خبرونه

  سیاسي تګلاره د هیواد  سیاسی  حالاتو  ته  لنډه کتنه

که د سولې د خبرو بهیر وڅارو، نو څرګندیږي چه دوه سوالونه د مذاکرو اساسي مضمون  جوړوي: ‎۱- په سیمه کې د امریکې او ناټو سیاسي ـ نظامي حضور. ۲- په سوله کې د ګاونډیو او د سیمې زبرځواکونو ځان ځاني ګټې. امریکا: څرګنده ده ، چه په ۲۰۰۱ کال کې امريکا او ناټو ...

Read More

د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند د دارالانشاء اعلاميه

د ۲۰۱۹کال د فبروری ۴ نيته کابل – افغانستان د پاکستان اوياکلن مليتاريستی استبداد د خپلو بې شمېره جنايتونو په لړ کې پرون د آزادۍ او انسانی حقوقود لارې يو بل اتل مبارز د پښتون ژغورنې د غورځنګ نامداره او وتلی غړی ابراهیم آرمان لوڼي د خپلو نا ځوانمردانه بريدونو بلهاري کړ ...

Read More

Afghanistan's National Progress Party Proposals Regarding Restoration of Peace in Afghanistan

Kabul-Afghanistan 02-12-2018 Fellow citizens , party leadership & members are aware of cross-sectional form and short times peace and democracy , because of the impose wars on Afghanistan , In the course of history , the cause of postponement of the reconstruction and restoration of democracy in our society related to engagement of ...

Read More

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشا اعلامیه

کابل- د ۱۳۹۷ م د زمري ۲۴ مه د افغانستان د پرمختګ ملي ګوند دارالانشا په غزنې ولایت او د هغې مرکز باندي چې یو وخت د هېواد ویاړلي پلازمینه او د اسلامي تمدن یو سمسور مرکز وو او په دې وروستیو کې د طالبانو تر پردي لاندي ، د پنجابیانو ، چچنیانو ، عربانو ...

Read More

مرامنامۀ حزب ملی ترقی افغانستان

مقدمه: قریب چندین دهه است که بحران ناشی از رقابت های دوران جنگ سرد، سیاست های نفوذی برخی کشورهای همسایه و منطقه، اشتباهات، خطا ها و کجروی گروههای سیاسی شامل بحران در تبانی با کشورهای همجواروتصامیم یکجانبه وناقص بن برسرنوشت تشکیل دولت افغانستان از مردم ما قربانی میگیرد. این بحران باوجود ...

Read More

زمادسنګر ملګریه !

 

محمد عیان عیان

22489990_719539858245343_3963221919962441269_n

زمادسنګر ملګریه!

********************

 ستاپه سره سنګرباندی به سره کلان کتارشی

واړه سره تیري به دې خپل وطن نه جارشي

لاره چی دې غوره وه له ستونځنې ډکه وه

ډیریې ځورولې، هراشغال، که سوریاشین و

ګرده دوشمنان به دې اخیر دلته سنګ سارشي

*********************

اوزمونږ دسنګر ملګریه!

*********

پام چې وارخطا شې مرګی دژوندپایله ده

ستاغوندې سرتیروبه ګورتل ګل اوګلزارشي

تاوه قربان کړې ښه  ځوانې دولس لارکې

بیشکه چې لانورډیربه قربان په دغه لارشي

کلک لکه پولادوې چی څووارې ویلي شوی بیا کلک شوی

ژونددې بیاهم وقف ؤکه هره ورځ په دارشي

*********************

ویره ترهه نه وه ستا مغروکې له آزل ځنې

ستازړورتوب  به دې ملګروته معیارشي

ته هوښیارمؤرخ ،تکړه شاعر، کیسه لیکونکی وې

ډیرزیات فرهنګیان به دې مصروف په دغه کارشی

ته خوبختوروې خپله خاوره کې دې  کور شو

وایه اوس زمونږه چی مو قبر بل دیار شی

دلیکلونیټه یی : دهالیند په وخت دسهار پنځه بجی  26/7/1396 – 18/10/2017چی همدانن په یې ځناځه په خپل وطن کې خاوروته وسپارل شی

اروادې ښاده وي

دهیواد دوتلي لیکوال، ادیب، ژورنالیست اوشاعر ارواښاد شامحمود حصین لنډ ژوندلیک

22492038_2022247637915303_3738300378205201686_nشامحمودحصین په 1327 لمریز کال وردګوولایت دمرکزاړوند دنایب خیلوپه کلي کې په یوه بېوزله او روښانفکره کورنی کې وزېږېد لومړنی اومنځنی زده کړې یې دمیدان ښار دذکرالله شهید په لېسه کی ترسره کړې، وروسته دکابل ښاردښوونکود روزنې په اکاډمی کی شامل اوددغې دوری له بشپړولو وروسته له څه ځنډ پرته دکابل پوهنتون د ادبیاتو اوبشری علومو دپوهنځي محصل شو.په 1351 لمرېز کال یی ددغې دورې زده کړی بشپړې کړي اودښوونکی په توګه یې څوکاله د ذکرالله شهید ،میربچه خان اوحبیبې په لیسو اودکابل دعالی تخنیکم په انستیتوت کی دتاریخ او دري ادبیاتو ښوونه کوله د 1357 لمریز کال دثور میاشتې له پاڅون وروسته دلنډی مودې لپاره دلیک اولوست دزده کړې رئیس اوروسته دپوهنې وزارت دتالیف اوترجمې دلوی ریاست مرستیال و

د1358 لمریز کال په مني که دوخت دواکمنی  له زورزیاتې سره په مخالفت کې ونیول شو او په پټ اعدام محکوم شو خوڅه موده وروسته دنوې دولتي واکمنی په رامنځه کېدو له جېل څخه را خلاص شو  اودکابل پوهنتون دتاریخ اوفلسفې پوهنځی دتاریخ اوفلسفی په څانګه کې یې دماستری دیپلوم ترلاسه کړ ارواښاد شامحمود حصین د رازبین ، بڅري،کمر، فریادي ،خوشحال دمشر زوي نوم يې دی شریفی اودشهاب په مستعارونومونوهم لیکنې کړي اوشعرونه یي ویلي دي. Continue reading

د زورواکو زوال؟

 د افغانستان مخکنۍ ولسمشرحامد کرزي او ډلۍ  واکمني د ټاکنو په پاېله کې پای ته ورسيده نوی حکومتي m agha (2) جوړښت را منځ ته شو ، نوم يې د ملي يوالي حکومت شو.

د ملي يوالي حکومت د افغانستان داساسي قانون د موادو خلاف يوه نوی نخسه ده د حکومت ويش ددواړو لورو د همغږي نه شتون د کاردرونو په تعين کي ستونزی د بهرنيو ځواکنو وتل اود مرستو کمښت د بی باوری

شتون د ستونزو په حل کې بنبست رامينځه ته کيدل د جنگونو زور اخستل ددولتي ادارو مشران تر زياته سرپرست پاته کيدل د ډلو ټپلو ايتلافونه د مخکنې حکومت چار واکو لاس وهنې ددی لامل شوه چی ستونزی يودبل پسی سررا وټوکوي او چارواکې په حلولو کې پاته راشي ،ددی ټولو ستونزو لامل د قانون د حاکميت نه سرغړونه د فساد کونکو مافيايي ډلو ، خودسره وسلوالو ته د ځمکو غاصينو ته يوازی په فرمانو او محکو جوړولو اکتفا شوی . د سياسي شننوکو اوسياسي ملي گوندونو له نظره دا کړنۍبسنه نه کوي نوي مشرتابه ته اړينه وه چی د ملت جوړونۍ عامه پوهاوي تر څنگ د زهر جنو نفاق اچونکو مفسيدينو ، وطن پلورنکو مافيايي ډلو ټپلو ته چی د قانون نه سرغړونه کوي څو کوټلي عملي گامونه اخستل شوي وای . زما په اند که د ولس  په باورمند زور او پولادي ځواک تکيه شوی وی او ټول هغه ناکاره مامله گر، وطن دښمنه عناصراو ددوی عمال او کړنۍ ولس ته بربنډې شوی وی له ولس نه پټ نه وی ساتل شوي نن به دافغان ولس په زخمونو پرحارونو پټې لگېدلی وی. نن به مو په ميلونونو ځوانان د بيکاری او مجبوريت له امله د مخدره موادو استعمال ته پناه نه وړه. په زرگونو  ځوانان به د بيکاری او مجبوريت له امله بهرنيو هېوادوته کډوال شوي نه وی Continue reading

يو زړه بگنونکې خبر

 په ډېری خواشنې سره مو خبر تر لاسه کړ چې داکتر زيور احمد دشتيار له دی فاني نړۍ څخه سترگې دابد  له پاره  پټې کړی.

دشتيار دافغانستان د خلکو دپرمختگ ملي ترقي وطن گوند يو فعال مبارز وو،مرحوم دشتيار  زما داوږده وخت د يوی لاری او يوی موخی دسنگر دروندملگری او تر ۴۰ کلونو زيات مو په گاونډيتوب کې ژوند کړې دشت تيار د ښو اخلاقو خاوند د ولسونو ملگری د يوه رښتيني لارښود په څېر د خپلو ولسونو ملتيا کړی دشتيار يو داکتر د خلکو د زړونو داکتر يو رښتنې طبيب مهربان انسان په توگه يي ددی هيوادد ښېرازی له پاره نه ستړي کيدونکي خدمتونه سرته رسولي .دشتيار د زيات وخت له پاره د ننگرهار ولايت د روداتو ولسوالي گوندي مشر وو د خلکو لاس نيونکې اوچوپړ کونکې وو . همدا لامل دی چی دی اوس هم د روداتو د ولسونو سره ملگرتيا پالي دده حجره او کور به دتل د رودات ميشتو ولسونو له خلکو ډک وو ده دخلکو په زړونو واکمن وو او تل يي د خلکو سره مينه کوله زه دده د يو ملگري په توگه ده دده ملگرو دوستانو خپلوانو اودده د درنۍ کورنۍ غړو ته دده مړينه لويه تشه گڼم درب په دربار کې ورته جنت فردوس غواړم او کرونۍ ته صبر الله دی پری رحم وکړي امين ياربالعلمين .

محمداقا کوچی شيیر زاد

20171111

د محکومو ولسونو د خلاصون په خاطر:

m agha (2)

په 1967 زکال سيهونستي ځواکونو د خپلو متحدو ملگرو په مرسته د فلسطين ازادي ټوک ټوک کړه د مينځني ختيځ زياتره مستقل هيوادونه ېي وگواښل د سوري د سينا لوړی څوکې د مصر يو شمير ځمکې د لبنان ، اردن د خاوری موهمې برخې اشغال کړې اود مصر هوايي ځواک له مينځه يووړلو او نور دا  داسرايلو د سيهونستي رژيم د موخو لو مړنۍ گام وو ،د بيت المقدس تر 70 فيصدو زياته برخه دوی اشغال کړه. له همغه وخت نه تر اوسه فلسطينيان  د سيهونيزم تر فشار او ناروا کړنو  لاندی ژوند کوي ددوی پر ځمکه  يې کورونه جوړکړه او يهودي کورنۍ پکې ځای پر ځای شوي د ملگرو ملتو دامنيت شورا 15 گونو پرېکړو ته غاړه نه ږدي دوی د خپلو سيهونستي انډيوا لانو په مرسته د نړيوالو قوانينو منلو ته تېار نه شول ورځ تر بله خپلو ځلمونو ته دوام ور کوي .د سهيونستانو ملگرو پر منځني ختيځ کې داور تنارو ته باروت ور پاش کړل د يمن، ليبيا، مصر، سوريي ، عراق ولسونه سره په جنگ جگړو اخته کړه .نن دامريکا د متحدو ايالاتو د وسلو جوړولو فابريکو فرمايشونه زيات او هر يو هيواد کوښښ کوي چی د وسلو داخستلو په نوبت کې ځای ونيسي يوازی سعودي عربستان په 2017 زکال له امريکا څخه د سل ميليارده ډالرو وسله واخستله په سوريه کې د زرگونو خلکو ژوند له مينځه ولاړ او په سلگونوزره کډوالی ته اړ شول.

د ډيسمبر پر اتلسمه 2017 زکال دامريکی مشر ډونال ټرمپ لخوا  بيت المقدس د اسريلو د مرکز په توگه اعلان شو د اور لمبو ته بل ډول اور غورځونکې باروت ورواچول شو چی د نړې زياتره خلکو يي مخالفت وکړ،د افغان ولس د نړې ستر ښکيلاک گر ځواک برتانيا بيا سل کاله وړاندی دافغان ولسونو تر مينځ د ډيورنډ توره کرښه وباسله اوس د همدوی په سلا پر دغه توره کرښه اغزن تار کښل پېل شوي افغان ولس به هيڅ کله دا توره کرغېړنه کرښه ونه مني د برلين داستعماري ديوال په شان به دا کرښه له مينځه يوسي د افغان ولسو يوالی به ژر تامين شي. د کشمير لانجمنه ويش هم دبرتانيا د ښکيلاک گر ځواک ميراث دی چی د هند له پاره د منلو نه دی.په نړي کې ټولې ستونزی اود ولسونو د نفاق لامل همدا لوی ځواکمن نظامي طاقتونه دي چی د خپلو منافعو له پاره ولسونه سره جنگوي او خپلی منافع لټوي. خو اوس د نړې ټول ملتونه ويښ اود خپلوملي  منافعو له پاره د بل د شومو موخو  منلو ته تيار نه دي.دوی  دسولی لار غوره گڼي او ډېر ژر به د يوالي لاسونه سره ور کړي او هر محکوم ملت  به د خپلو هيوادونو خاوندان شي.

م. کوچی