) هم بي برخي نه وو او جګړه ئي د سمندري ځواکونو په وسيله څـــارلــه ، هغه مهال چي جګړه د بنگالي او هندي ځواکونو په ګټه پرمخ روانه وه ، د امريکا جمهور رئيس ريچارنيکسن د کيسنجر په مشوره په بحرهند کي ميښت د سمندري ځواکونو، لوئي 7 لمبرطياره وړونکي کشتۍ ته چي انټرپرايز نوميده امر کړي وو چي د بنگال د خليج په لور په دي بهانه چي د جګړي له ساحي څخه امريکائي وګړي انتقالوي ، حرکت وکړي مگر د شوروي اتحاد بحري ځواکونو ئي مخه ونيوله ، د يادولو وړ ده ، په نوموړي کشتۍ کي د اتومي وسلو انتقال کوونکي طياري موجودي وي ،
جګړه دبنگالي او هندي ځواکونو لخواپه ډير مهارت او موفقيت پرمخ روانه وه ، پاکستاني ځواکونو د متارکي غوښتنه کوله ولي هندي قواوو د بي له قيد او شرط څخه د تسليمي غوښتونکي ول ، اگر که د هند پوځي ځواکونو ، پاکستاني قواوو ته د ديسمبر د مياشتي 4 نيټه ټاکلي وه ، ولي په پاي کي د ديسمبر د مياشتي په 16 نيټه د پاکستان له 93000 زيات پوځونه د اميرعبدالله خان نيازي په مشرۍ د هندي قواوو قوماندان جگجيت سنگهـ اروړا او د بنگال د ازادي غوښتونکو مبارزينو ته تسليم اود انګريزي امپريل استعمار د ” شرقي پاکستان ” فصل په همدي نيټه ختم او د بنگاليانو د سرښندنو او اتلوليو په نتيجه کي په جنوبي اسيا کي د بــنـــگــلـه ديـــش نوي هيواد هــســت شو ،
هغه تاريخي انځورونه چي په پورتنيو حوادثو کي دخيل ول دلته ورسره ضميمه کيږي .





نظر ؛
د امریکا د متحده ایالاتو ویبپاڼې ډيلې کالر کې ( د افغانستان له پاره چین او پاکستان خپل پلان برسیره کړ ) تر عنوان لاندې لاورینس سلین چې يو پې اچ ډې لرونکی د پوځ د احتیاط ځواکونو متقاعد ډګروال دی ، د ډيسامبر میاشتې په ۱۲ مه لیکنه کړي چې د هغې غټ ټکې ستاسو د معلوماتو له پاره خپروم .
هغه لیکې : په چاینا ډيلې کې چې یوه دولتي رسنۍ ده د چین د متحد پاکستان یوه لیکونکې ( پاکستان د افغانستان د سولي د بهیر کیلي ده ) تر عنوان لاندي یوه مقاله خپره کړي . هغه په کنایه او شرمونکې توګه د افغانستان د راتلونکې اړوند د چین – پاکستان د پلان په هکله څرګندونې کړي دي .
د دې څرګندونو ریښه د بیجینګ د حکومتې غیر تینک تانک څخه چې د چین او نړیوال کېدو مرکز نومیږې ، منشا اخلې . دا مرکز د یو شمیر لوړپوړو چارواکو له خوا جوړ او مخته بیول کیږي چې یو له دوي ، په نړیوال سوداګریز سازمان کې د چین د غړي کولو مشر مرکچې ؤ .
د نوموړې لیکوال مقاله په تیرو ۱۷ کلونو کې د بیځایه او له هغې څخه د ډډې کېدونکې جګړي ملامتې د امریکا په غاړه اچوي . خو په حقیقت کې دا پاکستان دی چې طالبانو ته خوندي ځایونه برابروي ، د هغوي د لښکر ملا تړې کوي کوم چې د نورو د ګټو له پاره جګړه پر مخ بیایې او بې شمیره خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده . د لیکونکې د نظریې خلاف ، دا د افغانستان جګړه نه ده چې ټوله سیمه یې بې ثباته او په خطر کې اچولي وي ، بلکه دا د پاکستان کورنۍ پالیسې ده چې اسلامې بنسټ پالنې ته وده ورکوي ، د قومونو خود ارادیت تر پښو لاندي کوي او په بهرنۍ پالیسۍ کې د ترهګرۍ څخه د ابزارو په توګه د استفادي له وجې جګړه اوږدوي .
لیکوال د پاکستان تر څنګ ، له جنوبې اسیا څخه په چټکی د امریکا د ایستلو په چاره کې د چین ، روسیي ، ایران او ترکیي رول ته ګوته نیسې . همدارنګه د یو کمربند او یوي لاري د باالقوه نوښت ، په ځانګړي توګه د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز له پاره چې یورو اسیا ، یانې روسییه او منځنۍ اسیا د افغانستان له لاري د ګوادر بندر سره مښلوي ، د امریکا وتل اړین ګڼې . لیکوال ادامه ورکوي ، دا چاره هغه وخت ممکنه ده چې د ویتنام په څير امریکا له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځې او پاکستان کولی شي د هغوي د خوندي وتلو اسانتیا برابره کړي . تر څو چې امریکا وتلو ته غاړه کینږدي ، تر هغې به طالبان په افغانستان باندي خپل بریدونه جارې ساتې . د لیکوال په نظر د کیسې په پاي کې د چین د یو کمربند او یوي لارې نوښت او د شانګهاي د تړون اهداف هغه وخت ترلاسه کیږي چې د چین – پاکستان پلوي باثباته افغانستان را منځ ته کېدل یقینې شي
دلته د چین – پاکستان پلان داسې ډاګیزه کیږي :
د چین متحد پاکستان به په افغانستان کې د طالبانو بریدونه زیات کړي چې د هغه هېواد حکومت کمزوری شي او په امریکا به دومره زور راوړي چې هغه د وتلو معاملي ته غاړه کیږدي . د پاکستان ، ایران ، روسیي او ترکیي سره جوخت به چین هم د منځګړتوب رول خپل کړي .
د افغانستان له پاره به یو ایتلافې حکومت چې د طالبانو ، منځلارو پاکستاني – چینایي پلوه افغان سیاستوالو څخه جوړ وي ، وړاندیز شي . د دې سره جوخت به د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو مهالویش هم تیاریږي.
افغانستان ته به د چین – پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د اشتراک بلنه ورکړل شي ، د شانګهاي د سازمان اصلي غړیتوب ته به پورته شي چې د هغه هېواد د بیا جوړونې او ودي اساس برابروي .
پاکستان به د طالبانو د ملاتړ څخه لاس اخلې او د چین – پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو سره چې نور طالبان له افغانستان څخه لیري باسې یو ځاي شي ، د کوم څه له پاره چې لا له وړاندي مشترک تمرینونه تر لاس لاندي دي او له کله چې په کابل کې د چین او پاکستان پلوی حکومت تثبتیږي .
د جنوبي اسیا د اقتصادي ولکه کولو له پاره به چین په بلوچستان او عرب سمندرګې کې پوځي اډې جوړوي او په دې توګه به د هند سمندر د شمال او د فارس خلیج د اساسي سمندري لارو کنترول په لاس کې اخلې . په جیبوتې کې چینایي سمندرې اډه به د جنوبي چین د سمندرې اډو سره وتړي او هندوستان به کنج ته کړي .
د انګیزي له مخې د خبرو اترو میز ته په طالبانو تمرکز ، ښيې چې د امریکا حکومت د چین- پاکستان د پلان په وړاندي په جنوبي اسیا د غلبې کولو کومه ستراتیژي نه لري .
یادونه :
که د لاورینس سلین لیکنې ته چې د پاکستانې لیکوال د هغې لیکنې په تړاو شوي چې سرچینه یې د بیجینګ تینک تانک ً د چین او نړیوال کېدو مرکز څخه منشا اخلې ، وګورو وینو چې پاکستان ، چین ، روسییه ، ایران او ترکییه د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه په مشترک ډول د افغانستان ځمکه کاروي ، جګړي ته ابعاد ورکوي او ان د سولي چاره په خپل لاس کې نیسې . د افغانستان له پاره د موقتې حکومت طرح راباسې او د افغانستان راتلونکی اقتصادي ټولنیز انکشاف پلانوي او چین ته په سیمه کې د امریکا د بدیل په توګه وړ ځاي لټوي .
د افغانستان د حکومت دننه ، په سیاسي تنظيمونو ګوندونو ، مدني ټولنو او د عامو افعانانو په منځ کې یو تعداد کړۍ او ځينې مستقل شخصیتونه هم په یو شمیر کچو کې د ورته نظر پلوي او یا مشابه طرحو ته عملي کار کوي . ځکه په ډيرو ملي پریکړو کې د نظر تشابه او ورته والی کمزوری ښکاري . که د افغانانو اګاه کتګورۍ دغو حساسو او سرنوشت ټاکونکو مسألو ته له ملي افغاني لېدلوري پام ونه کړي ، ډيره ستره تیروتنه به وشي چې د هغې جبران به بیا په هره بیه ناشونی وي .
له دې کبله د سولي د بهیر ، د نړیوالي ټولني سره د مشارکت ، د افغانستان د هر اړخیز انکشاف او سلامت مسألي زموږ ټولو هېوادنۍ چلن ایجابوي !
په درناوي
نوروهاب څپاند
طرح فراخوان دارالانشای حزب ترقی ملی افغانستان
کابل-افغانستان
برهمه هويدا است که عاملين جنگ اعلام ناشده نيابتی عليه کشور ما هولناک ترين جنايات را عليه کشور ، نيروهای مسلح و مردم ملکی و بيدفاع ما مرتکب ميشوند. برگشت صلح پايدار بمثابه مبرمترين ضرورت نه تنها در دستور روز هر افغان قرار دارد، بل به سرلوحه اجندای جهانی نيز تبديل گرديده است . حل معضل جنگ وتأمين صلح مقدم بر همه اجماع ملی، وحدت ملی و بسيج افغانها را ايجاب ميکند . حزب ترقی ملی افغانستان همه احزاب سياسی ، ائتلاف ها، جوامع مدنی و شخصيت های سياسی کشور را فرا ميخواند تا متحدانه از مذاکرات حکومت افغانستان با جنگجويان طالب قاطعانه حمايت نمايند .
خوشبختانه جز دوسه کشورمغرض همه کشورها و ملت های جهان با صدای واحد در ۷۳ مين اجلاس مجمع سازمان ملل ، پشتيبانی و حمايت خويش را از مذاکرات صلح افغانها با مالکيت افغانها اعلام داشتند و تأکيد کردند که تنها مذاکرات طالبان با حکومت افغانستان نتائج مطلوب را بار ميآورد. جامعه بين المللی به مثابه عامل تسهيل کننده مذاکرات صلح به تلاشهای سازنده خود الی تحکيم و استقرار صلح پايدار و سراسری ادامه خواهد داد .
درين ميان اظهاراتی از قبيل پيشبرد مذاکرات صلح با احزاب سياسی و کنار زدن دولت افغانستان به مثابه جانب عمده مذاکرات ، جز فتنه دشمنان صلح و به بيراهه کشاندن تلاشهای صلح چيزي ديگری تلقی شده نه ميتواند . چون آفتاب روشن است که طالبان عليه مردم و دولت افغانستان جنگ نيابتی را با تبليغات نيابتی خصمانه به پيش ميبرد ، نه با احزاب سياسی که بايد طرف مذاکره با طالبان را تشکيل دهد . حزب ترقی ملی افغانستان تکرارا همه احزاب سياسی، جامعه مدنی و شخصيت های مستقل سياسی را با حفظ تفاوتهای سياسی به وحدت و همبستگی و مسؤليت پذيری فرا ميخواند تا با اتحاد و همدلی زير درفش ملی افغانستان از پروسه مذاکرات صلح فی مابين طالبان و هيأت مذاکره کننده دولت افغانستان حمايت و پشتيبانی نمايند . به باور ما تنها دولت افغانستان با داشتن مشروعيت ملی و بين المللی اتوريته و صلاحيت مذاکرات صلح با جنگجويان طالب را دارا ميباشد .
وضع فوق العاده حساس و دشوار سياسی-نظامی کشور ايجاب ميکند تا مردم ، احزاب سياسی و جوامع مدنی از نيروهای امنيتی کشور در برابر جنگجويان طالب، داعش ، القاعده و غيره دشمنان صلح و آرامش هموطنان جدا حمايت نمايند و نگذارند با بندش راهها ، براه انداختن تظاهرات و نقض نظم و نسق و تقابل با نيروهای امنيتی ، مورال جنگی و دفاعی آنرا صدمه بزنند.
نيروهای مسلح قهرمان افغانستان در خط مقدم مبارزه عليه تروريسم جهانی و جنگ افروزان منطقوی با امکانات حد اقل و تحمل قربانی های زياد ميرزمند . در پهلوی مردم افغانستان ، جهانيان نيز بايد مديون فداکاريهای بی نظير نيروهای مسلح افغانستان باشند . حزب ترقی ملی افغانستان از متحدين بين المللی افغانستان تقاضا دارد تا کمک های همه جانبه شان را در زمينه تجهيز ، آموزش و بلند بردن قابليت دفاعی نيروهای امنيتی افغان بيش از پيش ازدياد بخشند ، تا افغانستان عزيز و جهانيان از گزند تروريسم در آمان گردند .
حزب ترقی ملی افغانستان حمايت خويش را با صدای رسا ازپروسه صلح با مالکيت حکومت افغانستان اعلام ميدارد و همه نيروهای ملی و وطن دوست را فرا ميخواند تا با تأمين اجماع ملی و وحدت ملی شکست ناپذير از مذاکرات صلح دولت افغانستان با طالبان حمايت نمايند .
عبدالحی مالک
رئيس حزب ترقی ملی افغانستان