آقا محمد کوچی
په ګوندې اساسنامه کې بدلون اړین دی ، خو دا بدلون باید تدریجې او د ګوندي غړو د سیاسي پوهې د کچې سره برابر وي . موږ نه شو کولی چې له سر څخه تر پایه د ډیرو پرمختللو ټولنو د ګوندونو په مقیاس اساسنامه بدله کړو . موږ باید د ګوندي غړو پخوانۍ تجربې له نوي اساسناموي پرمختګونو سره داسې غوټه کړو چې هم د ګوندي اساسنامې د بدلون تجربه ګوندي غړي احساس کړي او هم هغوي ځانونه د بدلون په یوه اوږده او نابلده واټن کې ونه وینې .
بدلون باید تشکیلاتې جوړښت لا نورهم ساده کړي او د تصمیم نیونې د مرکزي ارګانونو شمیر راښکته کړي . که هر څومره د تصمیم نیونې د ارګانونو شمیر لږیږي ، په هماغه اندازه د ګوندي اساسنامې د حجم په کمېدلو کې مرسته کوي .
د بېلګې په توګه ، د ( ا خ ت م م ګ ) لاندي تشکیلاتې جوړښت لري : Continue reading




