
دکوچنی اختر د رارسیدو په مناسبت دافغانستان دملی پرمختګ ګوند دارالانشا دمبارکی پیغام
د روژی میاشت چی په ځانګړی توګه د طاعتونو او عبادتونو میاشت ده مسلمانان اوله …


یوځل بیاوایوچی اختر مومبارک شه
عبدالحی مالک
دافغانستان دملی پرمختګ ګوند رئیس
دکوچنی اختر د رارسیدو په مناسبت دافغانستان دملی پرمختګ ګوند دارالانشا دمبارکی پیغام
د روژی میاشت چی په ځانګړی توګه د طاعتونو او عبادتونو میاشت ده مسلمانان اوله …
یوځل بیاوایوچی اختر مومبارک شه
عبدالحی مالک
دافغانستان دملی پرمختګ ګوند رئیس
کابل ـــ د ۱۳۹۷ م کال د غبرګولي ۱۱
د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند کنفرانس چې په هغې کې د افغانستان د ملي ګوند د مرکزي شورا قاطع اکثریت غړو ، د وطن د ترقۍ ګوند یو شمیر مشرانو ، د پوهنتونونو استادانو ، ځوانو محصلانو ، ښځو ، د افغانستان دننه او بهر د ګوندي شوراګانو مسؤلینو او ګوندي کادرونو په حضوري او یا تیلفوني توګه د کنفرانس له دایریدو او په هغې کې د ګوند د مرکزي شورا دریس ملګري عبدالحي مالک او یو شمیر نورو مشرانو له وینا ګانو او څرګندونو څخه غوڅ ملاتړ څرګند کړ او هغه یي د ګوند د راتلونکي پراختیا او جګړي ځپلي افغانستان ته د سولي او ارامۍ په راوستلو کې د اهمیت وړ وبللي او هغه یي د ګوند د عملي اجراتو د پروګرام په توګه وګڼلی .
د کنفرانس ګډون کوونکو چې د ګوند په نامه کې بدلون راوست او هغه یي ( د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند ) په نامه یاد کړ ، مرکزي شورا او ګوندي لوړ ارګانونه یي ورغول ، د ګوندي مهمو اسنادو لکه برنامي ، اساسنامي او ګوندي پالیسۍ د نوي کولو هدایت یي ورکړ ، د ګوندي کار او فعالیت د لا وړاندي تګ په موخه لاندي برخې په خپلو پریکړو کې برجسته کوي :
۱ ـ د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند هغې برخو چې تر اوسه د افغانستان د خلکو له ګوند سره د یووالي په یوه ناکام بهیر ، اخته وو په دي برخه کې یي د د دوه نیمو کلونو څخه زیاته موده په بي نتیجې هڅو تیره کړه د ګوند د ثورد۱۷ نیټې د اعلامیي او د اوسني کنفرانس له دایرولو سره سم له هغې سره پریکړون اعلانوي او د نوي یووالي او جبهو جوړولو له پاره چې هلته په کې د ریښتونې هېوادنې ِغورځنګ په موخه د کار اراده موجوده وي تازه هڅې پیل کوي او په دي لاره کې د هېواد ټولو وطنپالونکو او ډموکراتیکو ځواکونو ته بلنه ورکوي چې په ریښتونې توګه له شرط پرته په خپلو کې یو موټی شي . ګوند خپله هم د یوه داسي غورځنګ له راوتلو او پیاوړي کېدلو کلک ملاتړ کوي او ورته عملي کار پیلوي .
۲ ـ د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند د مرکزي شورا او د نورو لوړو ګوندي ارګانونو ( دارالانشا او اجرائیه شورا ) د غړو فهرست چې د کنفرانس د ګډون کوونکو له خوا تاييد شو سر له نن د اعتبار وړ بولي .
۳ ـ د ګوند دارالانشا ته دنده سپاري چې د ګوندي کار د پیاوړي پلي کولو په منظور ګوندي څانګي ورغوي او په دي اړوند له بدلونونو څخه د هېواد دننه او بهر ګوندي شوراګاني خبري کړي . همدارنګه ګوندي شورا ګاني و هڅوي چې د لاندنیو شوراګانو د رغولو ، د غونډو د جوړولو ، ګوند ته دنوي غړو په تیره بیا د ښځو او ځوانانو د ډیرو تکړه استازو جذبولو ته عملي تدبیرونه ونیسي ، د ګوندي ونډي او بسپني د سمي راغونډولو او د تبلیغاتي چارو د بهتره سازمان ورکولو کار ته کلکه پاملرنه وکړي .
۴ ـ ګوندي شوراګاني ګمارل کیږي چې د ګوندي برنامي ، اساسنامي ، ګوندي پالیسۍ او نورو ګوندي اسنادو منځپانګې د ګوندي غړو او خلکو د خبرتیا په خاطر د ټولو ممکنو رسنیزو وسایلو له لاري خپري کړي او خلک په دي باوري کړي چې د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند یو ډموکراسۍ پلوه ګوند دی چې د نړیوالو سره د ښو اړیکو د لرلو پر بنسټ له جګړي ، بي وزلۍ او ټولنیزو نابرابریو څخه د خلاصي او ډموکراتیکي افغاني ټولني د جوړولو په موخه هڅه او هاند کوي .
۵ ـ د ګوند اجرائیه شورا ، دارالانشا دنده اخلي چې د ګوند نړیوالو اړیکو پیاوړي کولو او اغیزمن کولو ته زیاته پاملرنه وکړي . له دي لاري باید ګوندي غړي د معاصري ډموکراسۍ له مفکورو سره پوره بلدتیا ومومي او د ګوند له ډموکراسۍ پلوه مفکورو او پالیسۍ څخه د نړۍ ملي او ډموکراتیک ګوندونه خبر کړي . همدا رنګه هغوي وهڅوي چې په خپلو حکومتونو د اغیز اچولو له لاري په افغانستان کې د ترهګرۍ او جګړي د بندولو په انساني کار کې مرسته وکړي او ګوند په نړیوالو مسآلو کې تل روښانه دریځ ولري .
۶ ـ د افغانستان له ډموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو ، ګروپونو او خپلواکو شخصیتونو سره چې د جګړي ، ترهکرۍ ، فساد ، ټولنیزو نابرابریو ، مافیا او نورو منفي مظاهرو او اعمالو ضد دي او په ډموکراسۍ او اجتماعي عدالت باور لري په لمړي ګام کې د جبهو جوړولو او په یو بل د باوري کېدو څخه وروسته ، د یووالي په لور له هغوي سره د رهي کېدو پراخې او هر اړخیزي هڅې وشي .
۷ ـ د ګوند اجرائیه شورا او دارالانشا ته دنده سپارل کیږي چې په لمړي سر ګې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیي په وزارت کې په نوي نامه د ګوند د راجستر کېدو له پاره ټولي اړیني لاري چاري ولټوي . د هغې سره سم د کنفرانس د ګډون کوونکو وړاندیزونو ته په پام ، په برنامه ، اساسنامه او د ګوندي پالیسۍ په لیکو کې د اړینو بدلونونو د راوستلو طرحي جوړي او ژر تر ژره د ګوندي کنګري د جوړولو له پاره تیارئ بشپړي شي .
۹ ـ ګوند دنده اخلي چې د ګوندي اسنادو له مخې په هېواد کې د ډموکراسۍ د تامین په موخه ، د هېواد په ټولو ټاکنیزو فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي ، چیري چې امکان شته ګوندي وړ نوماندان په ګوته او هغوي د ولسوالیو ، ښاري ، ولایتي شوراګانو او د ملي شورا جرګو ته په ټاکنیزو سیالیو کې بریالي کړي . چیري چې دا امکان نشته د نورو وړ استازو له بریالي کولو ملاتړ وشي .
۱۰ ـ کنفرانس د ګوند ټولو څانګو ته چې د هېواد په دننه او بهر کې فعالیت کوي دنده سپاري چې د کنفرانس د پریکړو د پلي کولو له پاره اړین تدبیرونه ونیسې ، کاري پلانونه جوړ کړي او د هغوي د اجرا تو رپوټ د ګوند دارالانشا ته وړاندي کړي .
۱۱ ـ کنفرانس د هغه نیابتي جګړي کلکه غندنه کوي چې د افغانستان په مځکه نښتې او د افغانانو زیاتي ځاني ، مالي او معنوي هستئ یي له منځه وړي . په سیمه او نړۍ کې په ټولو ډموکراټیکو سازمانونو ، نهادونو او خپلواکو شخصیتونو غږ کوي چې د جګړي په مخنیوي کې له افغانانو سره مرسته وکړي . له نړیوالي ټولني په کلکه غواړي چې د افغانستان د سوځونکې جګړي په قابو کولو کې عملي مرسته وکړي او همدارنګه د افغانستان د ملي یووالي په حکومت غږ کوي چې په دي اړوند خپلو بي تفاوتیو ته د پاي ټکی کیږدي او د کړو وعدو سره سم خلکو ته امنیت ، هوساینه ، کار او روزګار تامین کړي .
۱۲ ـ د افغانانو د زیاتو وینو تویدني تر څنګ اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د خلکو ژوند په کلیو او ښارونو کې تریخ کړی . په دي اړوند په دولتي ادارو کې زیات فساد ، زورواکې او مافیا د یادو شوو ستونزو د شتون اساسي پشتیوانه ده . د ملي یووالي په حکومت غږ کیږي چې بي له ځنډه دغې خوړینونکي وضعي ته بدلون ورکړی ، د پیل شوي اقتصادي او ټولنیزو پروژو د بشپړولو او د نوي نوښتونو د کولو په ترځ کې د ولس ژوند ته نوي سا ورکړي
عبدالحی مالک
دافغانستان ملی پرمختګ ګوند رئیس ګوند رئیس
29.5.2018
ــــ حل سياسي بدلون نه، حل فرهنگي بدلون دی.
ــــ دلته دواړه انسان او سياست د فرهنگ په يرغمل بدل شوي دي.
ــــ دا د انسان تر ټولو لويه ټولنيزه او رواني ستونزه دی چي په کار يي عقل او په ژوند يي خرافات واکمن وي.
ـــــ دلته بايد د ژوند کولو لاره او د فکر کولو لوری بدل شي. ژوند عقلي او فکر خپلواک شي.
اعتراف بايد وکړو چي د ژغورولو لاره څومره سخته، څومره اوږده او څومره پيچيلي او څومره قرباني غواړي. د موږ هڅي همیشه دا وي او اوس هم همدا دی، که سیاست، حکومتونه، دولتونه، سياسي سیستمونه بدل شي هر څه بدل او هر څه به سم شي. خو په عمل کي هر څه د سميدو په ځای خراب او ړنگ شول.
سياسي بدلونونو، يو په بل پسي د حکومتونو او دولتونو ړنگولو او جوړولو ستونزه حل نکړه. نه يوازي د دولتونو او حکومتونو ړنگيدلو، بلکي دلته سياسي سيستمونه له بيخه ويجاړولو اوبيا جوړشولو سره سره ستونزي په ځای پاتي دی او د وروستيو څلور لسيزو سياسي بدلونونه، تجربي او ژوند موږ ته بيخي بل ډول درسونه راکوي، کوم چی نه يوازي د گوندونو، ډلو، تنظيمونو په ناکامي، نه يوازي يو په بل پسي د رهبرانو په ناکامي او سرونو وخوړلو، بلکي د سياستونو، تگ لارو، ايديولوژيگانو او د فکرونو په ناکامي هم حکم ورکوي.
موږ پوهيږو او تجربو و ښودله چي د واکمنو او حکومت بدلول څومره اسانه کار دی. شاهي په اساني ړنگه شوه، جمهوریت بی له مقاومته ولويد، يو گوندی واکمنی دړي وړي شوه او د يوي بي طبقاتو ټولني د ايجاد تفکر ناکام شو. مجاهيدنو دولت ړنگ کړ او يوه سراسري انارشي يي واکمنه کړه هر چا او هری شی مصونيت له لاسه ورکړ. خلک مجبور شول پرونیو جوړښتونو او له دي جملی قوم ته په شا ور وگرزي او دي حالت په ډارونکي توگه ټولنه وويشله او هغه خلک چي په پيړيو پيړيو د يو بل تر څنگ په سوله او همکاري کي ژوند کاوه په ناڅاپي توگه د يوه او بل په دوښمنانو بدل شول او د قوم په نوم د يو او بل په وړاندي ودريدل او بي ساري جنايتونه تر سره شول. د طالبانو اسلامي واکمني هم ړنگه شوه او د يوه مدرن دولت او ملت جوړولو کار پيل شو، خو تر اوسه نه مدرن دولت شته دی او نه ملت جوړ شوی.
تاريخ او په ځانگړي توگه د وروستيو لسيزو سياسي تاريخ موږ ته دا درس راکوي چي ددي واکمن او هغه مستبد، ددی حکومت او دولت ړنگول د ستونزو د حل لاره نه دی. دلته يو په بل پسي مستبد مات شو يو په بل پسي ظالمان ولاړل، خو هم استبداد او هم ظلم هماغه شان او کله کله له پرون هم بد او په وژونکي توگه ادامه لري. واقعيت دادی چي دلته له هر سياسي بدلون وروسته نوی ظلم او نوی استبداد واکمن شوی. همدارنگه د واکمنو، حکومتونو او دولتونو په بدليدو سره نه امنيت او نه هم عدالت تامين شو. په دي برسيره دلته روسان راغلل او غوښتل يي موږ هم د دويَ په شان شو ور پسي ناتو راغله او غوښتل يي په افغانستان کي دموکراسي جوړه کړي، خو په عمل کي نه موږ د روسانو په شان شو او نه دموکراسي جوړه شوه.
پرون د مارکسيزم هدف د مادي اړيکو او د توليد د وسيلو بدلون وو او اميد يي درلود چي د دی کار په کولو سره به فکرونه او چلندونه هم بدل او هرڅه به سم شي. په افغانستان اقتصادی اړيکي بدلې شوي او دلته ډير پخوا د اوښ ځای موِټر ونيو، د غوایی ځای تراکتور ته وسپارل شو. په اشپزخانه کي هم د ديگدان ځای داش نيولی. خونه هم د چراغ په ځای په برق روښانه کيږی. فابريکي جوړي شوي. تعميرونه او لاري عصري شوي په کلی کي هم خلک د چيغي د ډول ځای د تيليفون پوسيله خبريږي… خو فرهنگ، دودونه، رواجونه او تفکر هماغه د پرون په شان ادامه لري. هغه انسان چي پرون يي د اوښ مار نيولی وونن د موټر جلوه ته ناست دی، هغه انسان چي د غوایی له شا را پورته شوی او اوس تراکتور چلوی او هغه چي په فابريکه کي توليد کوي هماغه د پرون په شان فکر او هماغه د پرون په شان چلند لري. نه يي چلند بدل شوی او نه يي په فکرونو کي بدلون ليدل کيږي. نور بيا